د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کندز ولایت کی ګیلم جمیزم بیا پیل شوی

وطن پال 14.09.2013 14:47

د افغانستان ولس د انرشیزم رنګا رنګ تورو دوروکی خپل دری (۳)بنیادی حقونه چی د سر،مال اوناموس خوندیتوب دی د لاسه ورکړي وو خو چی د کله نه یادی دوري ختمی او موجوده نظام جوړشو نو د ولس سره یو څه هیله پیدا شوه چی لږترلږه دغه دری بنیادي حقونه چه په دولت یی لری بیرته محفوظ شی ولی مظلوم ولس لا سا نوه اخستی چی دولت په لویی لاس د ولس دغه هیله دخاورو سره خاوری کړه او د ولس پرسریی د اربکیانو(سیمه اییزوپولس) په نامه زاړه جنایت کار او مجرمینو په ګمارلو بیرته ګیلم جمیزم حاکم او د انرشیزم دوره یی بیا پیل کړه چه بیلګه یی په کندز ولایت کی د ارچی ولسوالی روان حالت دی ولی چارواکو یو غوږ لیمڅی اوبل غوږ بړستن کړی ته به وایی چه د ارچی ولسوالی مظلوم ولس نه ددی خاوري دی او نه په دولت کوم حق لري داځکه چی په یاده ولسوالی کی د حکومت دلاس جوړه یوه نښه هم نه ترسترګو کیږي، هغه عمومی سړک چی ولسوالی د ولایت سره نخلوی او د ولس د ستونزو د حل یواځنی بنیادي وسیله ده تراوسه کندي کپري پروت دی، سیمه ایزه اداره یی د زورواکی قربانی ده چی په ترڅ کی یی ټولی چاري نااهلوته سپارل شوي، امنیتی څانګه خو مطلق په ګیلم جمیزم بدل شوی چه د خلکو په زورونی اولوټ تالان بوخت دي او د حکومت نا اغیړی او بی پروایي د لاسه ولس په څو برخو ویشل شوی دی چی یوه برخه يي پدی امید چی ګواکی د دولت سره په کارکولو به دده سر،مال او ناموس خوندی شي په حکومت کی ځان ځای کړی او د طالب د لاسه د خپل کور کلي نه فراري دي، او یو تعداد وګړي یی چه د طالبانو د نفوذ په ساحه کی پاتي دي د خپلی ویری یی ځانونه بی طرفه نیولي او فکر کوي چه پدی طریقه به ژوند وکړي خو چی کله د طالب سره مخامخ شي ورته وایی ته د حکومت جاسوس او ملګری یي ،او چه کله د ګیلم جمو(اربکیان) یا ملی پولس او ملی اردو سره مخامخ شي ورته وايي چی ته طالب يي او په خپل کلي کی د پاتیکیدو د پاره باید د خپلو حاصلاتو پنځمه برخه یانی یوځل اربکیانو اودوهم ځل طالبانو ته عشر ورکړي اوکه تری پوښتنه وکړي چه کوم نظام ښه دی د واردمخي درته وایی وي یو مطل دی چی اوښ نه چا پوښتنه وکړه چی مخ پورته منزل دی خوښیږی که مخ کته نو اوښ وویل چی د دواړو دی رنګ ورک شي او نور د خپل خونديتوب لپاره چوپتیا غوره کړي دا پدی مانا نده چی د یادی ولسوالی وګړي آبادي،سوکالي او امنیت نه غواړي بلکه په ډیرو منډو او غوښتنو ستړي شوي ان ترکرزی یی ځانونه رسولي خوکمه ګټه يي نده کړی. یووخت کی په کندزولایت کی مرحوم انجنیرعمرد څو کلونو والی وو د ارچی ولسوالی مخوراو سپین ګیري د مرحوم ارباب شیرعلی خان په مشری کرزی ته ولاړل او د ډیربحث نه وروسته مرحوم ارباب شیرعلی خان کرزی ته وویل(( کرزی صیب که دا انجنیر صیب عمر د کندزولایت د خلکو د پاره رحمت وي نو زمونږ دا رحمت بس دی نور یی کم بل ولایت ته ولیږه او که انجنیر صیب عمر د کندز ولایت د پاره عذاب وي نو د خدای د پاره بس دی دا عذاب زمونږ نه لری کړه خو کمه پایده یی ونکړه ترڅو یو ځانمرګي د خلکو ارمان پوره کړ بیایی د ارچی ولسوالی ولسوال شیخ صدرالدین چی د استاد ربانی د ګرځنده حکومتداری د دوری نه د روان کال ترنیمایی اولسوال وو د لری کولو د پاره پدی هیله چی اهل ولسوال راشي او خلکو ته خدمت وکړي ډیري منډي وکړی خو هیڅ ګټه یی ونکړه او د خلکو دغه ارمان هم ځانمرګي پوره کړ.