د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون خوځښت ځوانانوپه کابل کې د کندهار د شهیدانو فاتحه واخیسته

پښتون خوځښت 17.03.2012 17:02
پښتانه ځوانان وتوانیدل چې د دغو شهیدانو په حق کې د قران عظیم الشان ختم  او فاتحه اخیستنه د کابل ښار په احمدشاه بابا مېنه تر سره کړي.
په دغو مراسمو کې چې د کابل ګڼ شمېر ښاریانو پکې په ډېر اخلاص ګډون کړی وه نن د جمعې په ورځ د سهار لسو بجو څخه تر دولسو بجو دوام وکړ، سربېره پر ځوانانو، سپین روبو، مشرانو یو شمېر لیکوالانواو د ولسې جرګې غړو هم ګډون کړی وه
 
د مراسمو په ترڅ کې د پښتون خوځښت د مرکزي شورا غړي ښاغلي فضل من الله قاضي زي وینا وکړه او ویې ویل چې د کندهار پېښه یو له هغو سلګونو څخه ده چې د بهرنیو ځواکونو لخوا د پښتنو په سیمو کې تر سره کيږي، ولې دا یې هغه بېلګه ده چې په خپله بهرنیان، نړیواله ټولنه، او ملګري ملتونه یې په لومړي ځل مني چې هلته وحشت او ظلم شوی، ښاغلي قاضي زي زیاته کړه چې بهرنیان په هیواد کې د نړیوالو اصولو په خلاف کیمیاوي وسلې کاروي او د پښتنو راتلونکی نسل یې د تباهۍ سره مخ کړی، همدارنګه د ولسي جرګې غړي ښاغلي شریف کاموال په خپلو خبرو کې د کندهار پېښه په کلکه و غندله او ویې ویل چې ولسي جرګه پېښه په دقیقه توګه څېړي او تر هغې به کرار نه شي چې عاملین یې په سزا نه وي رسولي، ښاغلي کاموال د پښتون خوځښت هڅې د ستایلو وړ وبللې او زیاته یې کړه چې دا د پښتنو ځوانانو حق دی چې د خپلو مسلمو حقوقو د غوښتنې لپاره خپل غږ پورته کړي او لدې لارې خپل ولس ته د خدمت جوګه شي، د کاموال د خبرو ورسته د پښتون خوځښت د مرکزي جرګه ګئ غړي خیرالله شينواري ګډونوالو ته وینا وکړه هغه په خپلو خبرو کې د پښتنون خوځښت رسمي موقف د دې پېښې په هکله بیان کړ او د پښتنو ځوانانو لخوا یې دا پېښه و غندله، هغه زیاته کړه چې پښتنو ته نور اوسنئ حالت د منلو وړ ندی، بهرنیان دې نور زمونږ د حوصلو ازموینې نه تر سره کوي او غوښتنه یې وکړه چې امريکایان دې په زنګاوات کې خپل نظامي مرکز زر تر زره وتړي او  هغه کلی دې په مکمله توګه د خپلو پوځیانو څخه خالي کړي په کوم کې چې دوی دغه وحشت تر سره کړی دی، ښاغلي شینواري د خپلو خبرو په پای کې د ګډون کونکو څخه مننه وکړه او د پېښې په تړاو یې د پښتون خوځښت رسمي غندنلیک ګډونوالو ته واوروه چې لاندې یې یوه کاپي دلته رالیږل شوې ده
 
 
بسم الله الرحمن الرحیم
پښتون خوځښت ( د افغانانو سیاسي جرګه)
د کندهار د پېښې غندنلیک
 
له تیرې لسيزې راهیسې د افغانستان د جوړولو په نوم ټوله نړۍ د افغانستان په جکړیز بهران کې برخه اخلي، ددې لپاره چې د یو واحد او پرمختللي افغانستان هیله پیدا شي،جګړه ودریږي افغانستان په نړیواله سطحه د یو پياوړي خپلواک هیواد په توګه خپل ارزښت خپل کړي. خو دغې غوښتنې اوهڅې یوازې یو ستر ملت  (پښتون) په  جګړیز بهران کې ساتلی.
 د نړۍ جګړه ولې د پښتونو په کلیو او کور نو کې ده؟  د افغانستان کلي او کورونه ولې د بيولیژيکي او کيمیاوي  وسلو د استعمال مرکزونه دي، چې دنړیوالو اصولو خلاف دي.
افغانستان د نړیوالو ريکارډونو په ( ګينز) کتاب کې ټول ۲۶ ثبتونه لري، چې تر ۲۳ پورې  يې د کیماوي او بیولوژیکي وسلو ازماینې ثبت کړي، چې دا ټول د ۲۰۰۱ ميلادي کال وروسته ازمايل شوي چې لامل يې د پښتنو ماشومان په غیر جسمې او غیر طبيعي حالت پيداکيدل دي؟  دا نه چې یوازې پدې جګړه کې بې ګناه ښځې او ماشومان وژل کيږي، بلکې د پښتنو راتلونکی نسل هم د کیمیاوي او بیولوژيکي وسلو ښکار دی.
 
سياسي سوداګر د ولس په برخليك لوبې کوي، یو ستر ملت ېې  د جګړې او وژنې په لومه کې راګیرکړی دی، اوس ملي ځواک د هماغه ډلو ټپلو د غړو استازيتوب کوي،عدالت د ناقیضینو په لاس کې دی چې د زرګونو کسانو وژونکي دي. د افغانستان د ملي هويت ،افغاني او اسلامي ارزښتونوله منځه وړل، بې عدالتي، بې ثباتي، دیو ستر ملت د واك او سياست څخه بې برخې کیدل دواکدار نظام لاسته راوړنې دي، اوله بلې خوا د ملت کلي او کورونه اوس هم  د وژونکې جګړې ښکار دي.
 
تېره ورځ  د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په یوه کلي کې د ۱۷ پښتنو شهادت د هغه قتل عام برخه ده چې په سلګونو بېلګې یې لا ړندې دي..  دایوازنۍ پېښه نه ده، نوموړې پېښه داسې تعريف شوې چې یوازې یوه امريکايي پوځي چې روحي ستونزه يي درلوده دا کار تر سره کړی، هغه ويډیو چې مطبوعاتو ته راغلې څرګندوي چې دا پلان شوي عملیات وو، چې الوتکو پکښې برخه درلوده.  د غربي پوځي قانون له مخې هيڅ یو عسکر اجازه نه لري چې د خپلې اډې څخه یوازې بهر ووځي.
 
پښتانه ځوانان  دغه پېښه په کلکه غندي او عاملینو ته يې د اسلامي شريعت او نړیوالو اصولو سره سم د جزا غوښتنکي دي.
 
د پښتنو ځوانانو غوښتنه:
-       د ترهګرۍ په وړاندې جګړه، باید د پښتون په کلي او کور کې بنده شي.
-       د کندهار د پيښې ټول  وژونکی ټيم باید د اسلامې اصولو په رڼا کې محاکمه شي.
-       د نړیوالې ټولنې بخښنې باید  ددې پيښې سره سم نورې ختمې شې.
-       پښتون خوځښت پر ټول افغان ملت  ږغ کوي، چې نور خپل وژونکې ونه بخښي.
-       پښتون خوځښت پر ټولو افغانانو ږغ کوي، چې د پښتون ژغورنې په وړاندې یو شي.
-       افغان ولس باید د افغانستان د خپلواکۍ، سولې او پرختګ دپاره، د یو رښتنیي پښتني او افغاني خوځښت ملاتړ وکړي.