د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

راتلونکې لویه عنعنوی جرګه او پایلې يی ...

بادام ظریفي (فقیر) 01.11.2011 20:25

جرګه په افغانستان کې یو ټولنیز،سیاسي او د حقوقي موسسې شکل لري چې د تاريخ په اوږدو کې ئي د افغانانو په منځ کې عنعنوي بڼه غوره کړې ده چې په دې تاریخي او لرغوني هیواد کې د مشخصو ضوابطو په لرلوسره د ستونزو د حل په موخه یو ځانګړی مقام لري .
د جرګو تاریخ د اریايي قبیلو له وخته را په دې خوا په دې هیواد کې رواج او د اهمیت لرونکي او د تطبیق وړ دی .
جرګه د اریایانو په منځ کې د سبها په نوم یادیدله چې جزايي ، مدني او اقتصادي ستونزو د حل له پاره ترې کار اخستل کیده همدا شان په افغاني روڼ ملي تاریخ کې ډیر شکل مسایل په جرګو حل شوي دي .
جرګه په ورځنیو چارو کې پر ځای قضاوت کولی شي او دومره لوړ مقام ، فضلیت ، منزلت او درنښت لري چې د جرګې نه منل او ماتول په افغاني ټولنه کې لوي جرم او سپک کار ګڼل کیږي .
په تاریخي لحاظ د جرګو له پاره مشران په انتخاباتو نه ټاکل کیږي .بلکه د دغو مشرانو لیاقت ، پوهه ، تجروبه او د کورنۍ اثرات پکې خاص رول لري لنډه دا چې دغه عنعنوي جرګو په مختلفو شکلونو په بیلابیلو وختونو کې خاص خاص مسایل حل کړي او کوټلي پریکړې ئي کړې دي .
د مثال په ډول (۱۰۸۸ لمریز کال) د مانجي جرګه چې میرویس خان نیکه ئي ملي مشر وټاکه ، د (۱۱۲۶لمریزکال) د شیر سرخ جرګه چې احمد شاه درانی ئي په ۲۵ کلنۍ کې پاچا او د بابا لقب ئي ورکړ.
د (۱۳۰۷لمریزکال) د پغمان جرګه چې د غازي امان الله خان له خوا بلل شوې وه او افغانستان په لمړي ځل د اساسي قانون لرونکی شو ، د (۱۳۱۳لمریزکال) لویه جرګه چې افغانستان ته ئي ناپیلی سیاست غوره او په (دویم نړیوال جنګ) کې شریک نه شو .
د (۱۳۵۲لمریز کال) لویه جرګه چې مشروطه شاهي ئي په جمهوري دولت تبدیل او تصویب کړ ، د (۱۳۵۸لمریز کال) د پیښور ممثله لویه جرګه چې د سره ښکیلاک په مقابل کې ئي ملي اسلامي لوری وټاکه ، همداشان د نوي افغانستان نوی اساسي قانون چې دا مهال افغانستان د یو دولت خاوند دی چې درې واړه قوې ئي فعالې دي ، په (۱۳۸۲لمریز کال) کې د لوې عنعني جرګې له خوا تصويب شوی دی (لیډي سیل) د انګریزي جنرال (سيل) میرمن ، په خپل کتاب (شب خون افغان) کې لیکي افغانان د ډیرو ښو خویونو خاوندان دي خو په جرګه او د جرګو پریکړو ته ډیر پابند او خاصه عقیده پرې لري او په جرګه دومره اعتماد لري چې کله جنګ یا بله کومه ستونزه وي دواړه ښکیلې خواوې که هغه قومونه وي او که کوړنۍ خو کله چې د جرګې ځای ته ورځې نو په حجره کې خپله وسله د خپلې اوږې کوزوي حتیَ خپل دښمن ته ئي وړکوي خو بدبختانه د (۱۳۵۷لمریزکال) د غويي د کودتا څخه وروسته چې د غرب او شرق ښکیلاکګر قوتونه او د هغوي جاسوسي شبکو په افغانستان کې د جنګ بازار تود کړی نو زموږ ملي عنعنو هم په ورکیدو او سپکیدو پیل کړی دی ، ځکه چې ښکلاک لومړی د یو هیواد په فرهنګ او کولتور حمله کوي نو ځکه يي زموږ په هیواد کې د جرګو اهمیت او ارزښت کم کړی دی .
