د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتون خو ځښت لومړنۍ غونډه

پښتون خوځښت 03.03.2011 23:10

پيل :
د انټرنټ په ټولنیزه پاڼه ؛فس بوک؛ کې  مصریان راټول شول  او د  ۲۱ مې پیړئ د تاریخ جوړونکي سپین اوښتون يي رامنځ ته کړ،  چې په منځني ختیځ کې یې سارئ نه درلود او نورې عربي نړۍ ته یې وښودله چې سپین اوښتونونه په سیمه کې ناشونی کار ندی.
فس بوک یوه نړیواله ټولنیزه پاڼه ده چې د نړۍ په میلیاردونو وګړي پکې ځاني حسابونه ؛  اکاونټ؛ لري او کولی شي خپل نظرونه ، څیړنې، تبصرې د نړۍ په روانو سیاسي ، اقتصادي او ټولنیزو چارو څرګندې او شریکې کړي، همدا لامل دی چې  د ګڼ شمیر وګړو په پیوندولو کې اغیزمن تمام شوی دی.
د پښتنو ټولنیز سیستم د تاریخی ارزښت په درلودلو سره یو پیاوړی، ټولنیز سیستم دی. پښتانه په ټولنه ، کلي او کور کې د نورې نړۍ په پرتله خپل منځي ټینګې ټولنیزې اړیکې لري چې د پښتنو د لرغوني کلتور او دودونو یو کرکڼر دی.
همدا لامل دی چې ګڼ شمیر پښتانه ځوانان، مسلکلي او پوه ټولنه په فس بوک کې په ټولیز ډول د نورو ملتونو په څیر ډیر کارونکي لري او  لازمه ګټه ترې اخلي
میاشتې وړاندې د پښتنو د روان سیاسي او ټولنیز حالت او د پرتو ستونزو د منځه وړلو په موخه، یو شمیر واقعي پښتون احساسه ځوانانو وکولای شوه خپل احساسات یو د بل سره شريک کړي، پښتون خو ځښت پیل، د پښتون جوړونې په لور ګړندي ګامونه واخلي. په فيس بو ک کې  په روانو مسایلو پوه ټولنې د خپلمنځي خبرو او وړانديزونو ځخه په ډاګه شوه، چې يو خپل منځۍ غونډه جوړه، او د یوې سوليزې مبارزې دپاره یوه ټولنه یا بنسټ جوړ کړي.
داسې  پښتون خو ځښت پيل چې د ټولو اسلامي او افغاني اصولو ارزښتونو، ارمانونو او نافظه قوانینو څخه ملاتړ او ساتنه وکړي. او دپښتون شته ستونزو پای ته رسولو دپاره عملي ګامونه واخلي.
لنډيز:
پښتون جوړونکي پښتانه  ځوانان اومسلکي پښتانه چې هر يو په فيسبوک کي کارن حساب لري،  په کابل کي راټول شول، تر څو يو د بل سره  معرفي شي، د یو پښتني خو ځښت له لوري حرکت وکړي، په روان سياسي او ټولنيز سيستم کي برخه واخلي ، د پښتون وکالت وکړي، او دروان بهران دسوليز حل  اود پښتون د هر اړخيزې ودې د پاره  عملي ګام واخلي.
بلنه نږدې ۱۰۰ تنه  پښتنو ته ليږل شوې وه، خو له دې څخه ۵۰ تنو وکولای شو پدې تاريخي غونډه کې برخه واخلي، او ثابته کړي چې پښتون د تکنالوژی په مټ هم کولای شي چي سره راغونډ شي، د خپل ملت پر مسايلو خبرې وکړي. په غونډه کي  د پښتنو د ستونزو شاليد وړاندي شو، او په وړاندي د یو سپيڅلي خو ځښت د جوړيدلو غو ښتنه وشوه. لومړني جوړښت باندې خبرې وشوې. یو لومړنی جوړښت جوړ، د خو ځښت مشر او د ریسانو بورډ جوړ شو. پر اساسنامې کار شروع شو، اولومړني عملي ګامونه وړاندې شول.


