د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په خیبرپښتونخوا کې د خپلو اتلانو د مقبرو ساتنه وکړی !

عبدالحق عمري 29.09.2013 10:02

دوستانو په دې اړوند چې په خیبرپښتونخوا کې د افغانستان یو شمیر اتلانو او د هغوي د کورنیو یو شمیر غړو قبرونه د ورانیدو په حالت کې دی چې د څو کالو راهسې په دې اړه رسنیو هم رپوټونه نشر کړي دي خو تروسه پورې د افغانستان دولت او په ځانکړي توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپله دنده ادا نه کړه او پر دې مقبرو په جوړیدو یې سترګې پټې کړې . نو اوس راځی دوستانو چې خپله مټې راونغاړو ترڅو د خپلو ملي اتلانو مقبرې په خپله جوړې کړو او د هغو ساتنه وکړو .
هر افغان چې غواړي د خپلو اتلانو د مقبرو په جوړیدو کې مرسته وکړي نو په لاندې فیس بوک له لارې دې په تماس کې شي https://www.facebook.com/abdulhaqomeripage
د خیبرپښتونخوا د پيښورښارسره نژدې د درانيانو په هديره کې د افغانستان ملي اتل غازي سردار محمد ايوب خان قبرسره څيرمه د اميرشيرعلي خان د ميرمن او دغازي سردارمحمد ايوب خان د مور قبر او دغه راز د سردارجلال الدين خان د ميرمن او دسردارمحمد ابراهيم خان قبرونه هم شته چی د وزيرسيد محمدخان قبر چې له دغو قبرونوڅخه يو څه لرې وه ورک شوی دی اوښايي پرځای به يې نور مړي خښ شوي وي. د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازی سردارمحمد ایوب خان قبرچی په سپینو مرمر پوښل شوی پرې لګيدلي ډبرې ټولې ماتې شوي او څه یې هم غلاشوي دي او دغه مقبره د ورانیدو په حالت کې ده د سیمې خلک هم وایي چې که د دې قبرونو ساتنه ونشي ، له قبرونو څخه به پاتې ډبرې هم يوړل شي او زیاتوي چې (د دې د ساتلو والا څوک نشته . دوی له افغانستان نه راغلي او دلته یی دا ځای په نصیب شوی. او د دوی دا اقبرونه ټول انتیک دي ، د شپی خلک راځي او تبزي تیرینه وړي ، او دا نور قبرونه هم ورسره خرابیږي.  مونږ له مشرانو غواړو چی په دی نظر وساتي) د افغانستان ملی اتل او د میوند فاتح غازی سردار محمد ایوب خان په کال 1293هجري لمريز کې وفات شو او دپښورښارپه شيخ حبيب بابا زيارت سيمه کې دخپلې کورنې دڅونوروغړوخواته خواروته وسپارل شو