په ارچی ولسوالی کی د ښونځیو بندیدل
05.09.2013 18:27د کندزولایت په ارچی ولسوالی کی د ښونځیو بندیدل او د پوهنی د مسوؤلینو چپتیا
د کله نه چه د ۱۳۹۲ تعلیمی کال پیل شوی د کندز ولایت په ارچی ولسوالی کی یو شیمیر پښتون میشته سیمو کی د ښونځیو دروازی بندی پاتی دي او ټول ښځینه او نارینه زده کونکی یی د زده کړو محروم پاتی دي او د بندیدا لامل یی دا ندی چه ښونځی ښوونکي او یا زده کونکي نلري او نه داهم چه ولسوالی د پوهنی مدیریت نلری او یایی چا د ښوونکو معاشونه ندی ورکړي بلکی یواځنی لامل یی دادی چه د سیمی ښونځي په لوی لاس په جنګی پوستو بدل شوي یعنی یا د ښونځي شااو خوا او یا په ښونځی که دننه د اربکیانوچه جنګی مزدوران دی او هیڅ ډول مسوولیت نلری پوستی ځای پرځای شوي او نه یواځی دا چه د ښونځیو دروازی تړلي پاتي دی بلکی د ښونځیو تعمیرونو هم سخت زیان لیدلی او اسناد یي په ډیری بیرحمی سوزیدلي دي چه یوه بیلګه یی په ارچی ولسوالی د شهید عبدالواحد ښونځی دی او ځایی چاواکو نه یواځی دا چه په یاده ولسوالی کی یی د پوهنی ددی بد حالت پوښتنه نده کړی بلکی په لوی لاس یی دغه حالت جوړ کړی دی او د ولسوالی د پوهنی مسولینونه داچه تراوسه کوم اقدام ندی کړی د یاد حالت تش یو راپور یی هم مرکزته ندی استولی بلکه د ټولونه غټ اقدام یی دادی چه د معاشاتو پوښتنه وکړی اوبیایی د معاشاتو د تقسیم په وخت کی ښوونکي د فشارلاندی ونیسي چه ته خو معاش په کوراخلی نو زمونږ برخه هم پکی وکه اوبس.نو مونږ دکندزولایت د پوهنی د ریاست اوبیا د پوهنی وزارت د مسوؤلینو نه دا غوشتنه لرو چه په یاده ولسوالی کی په چارواکو زورراوړي ترڅو د اربکیانو پوستی د ښونځیو د ساحی نه لری کړی اود ولسوالی د پوهنی مدیریت ته دنده وسپاری ترڅو تړلی ښونځي بیرته فعال او ښوونکي مجبورکړی ترڅو خپلو صنفونو ته حاضرشي او پوهنه بیرته خپل عادی حالت ته راورګرځی او که چرته داسي دوام پیداکړی نوداکاربه د مخالیفینو لیکی نوری هم پیاوړی اوبدبختی به لازیاته کړي. د یوباثباته اوپه پوهنه روښانه افغانستان په هیله