تفصيل:
غونډه د جمعې په ورځ په کابل کې د دریم پروان څلورلاري ته نږدي په يو خپلواک  کوچني تالار کي شروع شوه. دغونډې تالار  د يو تکړه او پښتون احساس لرونکي ځوان له خوا چي هغوی په کښې خپلې سوداګريزې  چارې مخ ته  وړلې د یوې ورځې دپاره د پښتون خوځښت په واک کې ورکړ، تر څو خپلمنځي غونډه پر مخ  یوځي.
د غونډې نه مخکې؛ عبدالواسیع بهیر، اسدالله خاطر، اعتبار فطل، رضوان الله سعادت، خیرالله شينواري، نجيب الرحمن امرخيل، عبدالجلیل کاموي، فضل قاضيزي، نبي خان اوریاخيل او ددوی ملګري د تليفون په مرسته په اړيکه کې شول، تر څو د غونډې جوړونې چارې پر مخ يوځي.
داسدالله خاطر په مرسته  په تالار کي د پښتنو د نوميالو ښکلي تصويروونه، یو ښکلی  بینر په تالار کي و ځړول شو..
غونډه، نږدې  ۳:۰۰ بجې د کابل په وخت د قران کریم په تلاوت پيل شوه،  د یو ساده اجنډا په لرلو سره، اسدالله خاطر ټولو ځوانو پښتنو ته هرکلی اوښه راغلاست ووایه ، ښايسته ښکلي  شعر ونه يی وړاندې کړل :

۱
زه او ته به سره یو کړو- بد او ښه به سر یو کړو.
نور به ټول کارونه پريږدو- پښتانه به سره یو کړو.
۳
ددنیا د ابادی دعوې دروغ دي
چي ترڅو د پښتنو کورونه وران وي.
۲
چي په تورو شپو رڼا نه اخلي لارې
بي سالار قافلې لو ټ شي څو وارې
د ا لښکر لښکر سړي چي شي بې مشره
جنازې زموږ یوه،یوه به شمارې
 ۴

تا به خپل تصوير کي څوک ځایوي
دلته خو څوک داسي هنر نه لري
د هرکلي نه وروسته  د ټولو ګډونوالو څخه  غوښتنه وشوه چي خپل ځانونه  معرفي کړي، هر ګډونوال په خپل وارسره خپل ځان معرفي کړ،  راټول شوي ځوانان ټول مسلکي وو، چي ټول دولتي، نړیو الو موسسو، ملګرو ملتونو، سفارتونه کارکونکي وه.
د معرفي کيدو وروسته د عبدالواسیع بهیر نه غو ښتنه وشوه، چي د غونډې په اړه خپلې خبرې وړاندې کړې.  ځکه چې پیس بوک کې لومړنۍ  ځړونه او د خپل منځۍ  غونډې غوښتنه هم دده له لوري څخه شوې وه.
د بهیر خبر ې په لاندې ډول وې:
زموږ خبرې:
پښتون دمختلفو سختو ازموینو ځخه تیر شوی دی ، په وروستیو لسيزو کي  د پښتون ټاټوبی د پښتون ضد جګړې ،استخباراتي دسيسو او پرديو د تګلارو د عملي کيدو  ډکر وګرځيد.  پښتون اولس د پردیو داهدافو قرباني شو، افغا نستان دکورنيو او بهرنیو دښمنانو له لوري د نامعلومه جګړې  په لومه کې راچاپېر شو. بهران پښتون اولس ته د ژوند په بیه تمام له واك او سياست څخه لرې  اوله بلې خوا يې کليو او کورونو اوس هم  ددښمن تر ګوزار لاندې د جګړې او تباهي  په  لمبو کښې سو ځيږي.