د اسلام اباد ، پیښور ، راولپنډۍ ، کابل ، جلال اباد او نورې جرګې چې په دې وروستیو کلونو کې د نورو په اشاره او د کتي جوړې شوي خاصې نتیجې يئ نه دي وړکړي بلکه په (۱۳۷۱لمریز کال) کې په پیښور کې د نواز شریف په مشرۍ د جهادي تنظیمونو جرګه چې په افغانستان کې د کورنیو جنګونو او بدبختیو لامل وګرځید چې د کابل تاریخي ښار په کنډواله بدل او (پینځه شپيته زره) بې ګناه افغانان پکې شهیدان شول ، د افغانستان ملي اردو ئي ړنګه او افغانستان بې ثباته شو او تر نننه ئي جوړه  نه راځي .
فروفیسور استاد برهان الدین رباني په کې د دې له پاره چې د عنعنوي جرګو اهمیت نور هم کم شي نو د تړانی او پرانستانی (اهل عقد) په نوم ئي د شورا نظار او جمعت اسلامي متعصب غړي راټول او د خپلې بې واکه واکدارۍ له پاره چې نواز شریف د څلورو میاشتو له پاره مقرر کړی و د نامعلومې مودې له پاره اوږده کړه خو د اسلامي اماراتو په نوم د طالبانو تحریک په قرار پری نښود او د هیواد نوي سلنه ځمکه ئي ترې ونیوله خو درانه استاد د ځان له پاره یوه لوحه جوړه کړیوه که دا به کلاب ، دوشنبه ، تاشکند ، تهران او یا بل کوم ځای کې و دا به چې کومې کوټې کې ناست و نو د دروازې ترڅنګ به ئي هغه ټوټه زړولې وه چې پرې لیکل شوي وو (مقام دولت اسلامي افغانستان) طالبي نظام هم کومه ملي برنامه نه درلوده یوازې یو ښه نظم او امنیت ئي په هیواد کې راوستی و او د امیرالمومنین له پاره ئي په لوي کندهار کې خلک را غونډ او د اسلامي امارت نوم او ملا محمد عمر مجاهد يئ پرې ومانه ، اګر چې دا نظام او طالبان ټول پښتانه وو او دي خو هغوي هم ځانته د (امرباالمعروف و نحې عنن منکر) لار غوره کړې وه او یا ورته چا قومانده ورکوله چې په نتیجه کې د سپتمبر د یولسمې نیټې واقعه او د غرب د امپرالیزم راتګ ته بهانه جوړه شوه ، د امریکا متحده ایالتونه په نړیواله کچه بې رقیبه زبر ځواک شول چې د مخکې څخه يئ ورته پلان جوړ کړی و ، د بن نیمګړي توافقات چې ډیرې نیمګرتیاوې يئ لرلې او یو موقت دولت ئي رامنځته کړ ، د بن غونډه په دې ناکامه وه چې :
•    :دا یوه افغاني طرحه نه وه
•    : د ګډون کوونکو انډول ئي برابر نه و .
•    :  په واقعت نه وه ولاړه ، صرف تفاهم و چې تر نن پورې خبره په تفاهم روانه ده .
•    : ډیره کیو (اکثریت) ته نظر ونه شو او لږه کي ئي په په هیواد مسلط کړ .
•    : د طالبان تحریک او حزب اسلامي د نظره و غورځول شول چې نن ترې ټوله نړۍ ناکراره ده ناټو او ایساف هم تیښتې ته برابر شوي دي .  
•    : په دې هیواد کې يئ ټولنیز عدالت پلی نکړای شو.
 په ملیاردونو ډالر ئي یوازې د څو کسانو په واک کې ورکړي ، تش په نوم دیموکراسي هم یو نمایشي او فرمایشي شکل لري .
