د نباتاتو د مقاومت فیزیالوژیک بنسټ (لمړۍ برخه)
02.09.2011 21:05لمړۍ برخه
د نباتاتو د مقاومت فیزیالوژیک بنسټ
په وروستیو کلونو کې د ځمکې پر مخ د هوا اقلیمی شرایط ، د اتموسفېر د ککړتیا او د اقلیم د سکلیکو بدلونو له وجې مخ په خرابېدو دي . زموږ په هېواد کې د کرنیزو نباتاتو کرهنه په اقلیمي راز راز شرایطو کې تر سره کېږي . ډېری وختونه دا شرایط په نا مطلوب (د تودوخې ټیټېدل او جګېدل ، د اوبو او اکسیجن نه بسنه، د مالګو کمښت او نور ) ډول رامنځ کېږي ، چې د حاصل د کمېدو او ځنې وخت د هغو د مړینې سبب ګرځي ، نو له همدې وجې د نباتاتو د مقاومت د لوړولو پوښتنې د نن ورځې د غوښتنو په سر لیک کې ځان ته ځای موندلی . د نبات دارۍ د شدت نه په ډکو شرایطو کې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د نباتي ډولونو (سورتونو) د مقاومت ټیټېدونکې بهیر تر سترګو کېږي . دداسې شرایطو جوړول چې په هغه کې د مونوکلچر د کرنې څخه د ډېر حاصل تر لاسه کول او د سلکشن په اساس د پوپولېشن د فېنو او جینو ټیپونو برابرول مؤخه ګرځېدلې وي د کرنیزو نباتاتو د دفاعي سیستم د کمزورۍ سبب ګرځي چې په پایله کې د هغو مقاومت را ټیټېږي . د چاپېریال د ناوړو پېښو په وړاندې د کرنیزو نباتاتو د زغم قابلیت ،هغه ځانګړې نښه ده ، چې د هغه له وجې د نباتاتو په ودې او حاصل ورکونه کې د پام وړ کمښت نه تر سترګو کېږي
ډېری پوهانو ( ن.ا. ماکسیموف ، و.پ. زالېنسکي ، پ.ا. ګېنکل او نورو) د مقاومت په څرګندولو کې خپل پام د نباتاتو یاد شوي قابلیت ته راګرځولې .په اوسني وخت کې ځانګړې پاملرنه د لوړ مقاومت لرونکو سورتونو دودولو ته شوې ده . دا کار په ټولو برخو او په همدا شان د جېن پېژندې په برخه کې ،کوم چې د نباتاتو مقاومت ( resistance ) څرګندوي تر سره کېږي . په اوسني وخت کې يو شمېر ترانسجېنونه (transgene) تر لاسه شوي چې د واېروسي مېکروبونو ، Herbicide ( ګیاه وژونکي) او د حشرو په وړاندې مقاوم دي.
دا مهال د داسې نباتاتو د پېدا کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي چې د ابیوتیکو فاکتورونو ( وچکالۍ ، مالګینتوب ، oxidative stress) په وړاندې د مقاومت د نښو لرونکي وي . د هغو د ټاکلو يا سلکشن لپاره د فیزیالوژیکي نښو پېژندنه ،کوم چې د نباتاتو مقاومت او همداشان دهغو دانطباق قابلیت څرګندوي مهمه شمېرل کېږي . د چاپېریال د شرایطو سره د ارګانیزم د جوړښت او دندو د جریان عادت ته انطباق ( adaptation ) وايي . انطباق د لاندې ډول ډول میکانیزمونو په مرسته تر سره کېږي :
جېنیتکي
بیوشیمیکي
فیزیالوژیکې
مارفو اناتومیکي او نور
د نباتاتو د مقاومت د فیزیالوژیکو بنسټو پوهه موږ ته د ا اجازه را کوي تر څو داسې لارې چارې چې له یوې خوا د نبات د مقاومت نښې ارزولې وشي او له بلې خوا د اسې تخنیک چې د مقاومت په لوړولو( Hardening of plants د نبات کلکېدل ) کې مرسته کوي وکارو. د نباتاتو د ناروغیو په وړاندې د مبارزي په ټولو برخو کې لازمه ده چې د هغو د منځ ته راتګ فیزیالوژیکې وجې وپېژنو.