د پښتون په مسئلو کې بهرنیو او كورنيو  لاس وهنو  زموږ اوسنی روان بهران نور هم پېچلی، ترينګلی او ستونزمن كړی دی. سياسي سوداګر د ولس په برخليك لوبې کوي. خو د  خواخوږي ولس استازي نه وو چې واك او سياسي ځواك د الهي د يو امانت او عدالت په توګه ولس ته وګرځوي او ولس له دغه بد ناورين  او ترينګلي حالت څخه وژغوري او پښتون  دسولې، امنيت ، او هر اړخيزې ودې څښتن کړي.
د حق سره مبارزه ډېر وخت نيسي، هڅو او سرښندنو ته اړتيا لري، خو رښتيني خلك د ټينګ هوډ او ژمنې خاوند وي. د خدای د رضا لاسته راوړلو د  پښتون ټولنيز  ثبات، زده کړې  اقتصاد او هر اړخيزې ودې، ژوند او سوكالۍ  د تر لاسه كولو له پاره  پښتون پوه ټولنه نوره د روان بهران  په وړاندې او د الله (ج) د سپېڅلي عدالت د ټينګښت له پاره مبارزه كوي.
که څه هم پر ظلم د عدالت بري کيدل ستونزمن کار دى خو الله (ج) پر ظلم د عدالت د بري ژمنه كړې ده. يو ژمن او هوډمن  انسان او پښتون،پر ټولنيزې ناشونتيا هيڅكله باور نه لري. روان بهران  هيڅكله هم خلق شوي نه دي، بلكې جوړ شوي دي.
ټوله رښتنې پښتون پوه  ټولنه  به د خپلې پوهې ،عقل او تدبير څخه كار واخلي، پښتون خو ځښت به پيل ، ولس مين  ولس راټول د يو فعال رښتيني ځواك په توګه  به په روانو حالاتو کې د پښتون جوړونې په لور مټې را ونغاړي.
ځانګړې هڅې  د ټولنيز بدلونونو د پاره دومره اغېزمنې نه لري لكه څومره چې ټوليزې او د ټولنيزخو ځښت هڅې اغېزمنې دي. پښتون پوه ځوان اولس د نړيوال جال له لوري راټول شوي او راټوليږي ، دغه ټولنه به د يو ستر پښتون  رښتينی او اغېزمن خو ځښت به داولسواکۍ د يوې پوه ټولنې په توګه  لاس ورکړي.
نوموړي خو ځښت ټول د پښتون ژغورنې هڅې ، پښتانه احساسات يو ځای کوي،   د روان بهر ان لپاره د پښتون وکالت کوي، د افغانستان په ټولنيز او سياسي بهیر کي برخه اخلي، د سولې د ټينګښت له پاره خپلې مو خې ټاکي او عملي ګامونه اخلي.
پښتون خو ځښت:
دپښتون خو ځښت په سيمه کې د پښتنو د روان سياسي ټولنيز، اقتصادي او ټولو سيمیزو ستونزو په وړاندې د پښتنو د پوه هوښيار مسلکي  اوپراولس  د مينو او درديدونکو دیو ځای کیدو په هدف دګډې مبارزې په خاطر دیوه ټولنیز بنسټ دلمړي ځل لپاره د انترنټ او ټولنیزو پياوړ اړيکو په ټولو پښتون ميشتو سيمو کې کیښودل کيږي او په عملي بڼه کار شروع کوي، په روانو سختو شرایطو کې به وکولای شي چه دافغا نستان د خلګوپه زړونو کی نسبت بل هرډول سازمان ته ډیر ژر لاره پیداکړي دخو ځښت دغړوترمنځ د یووالي او خپل منځي باور په نتجه کې به وکولای شي چي دعام ولس ،روڼ اندو ،د پښتنو د سيمه ايزو او ولایتي، کلتوري ټولنيزو بنسټونو ملي سوداګرو، پوهانو ، د پوهنتون زده کړيالانو څخه  پوره باور او ملاتړ تر لاسه کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د دې خبرو وروسته د ګډونوالو څخه غو ښتنه وشوه، چي د خو ځښت په هکله او دپښتون ژغورنې په اړه خپل نظر وړاندې کړي، ډ یرو ګډونوالو خپل نظرونه وړاندې کړل.
