د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغان مشرانو غږ!!

پښتون خوځښت 29.01.2012 12:14

ټول ستر او ښاغلې مشران چې دافغانستان په بدرنګه غمیزه کې (چې تر اوسه لاهم دوام لرې) سياسې او وژونکئ شالیدنه لرې،د پښتنو مشران دې.
 پښتون خوځښت د اسلام د یوازنې دين اود پښتونولئ د اصولو پر بنسټ پښتون ژغورنې اودټولنیز عدالت ټينګښت او پايښت ته ژمن دی.پښتانه ځوانان د افغانستان پايښت، وده او ثبات یوازې ملت ژغورنه او ټولنیز عدل بولې.
 که څه هم ځوانان د یو ټولنې  یوازنی عینې قوت دې، خو مشر پالنه په اسلام کې ستر ټولنیز اخلاق او د پښتونولی ټولنیز اصل دی.چې د پښتو په ټولنیزو پریکړو او افغان تاريخې سياسې شاليد کې ستره ونډه لرې. پښتون خوځښت د پښتون ژغورنې په مبارزه او اړوند کړنو او پريکړو کې د افغان مشرانو ونډې لارښوونو او مشورو ته ټينګه اړتیا لرې.
پښتانه اولادونه په خپلو رښتینو افغان مشرانو وياړې. او افغان مشران پدې پوهيږې. چې د وطن ژغورنې او اسلام ژغورنې  فکر پدې خاوره نه مرې، دلته دهر غازې دوینی څاڅکی اولادونه زيږوې. د ميرويس نيکه، خوشحال او احمدشاه بابا فکر تر اوسه هم ژوندی او پالل کیږي.
جبرخوړونکې مبارزه شروع ده. د ژوند په تمه مرګ قبول.
دپښتون خوځښت ځوانان پر ټولو افغان مشرانو ،خپلواکو ليکوالو،پوهانو، شاعرانو چې د نړئ په هر لمن کې اوسې، او د پښتون کريږې حسوې، چيغه کوي چې دیو سپيڅلی او دروند ملت ، چې هر وکړئ يي پخپل کور کې په مرګ تهدید دی، وژغورې.
دې سيمه کې د ژوند، خپلواکې ،عدل، مين ،وطن زندی شوې. ژوند اخيستونکو لمبې بلې کړې. غله جنګسلاران دواک په ګدئ ناست دې . وژونکو د عدل تله په لاس کې اخيستې. دغمونو ماځيګرې دې. تاسو وطن نه لرئ، تاسو دلته نشی راتلئ.
دوژنې او جګړئ په وړاندې یو شی، د پښتون خوځښت (( د افغان مشرانو په جرګه)) کې خپل مشرتوب وړاندې کړئ، او د افغانستان راتلونکې مشران وروزی!
ستا دعشق له وینو ډک شول ځيګرونه
ستاپه لاره کې ځلمـــــــــــــــــــــــــې سرونه
)) ستراحمد شاه بابا((
زموږ مشرانو: موږ سره په اړیکه کې شئ! :Pashtonistan@yahoo.com