بهرنیان د تخار ولایت د وروستیو تاوتریخوالو اصلي عاملین دي
28.05.2011 11:18په تخار کې دوه ورځې پر لپسې خونړۍ او تاوتریخوالي نه ډکې مظاهرې وشوې چې په پایله کې تر لسو زیات کسان ووژل شول او تر اتیا زیات ټپیان شول چې پکې ددې ښار عامو خلکو ته اقتصادي او مالي تاوانونه هم ورسېدل.
دا چې ولې ددې ولایت او ښار اوسېدونکي مجبور شول چې سړکونو ته را ووځي او په تاوتریخوالي لاس پورې کړي جوته ده چې هېڅوک بې قانونه، بې ځایه او په خپل سر تېری نه شي زغملی او د بهرنیو ځواکونو له خوا همداسې بې قانونه او بې پوښتنې او په خپل سر بې ځایه تېری ددغې ولایت پر یوې کورنۍ شوې ده چې پایله کې د یوې کورنۍ درې غړي او یو میلمه شهیدان شول.
که حقیقت ته ځیر شو، نو دغسې په خپلسر او بې قانونه عملیات بهرنیان په لوی لاس عمداٌ او قصداٌ کوي چې د خلکو په اند لاندې څو لاملونه لري.
۱. یو لامل یې دا دی چې د دولت او خلکو تر منځ واټن نور هم پسې زیات کړي او داسې وښیي چې دولت له دوی سره په داسې بې ځایه او ناقانونه عملیاتو کې هم غږی دی چې هېڅ راز حقیقت ځکه نلري چې د افغانستان د دولت او بهرنیانو تر منځ دغسې ناقانونه عملیاتو او په خپلسر وژنو تل لوي اختلافات او ناندرې جوړې کړي دي.
۲. بهرنیان په لوي لاس کوښښ کوي چې داسې جوته کړي چې ګواکې دولت بې حده ډېر زیات کمزوری دی او نه شي کولای چې امنیت راولي، نو ځکه دوی ته افغانان باید د پوځي اډو د جوړولو اجازه ورکړي چې افغان ملت به هېڅکله هم داسې پوځي اډو د جوړولو اجازه ور نه کړي چې هره شپه پر دوي ناقانونه عملیات، چاپي او وژنې تر سره کړي.
۳. دا چې د افغانستان د تجزیې پلان د ډېر پخوا راهیسې د بهرنیانو یو شوم او کرغېړن پلان دی، نو د افغانستان په پښتون مېشتو سېمو کې خو ددوی له خوا د جنګ، جګړو اور بل شوی دی، اوس غواړي چې په هغه ځایونو کې چې امنیت ښه دی یا خلک د سولې ژوند خوښوي ددوی په سیمو کې د جنګ، جګړو او وژنو اورنه بل کړي چې د هېواد د تجزیې لپاره ددوی دغه خوبونه به تر سره شي، مګر د افغانستان جغرافیوي موقعیت او د افغانانو غیرت، ننګ او قرباني به ددوی خوبونه هېڅکله هم پوره کولو ته پرنېږدي او هېڅ چا ته به اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد تجزیه کړي، بلکې برعکس چا چې پر دې هېواد تېری او تجاوز کړی او پر دغې بې وسې او غم ځپلي ملت ناقانونه او په خپلسر ظلم، ستم او نارواوې کړي دي هغوی خپله ټوټه، ټوټه شوي دي، چې بېلګه یې ټولې نړۍ ته معلومه ده.
