بلبلـــــــــــــک
23.02.2013 12:13نن مې په کوګل کې زړه یوبل ډول درزاکوي
سکیپه کې جانان ګورم خوږه خوږه خنداکوي
ډېر یې دلیدو په تمه داخوااخواوځغاستم
شکرچې انلاین شوتودمجلس لکه پخواکوي
سم ورته کتلای نه شم نه چې په نظیریې کړم
ګوري په حیاحیاپه سترګوکې مسکاکوي
خدایه لایې زیات کړې برکت په ګلورین حسن
ستوري یې په مخ ناڅي سپوږمۍ یې تماشاکوي
سترګې چې راواړوي دازړه مې دومره وغورځي
ته وابلبلک دی په ګلانوکې هواکوي
ناست یم له ګلرنګ سره جاموکې نه ځایږمه
وه خدایه چربانګ شواذانونه به ملا کوي
لمر راوخوت غواړمه رخصت ځم له جانان څخه
غرېو یمه نیولی پښې مې سستې شوې لړزاکوي
ای خالقه راولې بســـــــمل چې ښه ډېرنازورکړم
څوبه خواره کی په شوګیروکې واویلا کوي
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19738