په پېښور کې يو شمېر افغان ليکوالو د افغان ادبي بهير په نوم يوه ټولنه جوړه کړه
18.05.2010 11:33په پېښور کې يو شمېر افغان ليکوالو د هڅو څخه وروسته په پېښور کې د افغان ادبي بهير په نوم يوه ټولنه جوړه کړه چې هره اوونۍ د يکشنبې په ورځ به د پېښور بورډ د ناصر باغ پر سرک د مريم په ليسه کې اوونيزې غونډې کوي.
ه سمدستي توگه دغې ټولنې لپاره يوه کابينه جوړه کړې، چې عماد الدين دوران به يې شپږ مياشتې مشري کوي. عبدالمؤمن حقيار، محسن صديقي، الفت سيال، صفي الله ثمر، صفي الله سنگين او رفيق صادق به يې د شورا غړي وي
وحيد الله خاکسار به يې د ويندوى چارې ترسره کوي، چې سيف الله غريبيار به يې مرستيال وي. عبدالحق عمري به يې د رسنيو مسوول وي. الحاج احمد شاه پوپلزى به د مشورتي شورا غړى وي. فضل مولا توره کى به يې د مالي چارو مسوول وي. الحاج احمد شاه وردگ هم د مشورتي شورا غړى ټاکل شوى او عارف همدرد د بهرنيو او کورنيو اړيکو مسوول ټاکل شوى دى.
رحمت الله سمسور به اوونيز گزارش ليکي. د غونډې پيل د فضل مولا توره کي لخوا د قرآن عظيم الشان په تلاوت وشو. د غونډې مشري احمد شاه پوپلزي وکړه او مشر ميلمه يې عبدالمؤمن حقيار و. راتلونکې يکشنبه به د افغان ادبي بهير د پرمختگ او نورو لارو چارو په اړه وړانديزونه او څرگندونې وشي. او افغان ادبي بهير به په رسمي توگه پرانيستل شي.

