کلیواله جمالۍ لنډه کیسه
04.04.2012 17:50ژمی په تیریدو او پسرلی نوی شروع شوی و ، بارانونه وریدل ، ځمکې خټې وې ، په دې وخت کې هم نری نری باران وریده خو د چا ساړه نه کیدل ، ځکه چې هوا کې فرق راغلی و او مخ په تودیدو وو ، شریف چې نوی زلمی او تازه دولت کې مامور مقرر شوی و ، په خپلې ځوانۍ ډیر نازیده ، که ریښتیا وایو نو شریف ښه ځواني درلوده ، نري نري بریتونه ، میانه قده ونه ، سور سپين رنګ ، اړولي ویښتان ، تور تریویرا بالاپوش د مود سره برابر تور د اهو بوټان چسپه دریشي توری سترګۍ (چشمې) به ئې په سترګو وې او په دوه نیشو کې به ډوب و ، یوه د نوي ماموریت نیشه او بله د ځوانۍ نیشې د شریف څخه ښایسته زلمی جوړ کړی و.
خو هغه څه خبر چې په ځوانۍ به ئې چنچي لږيږي او په زړه به زخمي کیږي ، په دې وخت کې د شریف سترګې په داسې یو بشر ولږیدې چې د اوبو د نل څخه ئې د اوبو ټیم ډکاوه ښه ښایسته باډي خدای (ج) ورکړې وه ، ګردی مخ نرۍ وريځې غټې سترګې ښایسته ګرده خوله د وریځو منځ کې شین خال د مڼې په شان قوتې شوې زنه ، غټې غټې خپړې ، تکې سرې پښې خو په نکریزو نه بلکه پخپله قدرتي سرې وې په پښو ئې پيزار نه وو او جامې ئې هم تورې زړې په غاړه وې مښلې جامې وې ، غټ زوړوکی دروند لوي کمیس او دروند پرتوګ ئې په تن و .
شریف چې وروکتل نو سم د تمانچې ډزې پرې وشوې او رسا د زړه په سر ولږیده کلیوالې جمالۍ هم په خواږه نظر ورته وکتل او داسې برښيده چې شریف هم په جمالۍ ډزې کړې وې ، دوه مغرورو یو بل ته په خوږو خوږو سترګو وکتل او بیا په داسې حال کې روانه شوه چې د اوبو ډک کړی ټیم ئې پخپله په سر کړ ، د ټیم څخه به لږې لږې اوبه د هغې په مخ را تویدلې هغې د سر ویښتان نه وګمنځ کړي خو قدرتي زلفې ئې په مخ ګډې وډې خورې وې ، اوږده غاړه او غټ د اوبو ټیم هغې داسې په سر ایښی و تا به ویل چې هیڅ ئې هم نه دي په سر ، د یوې خوا هغې ته لوي خدای (ج) ښه توانا وجود ورکړی و او له بلې خوا ښایسته هم وه .
دواړه په زړه ویشتلي په داسې حال کې یو د بل نه پنا شول چې شریف په خپل ځای ولاړ و او کلیوالې به شا شا ته کتل د دې ورځې څخه وروسته به هره ورځ شریف د اوبو نلونه لټول هغه وخت د جلال اباد ښار کې دومره ابادي نه وه یواځې د امیر شهید له باغ د تالاشۍ تر چوک پورې دکانونه جوړ شوي وو ، زوړ ښار په خپل پخواني عظمت ودان و ، د درمسال څلورو خواوو ته څه ټکه ټوکه ابادي وه او د درمسال خواکې زوړ حمام چې د سرک د نقشې لاندې راغلی و اوس چې کوم ځای نوې پلازې جوړې شوې دي د کوچې پلازې او نورو په نومونو یاديږي دې لارې ته به ئې د مالوچو کوڅه ویله چې د ډاکټر ویس د معاینه خانې او د میر سنګهـ په یوناني دواګانو ډیر مشهور شوې وه .