ژوندي سیستمونه د مقاومت د کمبینېشن د عجیبو خواصو درلودونکي دي دا په دې معنی چې د چاپېریال د بدلېدونکو شرایطو په وړاندې نسبتا پایدار (homeostasis ) او د دي شرایطو سره د تطابق په وړاندې متحرک دي. په نباتاتو کې د ډول ډول ناوړو فکتورنو د عمل له وجې معمولا یو ځانګړی حالت رامنځ ته کېږي چې د تشنج (stress) په نامه یادېږي .
پدې برخه کې :
بوج (stress ) او دهغه فیزیا لوژیک بنسټ . اختصاصي او غېر اختصاصي ریاکشن
د اکسیجن اکتیف ډولونه اود انتي اکسیداني دفاع سیستم
د وچکالۍ په وړاندې مقاومت :
د اوبو د کمښت اغېزه پر نبات
د وجکالۍ به وړاندې د مقاومو نباتاتو فیزیا لوژیکې ځانګړنې
د اوبونې فیزیالوژیک بنسټ
د لوړې تودوخې په وړاندې د نباتاتو مقاومت
د ټیټې تودوخې په وړاندې د نباتاتو مقاومت
cold resistance of plants د ساړو په وړاندې مقاوم نباتات
Frost Plant د کنګل په وړاندې مقاوم نباتات :
د نبات د مړینې وجه د کنګل کېدو له وجې
د نباتاتو کلکېدنه Hardening of plants
Winter hardiness of plants د ژمي په وړاندې د نباتاتو مقاومت
د مالګینتوب په وړاندې د نباتاتو مقاومت :
د مالګې دکمښت اغېزه پر نبات باندې
د مالګې په وړاندې د نبات د مقاومت فیزیالوژیکي ځانګړنې
د نباتاتو مقاومت د flooding په وړاندې. پر نباتاتو د اکسیجن د کمښت او یا نشتون اغېزه
(Stress) او دهغه فیزیالوژیک بنسټ
اختصاصي او غېر اختصاصي تعاملات
د ا سترس تیوري د Hans Selye لخوا وړاندې شوه دا یوه انګلیسی کلیمه ده چې د تشنج معنې لري او د طبي علومو څخه د نباتاتو فيزیالوژي ته راننوتې ده . دا مهال په علمي ادبیاتو کې د سترس ډول ډول نومونه کارول کېږي :
اقلیمي استرس
د اوبواسترس
ازموتیک ا سترس
د تودوخې ا سترس
اېکولوژیک ا سترس
سمه به وي هغه بهرني فاکتورونه چي په یو بیولوژیکي سیستم عمل کوي او ا سترس منځ ته راوړي د ا سترسور stressor په نوم یاد کړو او خپله سترس ته د هغو په وړاندې د ارګانیزم د جواب ورکونکي حالت په سترګه وګورو . د بېلګې په توګه « دتودوخې استرسور» ، «ازموتیک استرسور» او داسې نور .
اساساً د استرسوردعمل په وړاندي عکس العمل يو انطباقي اهمیت لري چې د Selye له خوا«د انطباق عمومي سیندروم »په نامه یاد شوي خو خنې وخت کېداشی پتالوژیکه بڼه و لري . هغه په خپلو وروستیو څېړنو کې د « استرس »او « د انطباق عمومي سیندروم» نومونه سره ګډ او د Selye د مترادف په نامه يي ونومول(1982).
د ناوړه فاکتورونو د عمل په وړاندې د نباتاتو ریاکشن د درې مرحلو لرونکې دی :
1) لمړنی استرسي ریاکشن(Alarm زنګ ـ د سلي د مترادف synonyms (Selye) په حساب )
2) انطباق adaptation ( مقاومت resistance- د سلي د مترادف synonyms (Selye)په حساب )
3) Depletion
په لمړۍ مرحله کې د نباتاتو په فیزیالوژیکو ـ بیوشیمي جریاناتو کې یولړ بدلونونه د symptoms of damage په شان او همدا ډول دفاعي ریاکشن تر سترګو کېږي. ددفاعي ریاکشن ارزښت په دې کې دی چې هغه د ضرر damage په برطرفولو کې ونډه اخلي . که چېرې نوموړې ضربې قوي وي نو ارګانیزم د Alarm د مرحلې په لمړیو ساعتو کې مري او که چېرې داسې پېښه نشوه نو ریاکشن دوهمې مرحلې ته تېریږي .
په دوهمه مرحله کې ارګانیزم یا خو د نو شرایطو سره انطباق کوی او یا خو د ضرر کچه پکې نوره هم لوړېږي .