چارواکی ، زورواکي او ټولواکي يئ د دیموکراسۍ په اوږو سپاره کړي او ښه يئ نازولي ساتي او دغه نازولي او د ګوتو په شمیر څو څهرې په هر کار کې واکداري وي ، جنګ هم هغوي کوي ، سوله هم هغوي غواړي ، واک او پيسې دواړه د هغوي سره دي ، لنډه دا چې د امریکې څخه هم لار ورکه شوې ده ، نو د افغانانو سره ئي د ستراتیژیک تړون خبرې شروع کړي یا ئي تړون کړی دی خو کرزی صیب یوازې د دې له پاره چې خبره ښه پخه کړي او مسوولیت په لویه جرګه ورواچوي بیا يئ اعلان کړی چې د لړم د میاشتې په اخره اوونۍ کې به لویه جرګه جوړه شي د لوې جرګې د تدوير کمیټې ویاندې صفیه صدیقي په حواله چې لیستونه جوړ شوي دي ، جرګه به ډیر ژر را به شي ، خو څه به وکړي ؟ ښې میلمستیاوې به وخوري ، وبه وايي چې منظور ده ، سوغات به واخلي او لاړ به شي ، پّ کار خو دا وه چې د ستراتیژیک تړون ټول مفاهم ، مواردات د ملت سره شریک شوی وی او په رسنیو کې پرې ښې تبصرې ، بحثونه شوی وای سیمنارونه او ورکشاپونه پرې نیول شوی وی او اصطلاح خبره ښه شربل شوی وی نو کوچ به ئي را وتلی وی ملت خبر نه دی لیستونه د ولسوالانو او والیانو په خوښه جوړ شوي دي .
دا طبعی ده ولسوال به هغه څوک معرفي کوي چې د هغې سره ئي ګټې شریکې وي ، زه دا منم چې د والي صاحبانو انتخاب به هغه څوک وي چې د ولسوالانو خوښه وي او د ولسوال به هغه څوک خوښ وي چې راکړه ورکړه ورسره وي .
که وګورو هغه درانه مشران چې هم په جرګه پوهیدل هم ئي حجره او دیره لرله خو چاپلوسي او بوټ پاکي ئي نه وه زده د خپل ولس سره ناروا سلوک نه شي منلی د خپل ولس په نوم خپل او د نورو جیبونه نه شي ډکولی او نه په خپل ولس سودا کولو ته تیار شوی دی هغوي چا نه دي پوښتلي هغوي ته څوک اهمیت نه ورکوي او هغوي چې وسه کړل شوې دي او دولت او ولس په منځ کې چې کوم واټن پیدا شوی دی لامل ئي همدا کار دی چې نه له ملته څوک پوښتنه نه کوي .
د سولې بهیر ولې ناکام دی ځکه چې یو خو ئي نوم بدل شوی جرګه شورا شوې او بل ئي هغه څهرې په کې دي چې په هغوي وسله وال طاقتونه اعتبار نه کوي ، ځکه چې دا وسله وال هم د دغو له لاسه غرونو ته ختلي دي او ټوپک ته ئي لاس کړی دی .
دا وخت سیاستونه دي خو یوه خبره هغه دا چې افغاني خاوره ، افغاني ایمان ، افغاني جزبه او افغاني تاریخ یوازې انسانیت ، افغانیت او اسلامیت مني او بس ستراتیژیک تړون په هیواد کې سوله نه شي راوستلی خو د بې امنۍ او افغان وژنې پروسه چې د میوند فتحې څخه وروسته پیل شوې دوام داره شي .
یو عالم وايئ :(کوم ملت چې په خپل تاریخ پوه نه شي مجبور دی چې تکرار ئي کړي )
نو ځکه وایم چې مونږ افغانان باید د جوش په ځای له هوش د تیر په ځای له تدبیر او شخصي ګټو په ځای ، ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته مخه کړو، زمونږ ملت د خپلو ویاړلو قهرمانانو له ( ابو مسلم خراساني ، طاهر پوشنجي ، عبدالله خان اڅکزي ، ملا مشک عالم اندړ ، سیدال ناصر ، امین الله خان لوګري ، وزیر محمد اکبر ، غازي محمد جان خان ، ایپي فقیر نیازعلي خان او فخر افغان خان عبدالغفار خان (پاچا خان) یادونه کوي او احترام ورته لري هغه په دې چې هغوي د ملت له منځ څخه را پاڅیدلي وو او د ملت په نبض پوه وو او د خپلو قومونو په خوښه به روان وو او د ولسونو خیر ئي غوښت ، ملي ارزښتونو ته قايل و خپلې ګټې ئي د ولسونو په ګټو کې لټولې ، د تدبیر څخه ئي کار اخست ، دښمن يئ دښمن او دوست ئي دوست ګاڼه خبره ئي یوه وه دوه رنګي ئي نه لرله او ولس ته وفادار وو د چا نوکري او غلامي ئي نه کوله ، د خپل ولس خدمتګار او باداران وو .
0700026965
Yousafzarifi200@yahoo.com