په ټول جلال اباد کې به ایله شپږ یا اووه ډاکټران او درې د یوناني طبیبانو دواخانې وې چې دوه ئې د ډنډ غاړې سره نږدې د سوڼا سنګهـ او بله د سوا سنګهـ سرخرودي په نوم وه ، د ښاروالۍ سینما نوې جوړه شوې وه او د یو جنراتور په بریښنا به ئې چې د ماښام څخه به تر لسو بجو رڼايي وه خلکو به فلمونه کتل ، دوه افغانۍ ئې ټکټ وه ، چې شریف به هره شپه د غم غلطولو لپاره سینما ته تله او دا سوچونه به ئې کول چې کلیواله څنګه خپله کړه شریف له ویرې د خپلې مینې اظهار کلیوالې ته نه شو کولی ځکه هغې یوه ورځ ولیده چې یو سړی ئې په ډک ټیم د دې لپاره ویشتی و چې هغې ورته څه ارزاله خبره کړیوه ، شریف اوس له دې هم خبر شوی و چې جمالۍ به دا د اوبو ډک ټیمان د خلکو کورونو ته په مزدورۍ وړل او د دې څخه هم خبر شوی و چې کلیواله مړوښه ده واده ئې شوی دی خو اولاد ئې لانه دی پيدا شوی او په راتلونکو نږدې وختونو کې ئې مه څه تمه نه وه ، شریف ته دا هم معلومه شوې چې دوي د یو لرې کلي څخه د غریبۍ په وجه ښار ته د مزدورۍ لپاره راغلي دي د کلیوالې جمالۍ میړه د وړو منډۍ کې جواليتوب کاوه ګل جمال نوم ئې و او دواړه ښځه او میړه د ترونو اولادونه وو ، ګل جمال یوه بله ښځه هم لرله چې په مئينتوب ئې واده کړې وه او همدې کې پوروړی شوی و .
چې خدای رسول چاته په قهر شي ـــــــ نصیب ئې خوار شي په ورکړې مئين شینه
د شریف نصیب به هم خوار شوی و خو هغه د تدبیرنه کار اخیست او خپله مینه ئې نه رسوا کوله خو د اوبو په نلونو به هر مازیګر د وظیفې څخه وروسته ګرځیده چې خپله مینه و ويني ، شریف په ډيرو تکلیفونو د ګل جمال نوم پيدا کړ او بیا به د وړو په منډي کې چې پخوا وړه غوندې منډيي وه د اوسني طوفانزي پلازا ترڅنګ وه هغه وخت ارواښاد طوفان په همدې ځای کې اوسیده او ډیر امکان دې ولري چې دا منډيي هم د هغه وه طوفان صیب غالباً د اطاق تجارت رییس و.
شریف به هره ورځ په ساعتونو په منډيي کې ولاړ و تر څو څوک پيدا شي چې ګل جمال ته غږ وکړي او دا ئې وپيژني ، داسې هم وشول چې شریف ، ګل جمال وپيژانده او انډیوالي ئې ورسره جوړه کړه ګل جمال هم ښایسته لخته ځوان و خو غريبۍ ځپلی و د وړو ګردنو خاورو به د هغه په جامو کې د ټوټې اصلي رنګ بدل کړی و خو چې کله به د کاره اوزګار شو مخ لاس به ئې و وینځه ، پاکې جامې به ئې واغوستې تاوکړې لونګۍ به ئې په سر کړه تورې کیړۍ (څپلۍ) به ئې په پښو کړې نو سم اطرافی خان به ښکاریده د شریف دوستانه د ګل جمال سره ورو ورو کلکیده ، پخیده ، خوږیده او په نتیجه کې دواړه کلک انډیوالان شول شریف مجرد او د شرشته دار په سرای کط چې اوس د غلام دستګیر د صرافۍ مارکیټ دی کوټه نیولې وه نو هر مازیګر به ګل جمال د شریف کوټې ته ورته او تر ناوخته به سره ناست وو ، یوه ورځ ګل جمال ، شریف ته وویل چې سبا ماښام به زمونږ کور ته ځو او زما میلمه به ئې که شریف زړه کې ډیر خوشحاله و خو په خوله ئې نه نه وکړه خو ګل جمال ټینګ و او خبره ئې ورسره ومنله .