خو دا ارمان به ګورته یوسي چی په ارچی ولسوالی کی کاراهل کار ته وسپارل شي او د ولس اوحکومت ترمنځ فاصله ختمه او باور پیداشی. د یادی ولسوالی د وګړو نه لاره ورکه ده چی کمه خوا لاړشی او چاته شکایت وکړي.که چرته پدی امید چی په پخپله د خپلو کیلوالو د وژنی او زورونی مخه نیسي او دهغه ماین چه طالبانو په لوی لارو کی ځای پرځای کړی وي په ډیره ویره اربکیانو ته خبرورکړي چه دغلته ماین پروت دی نو اربکیان ترهغی ماین شنډونکوته خبرنه ورکوی ترڅو چه یی په تړاو څوک نیولی نه وي اوښی ډیري پیسي تری اخستي نه وي چی اوس د خپلی ویری داکار هم څوک نشی کولی خوکه چرته دوي په خپله ماین پیداکړی نو بيایی لا غوالنګه شي اود ماین چارچاپیر ټول اوسیدونکي ونیسی او ښي ډیري پیسي تری واخلي یادی ستونزي لا څه کوی چی تقریباً د تیرو شلو(۲۰)ورځونه راپدیخوا په یاده ولسوالی پښتون میشته سیموکی مطلق انرشیزم او ګیلم جمیزم حاکم دی د یوی خوا نه ملی اردو ، ملی پولیس اواربکیان چی د دشتی قلا او خوجه غارازبک او تاجک ګیلم جم راغلي دي او په هغه عمومی سړک چی ولسوالی د ولایت سره نخلوي پراته دي او بله خوا د طالبانو په نامه د امریکی او پاکستان مزدورمجاهدین د کلیوالو ترشا پټ دي او یوبل په توپونو ولي چی پایله کی یی مظلوم ولس په اورکی سوزي دا سوزیدل خو په ځای پریږده چی هغه د ګوتو په شمار طالب ملیشه دوه ورځی د مخه د دومره غټي قووي په شتون سره روغ او سلامت وتختیدل نو بیا وروسته د کندز ولایت امنیه قوماندانی په ډیره بی غیرتی اعلان وکړ چه مونږ د ارچی ولسوالی په چاڼیزو عملیاتو کی ۲۴ طالبان وو‌ژل،یو تعداد مو زخمی او اسیرکړل حال داچه د یوطالب پوزه قدري هم پکی ویني نه شوه او روغ ولاړل او دا د مرګ جوبلی اعلان یی ددي لپاره وکړچی په یاده ولسوالی کی د چاڼیزو عملیاتو مصارف په خپلو جیبو کی واچوی او د خپلو ګیلمجمو چور ته جواز پیداکړي هم دا مظلوم ولس د اوزبک او تاجک ګیلم جمو د چور او چپاول سره مخ شول اویا غله کور په کور ننوتل او د خلکو په لوټ اوتالان يي پیل وکړدخلکو موبایل تلیفونونه ،نغدی روپی او موټرسایکلونه یی چورکړل چی کله خلکو په سیمه کی پرتی ملی اردو ته شکایت وکړهغوورته ډیر په بی غیرتی وویل ګیلم جم ډیر دي زمونږ پری زورنه رسي.بیا خلکو د ولسوالی قوماندانی ته شکایت وکړهغوورته په جواب کی وویل چه دا ورته مونږ امرکړی ځکه چه تاسو ټول طالبان یاست،بیا خلکو د ولایت قوماندانی ته په ټلیفونی اړیکه کی شکایت وکړهغو هم ورته په جواب کی وویل چی دا مونږ ورته امر کړی دی چی همداسی وکړی اوکه چرته امن غواړی نو مونږ سلاح درکوو خپل امنیت په خپله اونیسي او که سلاح نه اخلی نوبیا کډي بارکړي او کلي پریږدي.اوس اولس په دوه کی حیران دی که د حکومت نه د ځان د دفاع د پاره سلاح اخلي نو دغه سلاح طالب ته د هغه د مرګ جوازګرځي اوکه دا خطر هم قبول کړي او سلاح پورته کړي نو بیا به دده په کروندو کی کارڅوک کوي او د اولاد نفقه به یی څوک ورکوي او که کډه وکړي نو چرته لاړشي.خو بیا هم ددی فاسد نظام نه دخلکو غوښتنه د ګیلم جمیزم ختمیدل او د لوټ شوو مالونو بیرته ورکول دي کنه نو د حکومت په یاده پالیسی به د امریکی او پاکستان مجاهدین لاقوي شي.
د یوسمسوراو فاسد نظام نه پاک افغانستان په هیله.