د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نور مو څه خدمت وکړم ؟

بادام ظریفي (فقیر) 21.10.2011 18:46

تیره ورځ د معنوي صیب معنوي څهره یو ځل بیا په رسنیو کې راښکاره شوه او د بدبختیو د کڅوړې څخه ئي د مار او نولي (موش خرما) د جنګولو لوبه را وویسته او لکه د پخوانۍ خبرې په شان ئي چې ( این خیال است و محال است و جنون ) بیا ئي ګلونه د-وړولي او د یوې نوې لوبې د جوړیدلو پیلامه ئي پیل کړې نوموړي ویلي چې د لوي جرګې د جوړیدو څخه د مخه که سیاسیون وغواړي د ولسوالیو د انتخاباتو لپاره د ټولټاکنو معنوي واک کمیسیون تیاری لري او که نه نو د لوې جرګې پریکړې به اخلاقي جنبه ولري نه الزامي ...........
د معنوي صیب د دې خبرو د اوریدو سره ماته دوه لنډې کیسې را په یاد شوې چې د معنوي صیب د خبرو او د خبرو وروسته راتلونکو جنجالونو سره یو څه نا څه تړاو لري .
وايئ یوه ورځ کوم ډریور چې بس موټر ئي چلاوه د غره له کوم کمره سره ئي و جنګاوه ، د چا سر مات د چا لاس مات ، څوک په وینو سور خو لنډه دا چې ټولې سورلۍ ماتې ګوډې وې نو ډریور د یوې اوچتې تیږې په سر کیناست مټې ئي را بډ وهلې او په لوړ غږ يئ وویل ( نور مو څه خدمت وکړم )  او بله دا چې وائي کوم نیک سړي د شیطان نه پوښتنه وکړه چې ته ولې دا خلک جنګوې شیطان ورته وویل چې ( پیره بلا دې واخلم ، ما خو هیچا ته نه دي ویلي چې فلاني سره جنګ وکړه که نه نو راځه په دې بازار کې د دغه ښیښه یی لوښو (ظرفونو) دوکان مخې ته کینه ؛ نیک سړی کیناست شیطان لاړ او د قصاب له دوکان نه ئي لږه وازده (چربو) راوړه او د دغه دوکان په دُرشل کې ئي را زوړنده کړه او ترې لاړ ؛ د دوکان ترڅنګ بل دوکان دار پیشو ساتلې وه پیشو چې وازده ولیده نو ورټوپ (خیز) ئي کړ خو ځای ته ونه رسیده او په دغه ښیښه یی لوښو را وغورځیده او په لږ ساعت کې ئي دکاندار ته ډیر تاوان ورساوه او ښائسته بلها (ډیر) لوښي ئي مات کړل دواړه دوکانداران په جنګ شول ، نور خپل خپلوان ئي راغلل چې د جانیبینو لخوا نه څو کسه ټپیان او مړه شول او یوه لویه خونړۍ لانجه جوړه شوه ......
رښتیا خبره دا ده چې زه معنوي سره هیڅ ډول پیژندګلوي نه لرم نه کاندید وم چې ظلم به ئي را سره کړی وي ، زما معلومات هم کمزوري دي چې معنوي صیب د همدغه د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د خپلواک مشرتوب څخه نور نه پیژنم چې د کوم ځای دی مخکې څه و او بیا به څه وي ، فکري مکتب ئي څه دی ، خو افغانستان د ټولو افغانانو شریک کور دی زه د دې کور یو غړی یم ، نو ځکه معنوي صیب ته وایم چې دا هیواد یو لرغونی ویاړلی تاریخ لري ، جرګې لري ، توغونه لري ، برجونه لري او نرخونه لري ، لویه عنعنوي جرګه او د لوي عنعنوي جرګې پریکړې نه اخلاقي  او نه الزامي خواوې دي هغه بس عملي بڼه لري ځکه چې افغانان یوه پریکړه وکړي هغه عملي کوي ځکه دا عنعنه ده او قانون دی.
معنوي صیب تاسو زما څخه به ډیره مطالعه لرئ تاریخ به مو لوستی وي چې د یما څخه را نیولې تر دې دمه په دې پنځه زره کلن اوږد تاریخ کې ډیرې جرګې شوي او عملي شوي دي خو هسې تا څخه یوه پوښتنه کوم ، چې تیر د ولسي جرګې ټاکنې دې بس نه دي چې یوه باعزمه خور دې د مرګ تر خولې په نه خوړلو مجبوره  کړه دا بس نه دي چې دا یو کال دې ټوله نړۍ او افغان ولس سرګردان کړ ، دا راته ووایه چې دغه نهه (۹) کسه د شورا غړو که رایه نه وي وړي ، ولې دې شورا ته معرفي کړل او که بریالي وو نو اوس دې ولې لرې کړل ؟
او دا هم راته ووایه چې ته هغه ډریور ئي چې موټر دې چپه کړی دی او د زخمیانو څخه پوښتنه کوې چې ( نور څه خدمت وکړم ؟ ) او که هغه وازده ئي چې لوي شر ئي جوړ کړی و او که نه هغه وازده ایښودونکی ئي ؟
بله دا خبره خپل ولسمشر ته صیب ته کوم چې ( ګرانه مشره ! دا خبره خو ټوله نړۍ
 مني چې د بن توفقات بیړني او نیمګړي وو او په افغانانو و تپل شول خو دا خبره ستا
هیره ده چې په لومړي ځل ټولټاکنو کې تاسو ته هغې خور هم رایه درکړه چې یوه ورځ
مخکې ئي اولاد زیږولی و ، او تاته هغې مور هم رایه درکړې وه چې زامنو ئي په
کټ کې رایه ورکولو ته راوړه او ویلې ئي چې (دا زما ارمان دی) او هغه بوډا هم رایه
درکړه چې د ډیر بوډاتوب له لاسه ئي په لار کې شپاړس دمې کړې وې او دې ځل
انتخاباتو که ځینې صیبانو ترې لانجه جوړه کړه خو حقیقت دا دی چې تاسو ته ولس
ووټونه در کړي دي ، تاسو ته به دا هم یاد وي چې په ټول پنجشیر کې تا سو ته (۶۵)
ووټونه اچول شوي وو ، تاسو ته به دا یاد وي او که نه زما یاد دي چې د ننګرهار
مشران ستاسو دوهم ځل ولسمشرۍ ته په بریالي کیدو مبارکۍ ته درغلي و او
ما تاسو ته د روغبړ پر مهال وویل چې ( تاریخ وګټه او د احمد شاه په شان بابا شه)
زه دا منم چې په سیاست کې دوستي او دښمني نه وي معلومه سیاست د مکان او زمان
سره تړلی وي ، خو دومره ژر ژر بدلیدل هم د یو افغان سره خوند نه کوي صبر ښه
شی دی خو دومره صبر نه لکه تاسو چې ئي کوئ .
زه نه غواړم چې تاسو ته ډیر څه ووایم ځکه تاسو د نړۍ واحد سیاست مدار یاست چې په مشکلو حالاتو کې مو د دې ولس مشري کړېده ، خو د شینوارو په اصطلاح  (مړه دومره بې خوندي خوند نه کا )
ستا دې د سترګو اشارت وي                         په موزیګي به بازیګرې واړومه
0700026965
Yousafzarifi200@yahoo.com