د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار والي ځان او که ننګرهاریان ساتي؟

محمد رفیع واکمن 14.05.2011 15:21

دا چې د ننګرهار ولایت او د جلال اباد ښار د هېواد له مهمو تجارتي ولایتونو او ښارونو ځینې شمېرل کېږي چې یو شمېر زیاتو پانګوالو او هېوادوالو دېته زړه ښه کړی چې په دغه ښار کې یو څه پانګه اچونه وکړي او د خپلو هېوادوالو لپاره تر خپلې وسې پورې خدمت وکړي.
په دغه ولایت کې ډېری کورنۍ او بهرنۍ موسسات او شرکتونه هم فعالیت کوي او یو شمېر زیات هېوادوال پکې په مختلفو دندو بوخت دي او په ټولېزه توګه ښوونه او روزنه، روغتیا، کرنه او مالداري او نورو ډېر اړین کارونه پر مخ روان دي.
د څه مودې راهسې دغه سولې ښار په یوه سیاحتي او تفریحي مرکز بدل شوی و چې یو شمېر زیات هېوادوال د کابل او نورو ویالاتونو څخه دغه ښار ته د مېلې، چکر، سیل او د ارامتیا لپاره راتلل او خپل وخت به یې په خوشحالۍ او ارامتیا باندې تېروله او داسې نور....
مګر تاسې ټولو ګرانو لوستونکو ته معلومه ده چې ددغه ولایت امنیتي وضعه د څه مودې راهسې ډېره خرابه شوې ده، خصوصا د ننګرهار خلک وایي چې د نوي امنیې قومندان له راتګ او د زوړ والي صاحب د نه پاملرنې سره بیا دغه ارام، د سیاحت او تفریحې، سیل او چکر او تجارتي ښار او ولایت په ناامنه، د بمونو په چودنه، انتحاري حملو، په رڼا ورځ په ډلېزه توګه د حملو او ولایت ته څېرمه د خلکو په وژلو او ټپي کولو ولایت او ښار باندې بدل شوی دی.
که تاسې د جلال اباد ښار له هټۍ والو ځینې د هغوي د تېرو او اوسنیو کاروبارونو په اړه وپوښتۍ نو درته به غمجن او سوړ اسویلې سره ووایې د ډېر خراب او ناوړه کاروبار شکایتونه وکړي، یو دوکاندار وویلې: پخوا امنیت ښه و کاروبار او دوکانداري مو ډېر ښه پر مخ تلو، مګر دا څو میاشتې کېږي چې بېخې خراب شوی دی حتی که دا حالت داسې روان وي، نو د دوکان کرایه به هم پر مونږ بوج شي.
تېره اونۍ زما یو دوست را ته وویلې خبر شوی دی او کنه؟ زه حیران شوم چې څه خبره ده هغه وویلې: د څو ورځو راهسې د ننګرهار ولایت د جلال اباد شاهي ماڼۍ یا د ولایت مقام ته تلوونکې لارې بندې او حتا ورڅخه څو امنیتي کمربندونه تاو شوي، چې که څوک ولایت ته د کوم کار لپاره ځي، نو باید په هر هغه کمربند کې چې امنیتي ځواکونه یې د امنیت نیولو دنده پر غاړه لري باید کلک تلاشي ورکړي خصوصا که له چا سره لپ ټاپ کمپیوټر یا موبایل او یا نور برېښنایي وسایل وي باید د هر کمربند له تېرېدو څخه وروسته روښانه او چک شي چې ډېر وخت پکې ضایعې کېږي او د یو کمربند عدم اعتبار پر بل کمربند ثابتوي او حتا ددغه کمبربند یا لارو امنیتي ځواکونه هر ورځ بدلې او پر ځای نوي کسان ګمارل کېږي.
په جلال اباد کې خلکو وايي چې د دولت مخالفینو ګواښ کړی چې د ننګرهار پر شاهي ماڼۍ او د ولایت پر مقام به حمله وکړي، نو ځکه دغه امنیتي کمبربند ور څخه تاوي شوی چې د والي صاحب ځان په خطر کې دی.
پوښتنه دلته دا را پیدا کېږي چې د ننګرهار ولایت والي صاحب ځان او که د ننګرهاریانو د ساتنې مسوولیت او دنده لري؟
ځکه که د دولت مخالفین پر ولایت د حملې او بریدنو ګواښ کړی، نو والي صاحب باید خپل امنیتي ټیم ته یوازې د ولایت د مقام د ټینګ امنیت د نیولو لپاره امر ونه کړي بلکې لومړي سرحدونو کې کلک امنیت ونیول شي، بیا د ننګرهار ولسوالیو کې هم همداشان ټینګ امنیت ونیول شي او بیا دې جلال اباد ته تلوونکې څلورو دروازو کې ښه او کلک امنیتي تدابیر ونیسي، تر څو حمله کوونکو او برېد کوونکو مخه نیوی وشي.