شریف باندې دا ورځ ډيره اوږده تیره شوه ترڅو مازیګر شو او ګل جمال د شریف کوټې ته راغی د ماښام له لمانځه وروسته چې تورتم ولګیده دواړه روان شول د شریف زړه د خوشحالۍ څخه ټکیده او بې واره ئې درزا کوله خو پښې ئې نه تلې ځکه چې د یو خوا مینه وه او د بلې خوا د ګل جمال دوستانه او پښتو....
کله چې کورته ورننوتل ګوري چې یو زوړ لمڅی غوړیدلی دی یو توشک پرې پروت دی او یو خوا یو بالښت ایښی دی ، د ګل جمال دواړو ښځو او مور ئې شریف ته د لاس په ورکولو هر کلی وکړ ؛ دا یو عجیبه وخت و چې شریف د کلیوالې جمالۍ سره لاس ورکړ او خبرې ئې ورسره وکړې ډیر ښه وخت خو دا و چې جمالۍ د چلمچي په ځای لويه کاسه کې د شریف په لاسونو د ډوډۍ د خوړلو لپاره اوبه اچولې ، په کور کې ئې ماشوم نه درلود په خبرو خبرو کې دا معلومه شوه چې د کور خاوند دې کور کې یوه کوټه چې د دروازې خواکې وه ګل جمال ته په کور جارو کولو ، د لوښو او جامو پريمنځلو ئې بې کرايي ورکړې وه او د ګل جمال دویمې میرمنې به په دې کور کې کار کاوه ، مور او بلې میرمنې (جمالۍ) به ئې د خلکو کره اوبه وړلې او مزدوري به ئې کوله او د ټولو په مزدورۍ به ایله د کور قوت لایموت کیده ، که پيسه نیمه به ئې سپما کړه نو هغه ئې قرضدارو ته ورکوله ، د شریف له پاره عجیبه حالات خلق شول له یوې خوا د جمالۍ مینه له بلې خوا د ګل جمال انډیوالي یو دوو کې اچولی و .
یو مازیګر ئې د ګل جمال سره په خبرو کې وویل که ستا خوښه وي نو د دې کوټې د کرایه په پیسو چې لږې ورسره نورې کړو نو د وړوکي کور کرایه کیږي ، دا خبره دواړو سره ومنله او ګل جمال وویل چې د کور د پيدا کولو له پاره به زه خپلې مور او جمالۍ ته ووایم ، چې کور پیدا کړي همهغه وو چې په زوړ ښار کې د څلورو کوټو کور په کرایه ونیوه او ټول یو ځای دیره شول د شریف او جمالۍ مینې یو بل رنګ واخست ، بل شکل ئې ونیوه چې په مینه ئې ټول کور خبر شو.
د شریف د کوټې ساتنه او پاکونه ، د شریف د جامو وینځل د میلمه او نور ، خدمت به یواځې جمالۍ کاوه څه موده وروسته د شریف مشر ورور هم جلال اباد ته را تبدیل شو بیا نو هغوي نوره کډه هم راوړه او ټول سره یوځای اوسیدل، ګل جمال به کله کله شریف ته ویل چې د دنیا شرم او د کلي د خلکو او خپلو خپلوانو پيغورونه نه وای نو زما دا پیرزو وه چې جمالۍ ته مې طلاق ورکړی وای او تا ته مې په نکاح کړی وای ، ګناه ستاسو خيل کار دی چې څه کوئ ...