په نظرونو کي  لومړی د ټولني  یا خو ځښت جوړولو ډير پوښتني راولاړي کړې، په ګوته شول چې  په سلګونو ټولني جوړې شوي، خو کومه نتيجه يي نه ده ورکړې. خو ډیرو بیا د یو سیاسي سازمان ، ګوند د جوړولو غو ښتنه وکړه.
په غونډه کې معلوم عناصر هم وو، غوښتل يي چي غونډه پر بل مخ بو ځي، ځينې پوښتنې یي راولاړې کړې چې دسیاسي سازما ن پر ځای د نورو ډلوټپلو سره د یو ځای کيدو خبره را منځ ته کړه. او د پښتني خو ځښت نوم يي مناسب و نه باله او وې غانده، او د پښتون  خو ځښت نو م يې د یوالي پر ځای  د نورو قومونو څخه د بيلوالي مانا ورکړه.
خو نوموړې پوښتنې د عبدالواسیع بهیر له لوري  ځواب شوې، او په ډاګه يې کړه، چې  پښتون اولس د هيڅ يو قو م سره تعصب نه لري، د پښتون ،افغانستان اود اسلام  شرطونو په رڼا کي حق لري  حرکت وکړي.
هر وخت پښتانه د خپل نوم په اخيستلو تورن شوي دي او ملي یوالي کې ګواښ په ګوته شوی دی، همدا لامل دي چې د پښتون څخه يې د يووالي لاره ورکه کړيده.که مونږ نوم  و نه لرو، نو څه به ولرو؟  څرنګه به د یووالي په لور قدم واخلو؟ 
که خپل خو ځښت ته بل نوم ورکړو، د ډیورنډ ها غاړي پښتانه به زموږ هيځ ملاتړ ونه کړي، په بهر کې ميشت پښتانه به هيڅکله زمونږ ملاتړ خپل نکړي. په پښتونخوا  او پښتونستان کې ځکه ستر مشر محمودخان اچکزی  هر پښتون پيژني او ملاتړ يې کوي ،  ځکه چې په خپل نو م يې غږ کړی دی ،که نه هلته هم ډیر ګوندونه شته چي  پښتنو ته مهم نه دي.
ځينو ګډونوالو زيا ته کړه:  قسم په خدای که پښتانه کابل کې د افغان ستوري بنسټ جوړکړي سندري ووايي، نور قومونه به یه د تروریستانو د ګروپ په نوم ياد کړي، چې دې او ورته نورو څرګندونو ډیر  ګډونوال وژړول.


ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د غونډې د خبرو کنترول، اعتبار فطل واخيست، او غوښتنه يې وکړه، چي پښتون احساسه ټولنه په خپلو مسایلو پو هيږي،  د ټولنې يا ګوند جوړونې خبرې باید وشي. د ګډونوالو څخه  غوښتنه وشوه، تر څو  د ټولني يا د ګوند جوړلو په اړه نظر ورکړي؟

ډیرو ملګرو د ګوند او زياتو ګډونوالو د ګوند جوړولو غو ښتنه وشوه. زيات نظریات داوو چې ګوند باید جوړ شي، تر څو په روان سياسي نظام کې برخه واخلي. خو زیاتو بیا د ټولنې د جوړولو غو ښتنه وکړه، چي سياسي ، اقتصادي، کلتوري، ښونیزې او نورې برخې ولري.
ناوخته  ماښام غونډه په همدې خبرو پای ته ورسيده.  د غونډې د ختميدو وروسته، ځینې ګډونوال لاړل، او د غونډې د نتيجو غو ښتنه يې وکړه، ددې نه وروسته ځينو ملګرو پريکړه وکړه، چې لومړی باید ټولنه جوړه شي، چي سیاسي برخه هم ولري.
