د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دازمون صاحب پلاردې خدای وبخښي

عبدالحق عمري 03.09.2010 18:36

په ډېرې  خواشینې سره  دپښتو ژبې دلیکوال ،شاعر او ژورنالیست استاد لال پاچا ازمون د پلار له مړينې خبر شوو.

الله پاک دې ابدي ژوند ورته بختور او له خوښيو ډک کړي.

موږ له درانه استاد ازمون سره په دغه درانه غم کې ځانونه شريک ګڼو،ارواښاد ته د بخښنې او درنې کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړو.

د ټول افغان اداره

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

آفاق مجلې د امتیاز څښتن حاجي محمد ایوب توحيديار

موږ ټول په دې غم کې له استاد ازمون سره برابر شريک یو،دازموږ د ټولو غم دی،الله پاک دې ورسره ښه وکړي.

د دانش خپرندويې ټولنې مشر اسدالله دانش ساپی،افغان ژورنالېست عبدالحق عمري،د ساپي د پښتو څېړنو او پراختیا مرکز،د آفاق مجلې د امتیاز څښتن حاجي محمد ایوب توحيديار

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې مشرتابه

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې او دکابل پوهنتون استاد الحاج پوهنمل لال باچا ازمون پلار په حق رسيدلى
انا لله وانا اليه راجعون
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې مشرتابه ځان له ښاغلي ازمون سره په دې ستر درد او خفګان کې شريک بولي او دلوې خداې له دربار نه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کورنۍ ته دجميل صبر غوښتنه کوي
دختيزې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو دخپلواکې ټولنې مشرتابه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اوس نو لار د صبر پاتې بل څه نشته په خواشينۍ مو د پښتو ادب د غښتلي شاعر او ليكوال لال باچا ازمون په كور د ورپېښ غم خبر مو تر لاسه كړ. شمال ميشتي فرهنګيان او له دغو ولايتونو څخه د پښتو خپرونو ادارې د ښاغلي ليكوال د پلار په مړينه كې ځان شريك بولي. د ښاغلي ازمون خداى بښلي پلار ته جنت او درنې كورنې ته يې د جميل صبر غوښتونكي يوو.

شمال ميشتي فرهنګيان

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په ډیره خواشینی سره می خبر تر لاسه کړ چی د تګړه لیکوال، ادیب او ژورنالسټ استاد لال پاچا آزمون صیب پلار په حق رسیدلی. انا لله و انا الیه راجعون.

زه په داسی حال کی چی د ازمون صیب مرحوم پلار ته جنت فردوس کی د ځای دعا کوم، استاد ازمون او کورنی ته یی له لویه خدایه د صبر او زغم غوښتنه کوم.

خدای دی یی باقی له هره غمه په امان وساتی. امین یا رب العلمین.

لطف الله مشعل

_____________________

ډېر خواشینونکې خبر چې د تګړه لیکوال، ادیب او ژورنالسټ استاد لال پاچا آزمون صیب پلار په حق رسیدلی ترلاسه کړ  انا لله و انا الیه راجعون.

 الله ج دې د ازمون صیب مرحوم پلار ته جنت فردوس ور په برخه کړي او استاد ازمون او کورنی ته یی له لویه خدایه د صبراو اجر غوښتونکې یم

امین

عبدالبصیر سهاک