کلونه تیریدل د شریف واده وشو ، جمالۍ به د شریف د میرمنې سره د مشرې خور په شان ګوزاره کوله د جمالۍ دوه اولادونه پیدا شوي وو یو لور او یو ځوي او د ګل جمال د بلې ښځې هم دوه لورګانې پيدا شوې وې خو د بهر خلکو د دوي د بیلوالي یا پردي والي سوچ هم نه کاوه اووه کاله ډیره موده ده چې دوي یو ځای و اوسیدل او دا وخت په شریف او جمالۍ د څو ورځو او څو ساعتونه تیر شول ، یوه ورځ د جمالۍ او شریف په منځ کې څه لفظي شخړه پیدا شوه ګل جمال او د کور نورو غړو ډیره خواري وکړه خو جمالۍ نوره په افغانستان کې د اوسیدلو طاقت نه لره ، ګل جمال مجبور شو چې پيښور ته په ګډه لاړ شي وايي چې :
د دې نه بله سخته نه وي
چې یو میین له بله اخلي رخصتونه
بیا خو دوي یو له بله رخصت وانخست په هغه ورځ چې د دوي کډه تله نو شریف لکه د سودايي هیڅ په ځان نه پوهیده او ډیر نا وخته کور ته راغی کور لکه تنور ، وطن شاړې واړې ورته ښکاریده خو په کور کې ئې میرمن د شریف نه ډيره خپه وه او شریف ته ئې په ژړه کې وویل زه داسې فکر کوم چې نن واده شوې یم او له خپلې مور او خور نه رابیله شوې یم څو لنډو ورځو کې د ګل جمال لیک راغی لیکلي ئې وو چې مونږ د پيښور په بالا ماڼۍ کې اوسیږو او زه دلته د یو وړو والا سره وړه چاڼوم خو بده خبره داده چې جمالۍ ډيره سخته ناجوړه ده د دې خبر په اوریدو په شریف دنیا تنګه شوه جلال اباد ورته سور اور شو ، خوب خندا ئې ورکه شوه او په دې تکل شو چې څومره ژر کیدای شي پيښور ته لاړ شي نو د ځان د تسلا لپاره به ئې وویل چې :
یارانه هلته خوند پيدا کړي ــــــ چې کله کله پرې بیلتون حمله کوینه
شریف په زړه کې کرل ریبل چې زه د جمالۍ علاج وکړم هغه به ئې قبول کړي او که قبول به ئې نه کړي ، ایا هغه به بیا زما سره خبرې وکړي هغه بیا ماته د مامور غږ وکړي ، هغه به بیا ماته په مینه راوګوري ځکه شریف ته د هغې ضد معلوم و هغه ډیره ضدي وه چې کله به په څه خبره خپه شوه په شپو شپو به ئې ډوډۍ نه خوړله ، شریف ته دا هم معلومه وه چې کله به دی چیرته لاړ ، جمالۍ به یوازې دانه چې ډوډۍ به ئې نه خوړله بلکه ویده کیده به هم نه او کوتې ته به هم نه ننوتله دا ټول هغه څه و چې د شریف په زړه کې به لکه د سینما د پردې په شان ګرځیدل خو لنډه دا چې شریف پیښور ته لاړ او ګل جماله ئې پيدا کړه ګل جمال شریف ته په چغو چغو وژړل او بیا دواړه د کور خواته روان شول خو چې کله کور ته ورسیدل نو شریف ته معلومه شوه چې کلیواله نوره په دې دنیا کې نه وه ، د ګل جمال سره یو ځای هدیرې ته لاړل یوازې دا چې په چغو چغو ئې وژل او بیا د هغې د خاورو سره نژدې په سلګو سلګو ویده شو چې په خوب کې ئې جمالۍ ولیده او ورته ئې وویل چې دا به خدای (ج) ته منظوره وه او زما خاوره به له دې ځایه وه زه تانه خپه نه یم تا دې خدای (ج) خوشاله ، روغ او بریالی لري خو کله کله زما د بچو پوښتنه کوه !
اور دې راپورې کړه او لاړې ـ ــ ته چې راځې زه به ډيران د ایرو یمه
خاورو کې ډوبې غږ راوکړه ــــ په ځنکندن دې په زړه څه تیر شوي دینه