پريکړه وشوه، چې  د ټولنې د پاره موخې وټاکي، چي د پښتون ژغورنې دپاره عملي ګامونه واخلي. د ټولنې اوسنی مشر عبدالواسیع بهیر و ټاکل شو، کيدای شي  ګډونوالو  د ټولني مشري یو مستقیم خطر بللی وي. (د بهیر خبره)
د ټولنې د پريکړو دپاره  د ټولنې د مشرانو بورډ (Board of directors)جوړ شو. چي ۱۰ با احساسه ځوانان پکښې برخه لري،هیله لرو چې بورډ تر ۳۰ ځوانانو پوري ورسيږي، ټولي پريکړې،  ورسره شريکې شي او په ګډه فيصله وکړي.
دبورډ مشران به ۱۰۰۰ افغانی هره مياشت کې ټولني ته د غړيتوب دپار ورکوي، خو هر څوک کولای شي تر خپله وسه پورې  مرسته وکړي.
د ټولني هر غړی باید تر خپل وسه او عاید پوري ټولنې ته دودې په موخه هر مياشت  خپله برخه ورکړي له ۱۰۰ افغانیو څخه تر هر څو پورې.
د ټولنې هر غړی کولای شي چي د سوداګرو، نړیوالو بنسټونو سره په اړيکه کې شي د مرستي غوښتنه وکړي.
ټولنه به دواړو غاړو کې تکړه او با احساسه ځوانانو  ته تنخوا ورکړي تر څو د پروګرامونو د پلانولو، د نړيوالو اړيکو ټينګولو، د پښتون د  ثبات دپاره، دښوونیزو مرکزونو، غونډو نیولو،  پښتو ژبې  د ودې په موخه پروګرامونه او پلانو جوړ کړي، او دعملي کيدو دپار يې ګامو نه واخلي.
د ټولنې د بورډ مشرانو فيصله وکړه، چي لومړی باید  یو بانک اکاونټ جوړ کړي، او ټولو پښتون احساسه وګړو ته يي وړاندي کړي او د مرستي غوښتنه وکړي. د بورډ غړو لږ تر لږه ۱۰۰۰ ډالر  د لومړني عملي ګام په موخه واچول، د پښتون خو ځښت د اساسنامې جوړیدل، نښان او د پښتون خو ځښت د پاره د ویب پاڼې جوړیدلو فيصله وشوه.
ځینې نورې خبرې شته چې پدې راپور کې ځای نه لري «
د پښتون خو ځښت هيله داده، چې هر با احساسه پښتون د پښتون جوړونې په موخه زموږ سره  په ټولنه کي خپله برخه واخلي، په عملي پرواګرم جوړونه، د پښتون جوړونې د پلانولو دپار ه خپلې  تخنيکي او مالي مرستې و نه سپموي.
موږ به د پښتون ژغورنې دپار ه عملي ګامونه په لاندې ډول  پروګرام، پلان او عملي کړو:
۱: په پښتون او جګړه ځپلو سيمو کې د ښوونیز تعلیمي نصاب جوړول، چې ټول ښي اړخو او کيڼ اړخو ګروپونه ته د تاید وړ وې.
۲: د لومړنیو، منځنیو، لوړو زده کړو د بنسټونو جوړول. 
۳: دسولې پروسه پلانول
۴:نړیوالې او کورنۍ اړکې ټینګول.
۵: غونډې او کنفرانسونه جوړول.
۶: د پښتو ژبې دودې به موخه د مسلکي کتابونه ژباړل. او خپرول.
۷: د اقتصادي پروګرامونه پلانول.
۸: ټولنې ته وده ورکول.

هر با احساسه پښتون زمونږ سره په ټولنه، هرعملي ګام  او پروګرم کې  تخينکي او مالي مرسته کولای شي.
مدني پښتون غواړو!  ژوند
زموږ سره اړیکه:
ایمیل:Pashtonistan@yahoo.com 
تليفون: ۰۷۷۵۹۲۱۵۵۳ - افغانستان