د ناوړه شرایطو د اهسته انکشاف په صورت کې ارګانیزم د هغو سره په اسانه توګه ځان عادتوي . د انطباق د مرحلې د ختمېدو وروسته نباتات په ناوړه شرایطو کې په عادت شوي ډول خپلې نورمالې ودې ته په ټیټه کچه د عمومي جریاناتو کې ادامه ورکوي . د ضرر په مرحله
(Depletion,loos of ) کې هایدرولیکي جریانات پیاوړي ، انرژي تولیدونکي او ترکیبي تعا ملات ځپل کېږي او homeostasis له منځه ځي . homeostasis ( په لاتیني کې homois ـ ورته ، یوډ ول او stasis ــ نه خوځېدونکې ،حالت ته وايي) . homeostasis ــ د بیولوژیکي سیستم هغه ځانګړتیا ته وايي چې، کولاې شي د خپلو پارامترونو دجوړښت او دندو نسبي دینامیک ثبات وساتي .
دارګانیزم لپاره د استرس له حد وتلي ځواکمن فشار د نبات د مړینې سبب ګرځي . د استرس د فاکتورونو د عمل په ختمېد و او د چاپېریال د شرایطو په نورمالېدو سره د بېرته جوړېدو یعنی د ضرر د برطرفېدو جریان را منځ ته کېږي . انطباقي جریان ( انطباق په پراخ مفهوم) چې په مداوم ډول تر سره کېږي ، د بهرني چاپېریال د فاکتورونو د نوساني بدولون په چوکاټ کې ارګانیزم عیاروي . د چاپېریال د شرایطو د ډېر ناببره انحراف په صورت کې د انطباقي ریاکشن د عاجل تجهیز ضرورت رامنځ ته کېږي . په دې ډول کولای شو ووایو چې ، د استرس ریاکشن د ارګانیزم په انطباق کې ډېر ستر رول لوبوي . په ټولیز ډول د نباتاتو ریاکشن د بدلېدونکو شرایطو په وړاندې د بیوشیمیکي او فیزیالوژیکی کمپلکسو جریاناتو د بدلون سره مل وي . د دې بدلونونه بڼه کېدای شي د اختصاصي او یا غېر اختصاصي ځانګړتیا لرونکي وي . د بېلابېلو استرسورونو او په همدا شان دبېلابېلو ارګانیزمونو د ورته استرس فاکتورو د عمل په وړاندې یو ډول ریاکشن ته غېر اختصاصي ریاکشن وایی . اختصاصي ریاکشن چې یو ځوابي ریاکشن دی په کېفي لحاظ د جینوټیپ او فاکتورونو سره په تړاو کې فرق لري .
د انطباقي ریاکشن د اختصاصيت او غېر اختصاصيت مفاهیم په لاندی صورتو کې کارول کېږي :
1) د ارګانیزم ( ډول ،سورت ) او بېلابېلو استرسورونو تر منځ د انډول په څرګندولو کې
2) د بېلابېلو ارګانیزمونو( ډولونو،سورتونو) د ریاکشن ځانګړتیا د یو ډول ورته استرسور په وړاندې
په دا ډول کولای شو ووایو چې : د نباتاتو د عکس العمل ځانګړنه د بېلابېلو فاکتورونو په وړاندې غېر اختصاصي ریاکشن ،چې د هر ډول ناوړه شرایطو د اغېزې لاندې منځ ته راځي او اختصاصي ریاکشن چې د اغېزو د ځانګړتیا سره تړاو لري په ځان کې رانغښتي دي .
د استرسورونو د عمل په وړاندې د حجرو تر ټولو مهم غېر اختصاصي ریاکشن د ځانګړو پروتینو د سنتز څخه عبارت دی . په 1980ــ1990 کالونو کې یو لړ دغه ځانګړي پروتینونه چې د استرس سره تړاو لري و پېژندل شول . پېژندل شوي داسې جینونه چې پروتینونه په رمزي ډول ترتیبوي او ښېي چې استرس د یو لړ جینونو د یو ځای کېدو (القا) ښودونکی عمل دی او دا مونږ ته را په ګوته کوي چې کوم جینونه د مفاومت (resistance ) په وړاندې ځواب ورکونکي دي .