مګر د افسوس خبره دا ده چې د ننګرهار والي صاحب د ځان د ساتلو لپاره خو کلک او ټینګ امنیتي تدابیر نیولي، خو د ننګرهاریانو او د جلال اباد ښاریانو د امنیت د نیولو لپاره داسې کلک امنیت نه دی نیول لکه چې د ولایت مقام لپاره یې نیولي دی.
په داسې حال کې د هېواد چارواکي خصوصا د ننګرهار ولایت مسوولین چې په لومړۍ قدم کې ټول امنیتي ادارې د والي صاحب په مشرۍ ددغې ولایت او ښار د ټینګ امنیت نیولو مسوولیت او دنده لري او شپه او ورځ باید د خلکو د سر، مال، عزت او ناموس ساتنه خپله لومړنۍ دنده او وجیبه وګڼي.
د ننګرهار ښاغلی والي صاحب چې د بیا رغوونې اتل او د بیلدوزر لقب یې خپل کړی و، د ننګرهار ولایت د اوسېدونکو د تود هر کلي سره مخ شو، او دی هم په پیل کې د جلال اباد ښار د بیا روغوونې او امنیت لپاره ښه او عالي تدابیر ونیول، او د جلال اباد ښار بڼې او شکل ته ابادي او بیا سمسورتیا ور په برخه کړه او په اوله کې د بیا روغوونې او جوړونې کار ته یې ښه پونده وکړې وه، خو افسوس چې ډېره موده کېږي چې د بیارغوونې او جوړونې کارونه او پروژې په کندۍ او تقریباٌ درېدلې حالت کې دی او د ننګرهار حالت د ښه نه بدتر حالت ته په تېزۍ سره روان دی.
چې څه موده مخکې د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو، سپین ږېږو او نورو د ننګرهار والي صاحب او د هغه د کمزورې امنیتي او اداري ټیم له ګوښه کولو او له خپلو دندو د لېرې کولو پر ضد خپل غږ چې لامل یې کېدای شي یو څه شخصي ګټې هم وې پورته کړل او ددې ولایت پر کمزورې او کمزورې ادارې او امنیتي مدیریت باندې کلکې نېوکې وکړي چې ان خبره د هېواد ښاغلي ولسمشر ته هم ورسېده، چې پایله یې د دغې والي صاحب پر دنده پاتې کېدو او خپل کار ته د دوام ورکولو باندې پای ته ورسېده.
د هېواد مشرتابه یو ځل بیا یو ښه چانس ددغه ولایت ښاغلي والي او د هغه کاري ټیم ته ورکړ، مګر د ننګرهار ښاغلي والي صاحب ددې ښار د بیا روغونې او امنیت لپاره یو ښه پلان جوړ نکړ تر څو ددې ولایت خلک بېرته خپل عادي او هوسا ژوند ته دوام ورکړی، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره ددغې ولایت امنیت او وضعه د خرابېدو پر مخ روان دي او په دغه ښار کې چودنې او مرګونه اوس یو عادي شي ګرځېدلی دی.
د ننګرهار خلک وایي چې د نوي امنیه قومندان له راتګ سره ددغه ولایت او ښار امنیت پر بل مخ اوښتی او د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي او نوی امنییه قومندان صاحب ددې ولایت او ښار د امنیت په نیولو او ټینګولو کې پاتې راغلی دی یا دې له دغې دندې نه استعفی وکړي او یا دې خپله دنده په سمه توګه پرمخ یوسي.
ځکه ددغې امنیې قومندان له راتګه مخکې امنیتي حالت ډېر ښه و، حتا په هغه وخت کې سرپرستانو تر دې ښه امنیت نیولي و.
خو ننګرهاریان داسې وایي چې ددغې ولایت والي صاحب یوازې خپل ځان ساتي او د ننګرهاریانو د ساتلو لپاره نه کوم ځانګړي امنیتي پلان او تدابیر لري او نه ددغې ولایت د امنیتي وضعې د ښه کېدو لپاره مناسب هلې ځلې کوي ترڅو دغه ولایت او ښار بېرته خپل عادی حالت ته را وګرځي.
د افغانستان ولس د هېواد له ښاغلي مشرتابه او د کورنیو چارو له وزیر او نورو اړوندو مسولینو څخه په کلکه غوښتنه کوي تر څو ددغسې ولایاتو د کمزوریو واليانو، امنیه قومندانانو او نورو د بدلون په اړه جدی ګامونه پورته کړي او خپل ولس ته د نوي صادقه، مخلصه، دیانت داره، مسولیت مننونکي، خدمت کوونکي او... شخصیتونو په دغه لوړو دندو ګمارلو سره دوی ته د هوسا او خوشحاله ژوند ډاډ ور کړي.