۴. بل لامل یې هغه پر قدرت او څوکۍ مین ځینې قومي مشران، سیمیز مشران او د هېواد نور مشران او وسلوال دي چې په غیر قانوني توګه د افغانستان دولت ته سرخوږی او امنیتي ستونزې جوړې وي او خلکو ته په لوی لاس ځاني او مالي زیانونه اړوي، ترڅو دوی له خپلو بادارانو څخه ډېرې پیسې او امتیازات تر لاسه کړي او د افغانستان د دولت پر ضد عام وګړي را پاروي تر څو دوی خپلو شومو او ناروا اهدافو ته ورسېږي، مګر خدای دې وکړي چې افغان ولس داسې بې شرمه، مادیات پرست او ددې خاورې اصلي دښمنان وپېژني او دوی ته دا وخت ور نه کړي چې ددوی سوله یزې مظاهرې، ارامه او هوسا ژوند په تاوتریخوالي او وژونو او ټپي کولو باندې واړوي، ځکه لومړی خلک سوله یزې مظاهرو ته را وتلې و چې ځینو فرصت غوښتونکو دغې مظاهرې په تاوتریخوالي واړوله چې دوه ورځې یې دوام وکړ.
دا چې د بهرنیانو دغسې غیر قانوني چاپې او وژنې په ډېریو ولایاتو کې او هره ورځ او هره شپه او هر وختي چې د دوی زړه وغواړي کوې یې، نو هیله ده چې ددغسې پاڅونو ځینې عبرت او درس واخلي، ځکه که چېرې دا لړۍ همداسې روانه و اوسي، نو اخر به خلک په تنګ شي او د سپڅلي جهاد اعلان به وکړي چې بیا به مخه یې په اتوم او عام وژنو هم ونه نیول شي.
تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د تخار ولایت چارواکو او مسوولینو په دغه برخه کې ډېر زیاته بې کفایتي او ناراستي کړې ده، ځکه چې که دوی ښه امنیت نیولای وای او هېچاته یې د تاوتریخوالي اجازه نه وای ورکړې، نو داسې ناورین به پېښ شوای نه واي، دا ځکه چې که په لومړۍ ورځ هر څه وه تېر شول، مګر پر دوهمه ورځ چې د سهار پر اتو بجو یو ځل بیا پیل شول چې حتا د امنییه قومندانۍ ځینې برخو ته اور واچول شو او ویل کېږي چې پر ولایت هم یرغل وشو، نو په دې ځای کې د تخار ولایت ټول مسوولین او چارواکي ګرم او ملامته دی، حتا د شمال زون ۳۰۳ پامیر مسوولین هم دغې موضوع ته په جدي توګه ونه کتل او په کراره یې خپل خوبونه کول، دوی ته پکار وه چې تخار ته راغلي و او ددې ولایت له ناراستي چارواکو سره مرسته کړای وای چې دغسې تاوتریخوالی نه وای را پېښ شوای.
دې سره د افغانستان دولت ته پکار ده چې غلی پاتې نه شي، خپلو امنیتي چارواکو او مسوولینو ته په جدي توګه لارښوونه وکړي تر څو دغسې فرصت غوښتونکي چې تاوتریخوالي او امنیتي وضعه خرابوي، پیدا او په عام محضر کې ورته سزا ور کړي که داسې کار ونه کړي، نو فرصت غوښتونکې به لا پسې غښتلي شي او په ټول هېواد کې به یو لوي ناورین را منځته کړي چې بیا مخنیوی به یې ناشونې وي.
بهرنیانو ته دا وړاندیز کوم چې که دوی په خپلسر داسې خپلو غیر قانوني، په خپلسر چاپو، ړاندو بمباریو، وژلو او ټپي کولو او نورو غیر انساني او اسلامي کارونه ته دوام ورکړي، نو لېرې نه ده چې افغانان به په ملي قیام او جهاد لاس پورې کړي چې بیا نه ددوی توپ او ټانک او نه د هوایي جهازونو به څوک پروا وکړي.
عامو خلکو ته زما دا غوښتنه ده چې ددغسې خپل سر عملیاتو او چاپو پر ضد باید تل د خپلو مظاهرو او غوښتنو ته دوام ورکړي مګر په سوله یزه او د امن په فضا کې ځکه په اسلام کې نورو ته بې ځایه او به غیر له کوم قانوني دلیله مالي او ځاني زیان و نه رسوي ځکه که دوی په لوی لاس عام خلکو ته مالي او ځاني زیان رسوي دا خپله جرم دی چې د سزا وړ دی، مګر دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او مونږ شکر الحمدالله مسلمانان یو، نو باید له اسلامي پولې وانه وړو.

