د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ پوهنتون غواړو!

محمود سعید 13.06.2011 20:05

                                                 بسم الله الرحمن الرحیم
                                          پوهنتون! زموږ د نن او پرون اړتیا
د افغانستان حالاتو او پکې شته ستونزو ته په کتو دا په زبات رسیدلې ده چې د هر کړاو او ستونزې جرړې د ټولنې په ناپوهۍ او له زده کړییزو بنسټونو څخه په لرې پاته کیدو کې پرتې دي. په دې لړ کې تر ډیره زموږ پښتون میشتي او تر سترګو وتلې ولایتونه ګډون لري. په ځینو سیمو کې خو حالات دومره خړ پړ شوي دي چې ښايي په جیب کې د قلم درلودل د سر په بیه تمام شي. له داسې ستونزو او کړاوونو د وردګو ولایت چې د کابل تر څنګ پروت دی هم بې برخې نه دی پاته شوی.
د وردګو ولایت له هغو ولایتونو څخه لومړی دی چې د هیواد د لوړو زده کړو په بنسټونو کې تر ټولو ډیر زده کړیالان لري، خو له دې سره سره دا ولایت له خپله ځان پوهنتون نه لري. د هیواد د ګوټ ګوټ په پوهنتونونو کې د ډیرو ستونزو په ګاللو سره وردګ زده کړیالان چې تر ډیره له بیوزله کورنیو سره اړیکې لري، په زده کړو بوخت دي. دوی په سلګونه کیلو متره له خپلې کورنۍ لرې میاشتې او یا هم کلونه پاته کیږي، تر څو زده کړې بشپړې کړي او بیرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.
له ښوونځیو څخه تر بریالیتوب وروسته (په دې وروستیو کلونو کې) د دې ولایت له زرګونه زده کوونکو سره د مور میرې د چلند له کبله د ګوتو په شمیر ېې د هیواد پوهنتونونو ته بریالي کیږي او په دوی کې ډیر ېې د بدخشان، بامیان، سرپل، تخار او یا نیمروز په څیر لرې پرتو ولایتونو کې د لوړو زده کړو مؤسسو ته ځي.
له دوی څخه ځینې هغه چې بې پایلې وي او یا هم په خپل زړه پورې پوهنځیو ته نه وي بریالي شوي، د اړتیا له مخې یا خو ایران او پاکستان ته د خوارۍ مزدورۍ لپاره مخه کوي او یا هم وسله اخلي او هڅه کوي تر څو په یو ډول نه یو ډول د چارواکو له لوري د ورسره شوې بې عدالتۍ بدل واخلي
هیواد ته د زرګونه میلیونه ډالره مرستو له راتګ سره سره دا ولایت هماغسې د بیارغونې له بهیره په لرې واټن کې پاته شوی دی. په ځینو سیمو کې لوېې فوځي اډې او روزنتونونه د رغیدو په حال کې دي خو تر څنګ ېې د دې ولایت بنسټیزې اړتیا ته چې له ډیر پخوا څخه ېې خلکو هیله درلوده، پاملرنه نه ده شوې او دا ولایت لا تر اوسه د یوه ځانګړي پوهنتون له شتون څخه بې برخې دی.
دا چې ځینې کسان په سیمه کې د امنیتي ستونزو د شتون یادونه کوي، خو داسې جوتیږي چې دا ستونزې په خپله د همداسې یوې تشې زیږنده دي او که چیرې په دې سیمه کې د نورو رغنیزو او ودانیزو چارو تر څنګ د یوه پوهنتون په اړه ګام پورته شي نو تر ډیره به دا لوستي خلک له جګړو لاس واخلي او د خپلو خلکو او هیواد، د چوپړ لپاره به لا مټې رابډ وهي.
اوس مهال د ټوپ دښتې په ارته سیمه کې چې د وردګو ولایت له ډیرو سیمو څخه په یوه واټن او د کابل کندهار د لوېې لارې پر سر پرته ده، د یوه لوی نظامې مرکز ودانیزې چارې مخ په بشپړیدو دي، تر څنګ ېې د وړ سیمې په ټاکلو سره کیدای شي د یو ملکي پوهنتون بنسټ هم کیښودل شي تر څو هم له امنیتي اړخه خوندي وي او تر څنګ ېې کیدای شي د چک له بریښنا بند څخه ورته د بریښنا آسانیتا هم برابره کړای شي. دا سیمه له کابل ښار څخه په څه ناڅه ۷۰ کیلو متره لرې واټن کې پرته ده چې کیدای شي د کابل له اړونده پوهنتونونو څخه ورته د استادانو د رالیږلو چارې هومره ستونزمنې نه وي، ځکه په همدې ډول د کاپیسا پوهنتون چې دې ته په ورته واټن کې پروت دی هم همدا ډول چلول کیږي. له نیکه مرغه د وردګو ولایت د استادانو له اړخه هم شتمن ولایت دی او د هیواد په ډیرو پوهنتونونو کې پیاوړې علمي څیرې لري چې کیدای شي د خپلې دیني، ملي او دودیزې دندې په تر سره کولو کې ټکني نه شي.
کیدای شي په دې لړ کې څه ناڅه نورې وړې ستونزې هم شتون ولري، خو که چیرې ټول په یوه غږ واوسي او د دې ارزښتمن کار لپاره خپلې هڅې ونه سپموي نو دا ستونزې هم د حل وړ دي.
لکه څنګه چې څرګنده ده، د وردګو ولایت څخه ډیر کسان په لوړو دولتي څوکیو واکمن دي چې کیدای شي په دې اړه د هغوی مرسته ګټوره ثابته شي. ځکه نو د همدې لیکنې له لارې ټولو هغو کسانو ته چې د خپلو خلکو په کړاو، کړیږي او داسې ښيي چې دوی د خلکو په چوپړ کې دي، د خپلو خلکو او اولس دا غوښتنه رسول غواړم تر څو ېې په اړه له موږ سره په پراخه کچه او نه ستړې کیدونکې بڼه همغږي شي او مرسته وکړي.
په همدې برخه کې د هیواد په پلازمینه کابل کې له ټولو زده کړیالانو، ښوونکو، چارواکو، اوسیدونکو او مخکښو څیرو څخه هیله کوم چې په دې برخه کې زموږ مرسته وکړي او خپل ټولنیز او اسلامي رسالت تر سره کړي. دا کار به نه یوازې په دې نړۍ کې د هیواد او خلکو لپاره ګټور تمام شي، بلکې د یو تلپاته ښیګڼې په توګه به په بله نړۍ کې د ښکیلو کسانو لپاره یوه ښه شتمني وي. همدا شان د خبري رسنیو او بریښنا پاڼو له چلوونکو، ژورنالیستانو او خبریالانو څخه هیله کوم، تر څو د خپلو مظلومو خلکو د ږغ په لوړولو او د لوړپوړو چارواکو تر غوږونو ېې درسولو کې ونډه واخلي.
په پوره مینه او درناوۍ.

______________________
یادونه: د ټول افغان بریښنا پاڼې له محترم چلوونکي څخه هیله کوم چې دا غوښتنه یا خبرتیا خپره کړي او زر ېې د پاڼې له مخه لرې نه کړي.