استرسي پروتینونه په نباتاتو کې د بېلا بېلو عملونو ( anaerobiosis ، د تودوخې ټیټه او جګه درجه ، د اوبو کموالی ، د مالګو لوړ غلیظیت ، د درنو فلزاتو اغېزه ، ضرر رسونکي ، ماورا بنفش وړانګې ) د عکس العمل په پايله کې سنتز کېږي . په اوسني وخت کې څرګنده شوې چې، د هر استرس سره سم د عامو پروتینو تر څنګ د هر یو لپاره ځانګړی پروتین سنتز کېږي . استرسي پروتینونه يو ډول نه دي هغوۍ په دوه ګروپو ویشل کېږي چې یو يي د لوړ مالیکولي وزن او بل يي د ټيټ مالیکولي وزن پروتین نومېږي .
د یوشان مالیکولي کتلې پروتینونه د بېلا بېلو پولي پېپتیدو (polypeptide) په شان څرګند ېږي . دا په دې دلیل چې هر یو د دې پروتیني ګروپو څخه د یو جین نه ، بلکه د کورنۍ د نيژدې جینو رمزونکي دي . د پروتینو د سنتز د سرته رسېدو څخه وروسته کېدای شي ډول ډول بدلونونه رامنځ ته شي د بېلګې په ډول د فسفوریلېشن بېرته ګرځېدونکی (reversible phosphorylation )عمل .
په نباتاتو کې د استرسي پروتینونو دفاعي رول د حجرو د مړینې د فکتورونو پواسط کله چې inhibitors د استرسور د عمل په دوران کې د پروتین سنتز ته ورداخليږي ښه تر سترګو کېږي . له بلې خوا د جین په جوړښت کې د پروتین سنتز ته زیان رسونکې بدلون د حجرو د مقاومت د ورکېدو سبب ګرځي . د فکتورونو د عمل د بدلون په پاېله کې د جحرو ژوند د استرسي پروګرام په لور درومي . دغه عمل د ژوند د انتظام په ډیرو مرحلو کې همزمان سرته رسېږي. د جینونو القا چې فعالیت یی د حجرو د ژوند لپاره په نورمالوشرایطو کې ځانګړی اهمیت لري په ټپه درېږي او د استرسي عکس العمل جینونو فعالېږي . د استرسي جینونو فعالیت د سیګنال مننې او مناسب سیګنالي ځنځیر له برکته سر ته رسېږي . په قوي ګمان ابیوتیک استرس فاکتونه (د مالګې کمښت ، د تودوخې جګېدل او داسې نور) په پلازمايي غشا کې رېسپتورونه فعالوي . هلته سیګنالي ځنځیر په فعالیت شروع کوي چي د بېلابېلو منځنیو موادو(intermediates) له طریقه لګه پروتینکېناز، فاسفوتاز د Transcription فکتورو په جوړولو بریالي کېږي . دا فکتورونه په هسته کې د اختصاصي promoters پواسط جینونه فعالوي . Factor Transcription ـــ د DNA د مایلکول څخه د RNA مالیکول ته د DNA د ځانګړو برخو پواسط د معلوماتو د لېږد کنترولونکو پروتینو ته دا اصطلاح کارول کېږي . نوموړي فکتورونه خپلې دندې یواځې په خپله او یا په کمپلکس ډول د نورو پروتینو سره په ګډه سر ته رسوي. Promoters ـــ د جین د جوړښت بنسټیزې برخې ته وايي . د استرسي ریاکشن سلسله په لاندې ډول ده :
stress-signal -> receptor in the plasmalemma -> signal chain in the cytosol -> transcription factor in the nucleus -> promoter is stress-induced genes -> mRNA -> protein -> protective role in plants.
