د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوه جهادي مشران او بېلابېل درېځونه

محمد رفیع واکمن 22.09.2012 11:35

افغانستان یو اسلامي هېواد دی او خلک یې هم پر اسلام او اسلامي مشرانو کلکه عقیده او باور لري او د دوی خبرې منی او ټېنګې یې په زړه کېنې او عمل پرې کوي.
دا چې د څو کلونو راهیسې د افغانستان بې ګناه خلک په بمباریو، چاودنو، د سړک غاړې بمونو، ځان وژونکو حملو او داسې نوروله لارې وژل کېږي، ټپیان کېږي او معیوبېږي او ډېری کورنۍ در په دره او د ژوند له راز راز ستونزو سره مخامخ دي.
جهادي رهبر ښاغلی حکمیتار صیب چې د افغانستان د دولت او نړیوالې ټولنې سره سخت مخالفت لري او غواړي چې نړیوال ځواکونه دې ژر تر ژره د افغانستان له خاورې ووځي او څه موده مخکې د شمشاد نړیوال تلویزون سره یې مرکه لرله د ویاند د یوې پوښتنې چې ایا انتحاري حملې جواز لري او کنه وویل: هر هغه حمله یا عمل چې د دښمن صف کمزوری کړي روا دی.
یعنې انتحاري حملو ته یې جواز ورکړ او ځینې انتحاري حملې چې تر سره کېږي نو دوی یې مسوولیت هم مني.
بلې خوا ته یو بل جهادي رهبر او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی ښاغلی پروفیسور عبدالرب رسول سیاف بیا د ښاغلی شهید برهان الدین رباني د شهادت په لومړۍ تلین کې وویل:
زه ټولو علماو ته چلینج ورکوم که چا د انتحاري حملو لپاره یو کوچنۍ او ضیعف دلیل هم وړاندې کړ نو دې راړوي. بیا یې دخپلو خبرو دتاییدلپاره څو مشهور احادیث هم وړاندې کړل ، څو خلک داسې ګومان و نه کړي چې له ځانه یې وایي.
دلته څو پوښتنې را منځته کېږي:
لومړی دا چې دواړه جهادي او اسلامي رهبران دي او د انتحاري حملو په اړه دوه مختلفې نظرېې او مختلف دلیلونه وړاندې کوي؟
دوهم دا چې ولې جهادي رهبر او د کابل د خلکو استازی ښاغلی پروفیسور عبدالرب رسول سیاف ترکلنو چوپتیا وروسته د انتحاري حملو په هکله خلک له دغه عمل نه منع کوي او ورته لارښوونه کوي چې په هغې دنیا کې به مو ځای چېرې وي؟
درېیمه پوښتنه دا ده چې مسلمانان د دغو دوه جهادي او اسلامي رهبرانو کومې خبرې عملي کړي؟
افغانستان یو اسلامي هېواد دی او خلک یې هم په خپلې کلکې اسلامي عقیدې ولاړ دي او د خپلو مشرانو خبرې اوري او عملي کوي.
زموږ مشرانو او رهبرانو ته پکار ده چې د خپلو خلکو د حیا، ناموس، عزت، سر او د هغوي د خونديتوب لپاره لازمې او سمې اسلامي لارښوونې وکړي ترڅو د حساب او فیصلې په ورځ د خدای (ج) په نزد کې ددوی غاړه هم خلاصه وي.