په کندز ولایت کی نا امنی که د امنیتی او ملکی ارګانونو لنګه غوا
11.07.2013 23:22د کمی ورځی نه چه د کندزولایت د دشت ارچی ولسوالی امنیت ګډوډ شوی اوپه یاده ولسوالی کی د پاکستان د څارګری اداری د نوکرانو په مټ د جهاد د شعار لاندی یانی چه هم ثواب دی اوهم خورما د عشراوزکات د راټولولو په سر جنګ جګړی پیل شوی د یادی کرهڼیزی ولسوالی عام وګړی د ناامنی په اور کی سوزی او د ټولی ولسوالی د تباهی ګټی د ګوتو په شمار د پاکستان څارګری اداری د نوکرانو او د دولت د چتر لاندی یوڅو د ملت د بربادی ټیکدارانوته رسیږی چه د دواړو خواو ژوند او ګټی یوازی او یوازی د ملت په تباهی کی خوندی دي نو دی اصل ته په کتو سره به هیڅ کله هم په یاده ولسوالی کی امن رانشی دا ځکه چه په دولت کی ځینی زورواکه کړی په لوی لاس نه غواړی چه د کندز ولایت د دشت ارچی ولسوالی کی امن راشی دا ځکه چه د مارشالیزم زورواکی کړی د ولسوالی په دوو کلیدی پوستونو چه قوماندانی او ولسوالی ده د څو کلونو راهسی خپل بی سواده کمیشنکاران کینولي او هغوی هم د خپل قدرت غځولو او شخصی ګټو لپاره د طالب په نامه د ورانکاره کړیو سره لاسونه یو کړي او د پاکستان څارګری اداری نوکرانو ته یی په لوﺉ لاس د ورانکارﺉ لار جوړه کړی او هغه دا چه یاد نوکران د عشر او زکات په وخت کی ددوی په وینا مجاهدین وي چه ددوی سره سم دولتی چارواکی خپله برخه عشرد سیمه اییزو پولیسو په مټ را ټولوي او د ځمکو مالکین مجبوراو مکلف دي چه د خپلوحاصلاتو پنځمه برخه(یانی یوځل لسمه یوﺉ ډلی ته او بل ځل لسمه بلی ډلی ته) په دوو ډلوچه طالبان او سیمه اییز پولیس دي وویشی او که چرته داسی ونه کړي نو بیا ترمرګ سرحده وهل او ډبول کیږی. چه کله عشر او زکات راټول شی نو بیا د طالبانو مشران د دولت په خیټه د تقریباً د ۶۵۰ کیلومتره پاخه سرک نه په ګټی اخستو په کال کی څوځل ښه په ډاډه زړه پیښورته ځي او راځي او چه کله هم د مرکزنه د چاڼیزو عملیاتو پلان جوړشی بیا د ولسوالی په همکاری دری څلور ورځی مخکی د کندز نه وځي او په پیښور کی خپلو کورنیو ته ځان رسوی او جنګیالي یی په ډاډه زړه د ولسوالی په بازار کی خپلی دوکانداري کوي نو زه نه پوهیږم چه ګرم څوک دی؟ طالب ،دولت او که د سیمی اوسیدونکي دا ځکه چه سیمه اییز ارګانونو خپلواکه اداره په واروار د خلکو په سترګو کی خاوري اچوي او وای چه مونږ ټول ولسوالان د آزاد رقابت د لاری مقرر کړي او کوو یی ایا آزاد رقابت دوی د پوهه او اهل کار کسانو د لیاقت پربنا ګمارلو ته وایی،او که د ښی ډیرو بډو په بدله کی د یوچا ګمارلو ته وایی او که د جمهوری ریاست د مرستیالانو په زور ګمارلو ته آزاد رقابت وایی . خو زه باید ووایم چه سیمه اییز ارګانونه مطلق د خلکو په ستر ګو کی خاوری اچوی او درواغ وایی دا ځکه چه ترکمه ماته مالومه ده تراوسه دوی یو اهل کار سړی د ولسوال په توګه ندی ګمارلی او یواځی او یواځی دغه دو اصله چه یایی ښی ډیری ډالری تری اخستی او یا دفراهی نه زورور یی ورته معرفی کوی او ولسوال یی ګماري چه هغه هم پرځای ددی چه ملت ته خدمت وکړی شپه او روځ پدی فکر کوي چه څرنګه خپلی مصرف کړی او د هغی نه زیاتی پيسی پیداکړی چه هم ځان موړ کړي او هم خپل بادارته کمیشن ورکړي او کورنیو چارو وزارت هم د خلکو په سترګو کی خاوری اچوي او وایی چه په ټولو ولسوالیو کی یی په کار پوه د امنیی قوماندانان په دندو ګمارلي دي او شپه ورځ د خلکو په خدمت کی دي خو دوي هم درواغ وایی دا ځکه چه ګمارل شوی قوماندانان د اهلیت نه پرته د ښو ډیرو بډو په مقابل کی ګمارل شوي اویاهم د جمهوری ریاست مرستیالانو د کورنیو چارو وزارت ته په خپل زور معرفی کړي او په دندو ګمارل شوي دي چه د یادو دو ګمارنو په صورت کی به څرنګه ګمارل شوي قوماندانان وکولی شی چه خلکو ته خدمت وکړي نو هغوی هم مجبور دي چه پیسی وګټی او خپل بادار ته کمیشن ورګړی چه یوه ښه بیلګه یی د کندزولایت د ارچی ولسوالی د امنیی قوماندان او ولسوال دی نو ترڅو چه دا غوا شیدی کوي خاوند به یی ښه ساتي.
د یو باثباته او فساد نه پاک افغانستان په هیله،.