په اوسني وخت کې د استرس زېږونکو جینو بېلابېل پروموترونه او همدا شان د بېلابېلو استرسورونو یو لړ تنظیمونکې sequence(لړۍ ) پېدا او څېړل شوې . sequence ـــ د بیوپولیمېر لمړنی ساده شکل ته وايي . د بېلګې په ډول د 6 نوکلئوتید لرونکي سګمنتونه پېدا کېدل چې د abscisic acid( ABA) پواسط او همدا شان د 9 نوکلئوتید لرونکو سګمنتونو پېدا کېدل چې د ازموتیک استرس پواسط فعالېږي . وېل کېږي یوه sequence(لړۍ) چې ځنې عناصر فعالوي وجود لري . په نباتي حجرو کې د ترانسکرپشن په کچه د بدلون له وجې 5 دقیقې وروسته د استرس د پېل څخه د RNA مالیکول ، چې استرسي پروتینونه په کودي ډول ترتیبوي را څرګندېږي . او په دې شان د پروتین د سنتز په اپارات کې هم بدلون رامنځ ته کېږي . ددې سره جوخت د نورمالو پروتینو سنتزونکي پوليزومونو(polysomes) تجزیه او د استرسي پروتینود سنتزونکو پولیزومونو جوړونه رامنځ ته کېږي .د دې سره سم په حجرو کې د نورمالو پروتینو د سنتز د عملیې سلوکېدل او بیا په ټپه درېدل او په همدا شان د پروتیني سنتز د اپارات د فعالیت بدلېدل د استرسي پروتینو پر سنتز تر سترګو کېږي . دا څرګنده شوې چې 15 دقیقې وروسته د تودوخې د استرس فکتور د عمل د پېل کېدو څخه په حجرو کې استرسي پروتینونه را څرکنزېږي . د هغو سنتز په زیاتېدونکي ډول خپل ما کسیموم حد ته رسېږي او وروسته بیا مخ په کمېدو ځي . د استرس فکتورونو د اغېزې وروسته د استرسي پروتینو سنتز ختم او د حجرو لپاره په نورمالو شرایطو کې د ځانګړو پروتینو سنتز بېرته رغول کېږي . پدې صورت کې د تودوخې په نورماله درجه کې د استرسي پروتینو د RNA مالیکول په چټکۍ سره تخریب او پروتینونه کولای شي د اوږد مهال لپاره ځان وساتي چې دا په خپله د تودوخې په وړاندې د حجرو د مقاومت د لوړ ساتلو تامینونکی عمل دی. د ناوړه عملونو په وړاندې تر ټولو مهم غېر اختصاصي ریاکشن عبارت دی د ممبران د ځانګړنې د بدلون څخه چې ، د هغه په جوړښت کې د بیا رغونې (rearrangements) سره تړاو لري . او دا تر ډېره حده په ليپیدونو پورې اړه لري . اوهمدا شان د بېلابېلو شحمي تېزابي ګروپو په انډول کې بدلونونه تر سترګو کېږي چې د هغه له وجې د نه اشباع کېدو(unsaturation) کچه بدلون مومي ، د لیپیدي پراکسیداسیون (LPO) کچه لوړېږي او د هغه تحرک کمېږي چې دا په خپل وار سره د ممبراني پروتینو پر دندو اغېزه کوي .
دوهمه برخه
په ممبرانونو کې جوړښتیز بدلون د Ca2+ د تړل شوو ایونو د ارادېدو سبب ګرځي . کلسیم د کروماتین د جوړښت په ساتنه ، په میتوکاندریا او کلوروپلاستونو کې د انزایمي فعالیت په تنظیمولو کې څرګند رول لوبوي .
په cytosol کې د کلسیم غلیظیت دومره لوړ ندی (10-5 - 10-8 M ) ، په داسی حال کې چې په apoplast او د هغه په غړو کې دا غلیظیت 103ـــ 104 ځله لوړ ښودل شوی . د استرسي عمل په پاېله کې د کلسیم جریان له اپوپلاست څخه په سیتوپلازم کې په زیاتېدونکی ډول لوړېږي او وروسته لدې کلسیم له سیتوپلازم څخه په وتلو شروع کوي .
د کلسیم په غلیظیت کې بدلون د اختصاصي ممبرانو د کانالونو او ترانسپورتي سیستمونو د چالانېدو او په همدا شان په حجرو کې د جوړښتیز بدلون د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي . د جوړښتیزو ممبرانو ورانېدل په میتابولیزم کې د ډېرو بدلونو د رامنځ ته کېدو سبب ګرځي :
1) ممبران د نفوذ قابلیت لوړېدل
2) په پلازمالېما کې د ممبراني پوتنسیال depolarization رامنځ ته کېدل
3) د рН د قېمت نیژدېوالی د تېرابی کېدو په لور
4) د H+ د فعالیت لوړېدل ـــ پمپېدل په پلازمالېما او تونوپلاست کې
5) د سیتوپلازم د سرښنا کتوب لوړېدل او د حجرو د ودې او ویش سلو کېدل .
