د غزني ، لغمان،پکتیا پېښو ته یوه کتنه
11.07.2012 16:54له څه مودې را په دې خوا په رسنیو کې د پورته یادشوو ولایتونو د ځینو سیمو د اوسېدونکو پاڅون د طالبانو د جهالت په وړاندې د ورځې تاودې خبرې ګرځېدلي .
ډېری کتونکي او سیاسي څېړونکي دې پېښو ته د ولسي پاڅون نوم ورکوي . خو زه دې پېښو ته په بله سترګه ګورم . ولسي پاڅون ځما په اند د طالبانو لخوا په 2001 کې د اشغالګرو په وړاندې د ولس په ملاتړ پېل شو دغه پاڅون د وخت په تېرېدو سره لکه د جهاد په شان د i.s.i په لومه کې بند پاته شو . د طالبانو ټول کړه وړه اوس د افغان په لاس نه بلکه د پنجاب په لاس اداره کېږي . او هغه طالب مشران چې ځان ته مستقل افغاني دريځ غوره کوي د پاکستان لخوا ترور یا زنداني کېږي . د ښونځیو او د بیادانولو د کارونو په وړاندې تخریبي فعالیت دا د افغان طالب مشرانو کار نه دی دا په دې وطن کې د اووه ګونو خبیثانو له وخته راپاته میراث دی چې هغه وخت هم پنجاب دا کارونه په خپلو افغاني امیرانو او اتلانو تر سره کول او دا مظلوم ولس هیڅ پاڅون نشو کولای . پورته یادونو ته په کتو سره داسې معلومېږي چې دا پاڅونونه د اشغالګرو د لوبې نوې برخې دي . طالب او مجاهد نور په پخوانۍ څېره نه د پاکستان د ګټو او نه هم د افغانستان ولس ته د منلو دي . د طالب د جنګي ماشین په وړاندې د ڼړۍ 43 هېوادونه مات شول ایا دا امکان لري چې د یوې سیمې اوسېدونکي دې په ساده جنګي افزارو د طالب مقاومت مات کړي ؟ ایا دا پاڅون به د دوو قوتونو تر منځ یعنې دولت او طالب تر منځ چې کاملا سره نه پخلاکېدونکي دي د بقا او پراخېدو وړتیا ولري ؟ ددې پاڅون مؤخه څه ده ؟ د طالب څخه خلاصون او امریکایانو ته تسلېمېدل ؟ که د دواړو په وړاندې مقاومت ؟چې ماته منطقي نه ښکاري . امریکا کومه سناریو چې د طالب او مجاهد په نوم د افغانستان د نیواک لپاره جوړه کړې وه هغه ختمه کړه او خپل د ستراتېژې نوي پړاو ته قدم اخلي . په یادو سیمو کې ددې پېښو تر شا معلومېږي چې د مجاهدو او طالبانو ځني افغاني څېرې د امریکا تر پټې څارنې لاندې لاس لري او امریکا غواړي چې تر 2014 پورې ظاهرا داسې څېرې ډګر ته راوباسي چې د ولس له اعتبار څخه برخمن او امریکا ته ژمن اوسي . دا ځل امریکا دداسې یو حرکت په جوړولو لاس پورې کوي چې اداره يي مستقیما د امریکا په لاس کې وي نه د پاکستان . دا حرکتونه د پاکستان د دومخو سیاستو په وړاندې نیغ په نیغه له سپينې ماڼې څخه رهبري کېږي او ددې حرکت په زریعه د پاکستان لاس د افقانستان څخه قطع کېږي ،پاکستان نور د امریکې لپاره د منلو نه دی. افغانان باید په یو ټکي ښه وپوهېږي چې د نیواک په شرایطو کې د ملي پاڅون ،ملي قیادت او دا شان نورو خبرو ځای نشته که چېرې موجود هم اوسي ښکیلاګر هغه په نطفه کې له منځه وړي زمونږ افغانانو یو تېروتنه دا ده چې ځان او بل ته د 18 پېړې په سترګه ګورو په داسې حال کې چې وضیعت بل شان دی . امریکا دا څو کاله ونشول کولای چې پاکستان د ورانکارو له رهبري کولو اوساتلو څخه منع کړي اوس غواړي چې د افغانستان د پښتنو پواسط پاکستاني طالب اجیر وټکوي او ځان د پاکستان له شره خلاص کړي زه فکر کوم چې دا به ددې پاڅونو مؤخې وي .

