د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هندوستان کې د پښتون یون د غونډې خبرتیا

محمود سعید 28.02.2012 22:38

پښتون يون په هندوستان کې د پښتون ولس د يووالي او پرمختګ په موخه د يوې پرتمينې غونډې تابيا کوي. له ټولو هغه پښتنو څخه چې د پښتون ولس پر يووالي، پرمختګ او سوکالتيا باور لري نو له موږ سره دې په دې کار کې هر اړخيزه مرسته وکړي. غونډه به د افغانستان د ملي يووالي د بنسټ له لوري پر مخ وړل کيږي.
د غونډې اجندا:
د افغانستان په روانو حالاتو کې د پښتون ملت او پښتو ژبې د ژغورنې په موخه د يوه سراسري ولسي خوځښت اړتيا:
موږ باور لرو چې:
په غو نډه کی هريوګډون کوونکی كه ښځه وي او يا نارينه وي نود یو مشر په څیر دی، بايد دهریوپه وړتیا با ندی با ور وشي.
هر ګډ ون کوونکی منبع یا سر چینه ده - دخلکوپه ظرفیت اوابتکار با ندی باور لرو.
هر سړی یا ښځه د خپل نظر د څرګندونې حق لري او د نورو نظریو او ګروهو ته درناوی لرو.

د هر ګډونکوونکي جوړونکی ګډون مباحثه غني کوي، تاسې زموږ مټ ياست.
د دوه سترګو لید ل له یوې نه غوره دي، موږ په ډله اییز کار باور لرو.

په خپل ګډون مو زمونږ حصله غښتلی کړی اود هیواد او ولس دپور په اداکولو کې مو خپله ونډه واخلئ.

دغونډی ځای ((ڼوی ډیلی، هندوستان)) او نیټه ((۰۳/۰۳/۲۰۱۲ چې د ۱۳/۱۲/۱۳۹۰)) سره سمون خوري په پام کې نیول شوی.


دنورو مالوماتو لپاره په لاندی تلیفون شمیرو او بریښنا لیکونو اړیکی ونیسئ.

ایمل څړوال
00919958197811
aimalshpoon@live.com

عبدالقهار کټوازی
09853947530
qahar.katawazi@gmail.com