د نباتاتو د ریاکشن مهمه ځانګرتیا د استرسي فکتورونو په وړاندی عبارت ده د انرژتیکو مواد د تبا دلې د پوتنسیال د بدلون څخه. میتوکاندریا د حجرې هغه اساسي غړی دی چې، دهغه پواسط حجره د ATP په انرژیتک اکویوالنت سمبالېږي . د استرس په وخت کې د تنفس سیتوکرومي لارې کمېږي ، د هغه الترناتیفي لارې د ترمینال اکسیداز AO سره چې د ATP په جوړښت کې ملتیا نه لري ډېرېږي او ددې سره جوخت د انرژیتیکو زېرمو کمښت رامنځ ته کېږي . په دې وخت کې استرس اضافي انرژتیکو اکویوالنتو ته ضرورت پېدا کوي. د ATP کارونه (مصرف) د سترکچر (جوړښت) د ساتنې او د موادو د تبادلې لپاره ، کوم چې د تنفس د لنډ وخت د فعالیت سره ملتیا لري ډېریږي . وروسته د استرسورونو د عمل په ځواکمنېدو سره د تنفس عملیه کمزورې او د ATP د جوړېدو (سنتز) او کارېدو (مصرف) انډول نور هم ورانېږي .
د هاېدرولیکو بهیرونو د فعالیت ډېرېدل د راز راز حفاظتي مرکباتو د راټولېدو سبب ګرځي د بېلګې په ډول لکه ټیټه مالیکولي فعاله ازموتیکه ماده پرولین . دا ماده (پرولین) د هاېدروفیلي (اوبه خوښونکو) کولویدونو colloidsد جوړولو قابلیت لري ، کوم چې اوبه تموي او پروتین د denaturation (د وچکالۍ ، مالګینتوب ، لوړې او ټيټې تودوخې) څخه ساتي . دلته لازمه ګڼل کېږي چې د نورو استرسي میتابولیتونو څخه چې د قندونو ، پولي امینو او betaines د جوړېدو په کمښت کې ونډه اخلې یادونه وکړو . پولې امینونه کولای شي د یخنۍ ، وچکالۍ او د مالګو د اغېزو په مخنیوي کې خبله دنده تر سره کړي . د دې مادې اصلي ځانګړتیا دا ده چې په اسانۍ سره د پولیمیرونو د منفي چارچ لرونکو ګروپو سره اړیکي ټینګوي . پولي امینونه په لاندی ډول عمل کوي :
1) د DNA ،,RNA او ریبوسوم ثبات زیاتوي
2) ممبرانونه با ثباته ساتي
3) د حجروي د يوالونو د lysis مخنیونه
بیتاینونه(betaines) لکه د امینو او امینو اسیدونو د مېتیل ایزه مشتقاتو په شان د مېتیل د ګروپ اساسي دونر ګڼل ګېږي .
مېتیلزه کېدل (Methylation) د DNA او نورو بین الجروي پولیمیرونو دنده ایز فعالیت بدلوي او د هغو مقاومت د راز راز استرسي اغېزو په وړاندې لوړ ساتي . نو پدې شان کولاې شو ووایو چې، د DNA ته د متیل (methyl) د ګروپ لېږد د DNA تر ټولو عام اصلاح شوی شکل دی . د استرسورونو په وړاندې د نبات په ځوابیه عمل کې تر ټولو ټاکوونکی رول هورموني سیستم لوبوې . څرګنده شوې چې د ناوړه شرایطو په صورت کې د ابسیسیک اسید ، اېتلین Ethylene ، jasmonic acid اندازه ډېریږي او د فیتو هورمونو انډول بدلون مومي . داسی ویل کېږي چې د ناوړه شرایطو په صورت کې په نباتاتو کې د حېواناتو پر خلاف هورمونونه ، چې د نباتاتو دنده ایز فعالیت دروي مهم رول لوبوي . چې دا په خپله د ارګانیزم د ودې د درېدو او د استراحت دورې ته د داخلېدو زمینه برابروي . د ناوړو فکتورونو د عمل په وړاندی د نباتاتو لپاره تر ټولو مهمه د نورمالو دونرونو او اکسپتورونو تر منځ د انډول ساتنه ده ځکه چې د جذب د غوښتي په کمېدو سره فوتوسنتز هم کمېږي . مګر د ارګانیزم په کچه ددې اغېزې د کمېدو امکان شته . په ځینو وختونو کې دا حالت د ذخیروي انساجو د حجم په زیاتېدو سره رامنځ ته کېږي . د ناوړه شرایطو په وړاندی د نباتاتو مقاومت د یو شان ځانګړتیا لرونکې نده.
کېدای شي هغه په دې بنیاد ولاړه وي چې ، ارکانیزم وشي کولای په یوې یا بلې لارې د هغو د اغېزې څخه ځان وژغوري .
د بېلګې په ډول ځنې نباتات اوبه ذخیره کوي لکه (succulents) چې ځان د وچکالۍ په وخت کې د بی اوبونې څخه ژغوري ځنې نور نباتات بیا د ودې د ډېر لنډ دوران (growing season) په درلودو سره لکه (ephemera) خپل حیاتي فعالیتونه د اورښت تر اورېدو پورې تر شا غورځوي . تر ټولو ډېر ارزښت هغه مقاومت لري کوم چې د نبات د حجرو پر زغم بنا وي یعنی د انطباق په جریان کې د داسې قابلیت درلودل چې و شی کولاې د میتابولیکو تعاملاتو د سرعت او لوري په بیا رغونه کې د چاپېریال په موجوده شرایطو کې ټول ضروري مرکبات تولید کړي. د مقاومت د راز راز کچې علت د ډولونو د بیولوژیکي ځانګړتیا سره ټړاو لري . نباتات د مقاومت له مخې یو شان ندي خو د استرسي عملونو په وړاندې یو شان عکس العمل لري ، مګر د بیا رغونې د فیزیالوژیکي او جوړښتیز سرعت له مخې سره یو شان ندي .په هغو نباتاتو کې چې داسترسورونو د عمل په وړاندې مقاومت لري د حجروي ممبران ځواکمن ثبات په ګوته شوی ، د هغو پر تله کوم چې دا مقاومت نه لري. د حجروي ممبرانو د بشپړتیا ساتنه د لیپیدونو او پروتینو د تجزیې په مخ نیونه کې مرسته کوي ،کوم چې ممکن د انتي اکسیدانت د دفاعي میکانیزم د فعالیت سره تړاو ولري . د غېر مشبوع شحمي تېزابونو د اندازې ساتنه او د کلسیوم د تبادلې تنظیم په حجرو کې تر ټولو مهم رول لوبوی . چې دا په خپله ممبران ته د شکل بدلولو(plasticity) او د هغه د فعالیت لپاره ښه شرایط رامنځ ته کوي . دا څرګنده شوې چې د ساړو په وړاندې د مقاومو نباتاتو ممبرانونه دغېر مشبوع شحمي تېزابو د ډېرښت له وجې د نورو سره توپیر لري . او دا ددې امکان برابروې چې هغوی خپل مایع حالت د تودوخې په ټيټه درجه ، کوم چې هغوی په کې په نیمه مایع حالت بدلېږي وساتي . د تودوخې د ټيټې درجې په وړاندې د ممبراني ليپيدونو د مقاومت ارزښت د ترانسجیني نباتاتو د ازمایښتونو پواسط څرګند شوی . د مقاومت د جریاناتو د څېړنې په وخت کې ډېره پاملرنه د هغه د همزمان لوړېدو حالت ته د راز راز فکتورونو په وړاندې وروسته د کوم استرسور دعمل څخه کېږي چې د P.A.Henkel په اساس ورته "Conjugate stability" یا مزدوج مقاومت وايي . داسی ثابته شوې چې د تودوخې لمړنی شوک د اوبو د کمښت ، مالګینتوب او د درنو فلزاتو په وړاندې د نباتاتو مقاومت لوړوي . له بلې خوا د نباتاتو thermostability یا د تودوخې په وړاندې مقاومت د اوبو د کمښت ، د ما لګو د عمل ، cold hardening
په وخت کې تر سترګو کېږي . د نا وړه شرایطو د جملې څخه چې په نباتي ارګانیزم کې استرس رامنخ ته کوي تر ټولو ډېر مهم استرسورونه چې تر سترګو کېږي عبارت دي له : د اوبو کمښت ، د تودوخې ټيټه او لوړه درجه ، د مالګو لوړ غلیظیت څخه. مونږ به په دې فصل کې د نباتاتو د مقاومت فیزیالوژیک بنسټونه د وچکالۍ (drought tolerance)، تودوخې(heat resistance ) ، ساړو(cold resistance) ، کنګل کېدو(frost ) ، د ژمي hardiness ، مالګینتوب salt tolerance of ، د اکسیجن د کمښت یا نشتوالې په وړاندې مطالعه کړو .

