د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تاریخ ته مو مخ تور دی.

محمود سعید 22.11.2011 08:51

د لوېې جرګې پریکړه او په افغانستان کې د نیواک قانوني کولو ته د افغان ولس د اند رنګ ورکول د هغې لوبې یوه برخه ده چې له کلونو راهیسې دوام لري او په دې توګه ېې زموږ د میلیونونه وګړو په هیلو لوبې کړې دي.
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته امریکايي واکمنان په دې فکر کې شول چې د خپلو نیواکګرو هڅو او کړنو په لړ کې د آسیا په زړه کې ځانته داسې ځای ومومي چې په مرسته ېې وکولای شي د دې پراخې او اغیزمنې سیمې واګې په لاس کې ولري.
له ختیځ بلاک سره د سړې جګړې په ترڅ کې لویدیځوال وتوانیدل چې د خپلو پخوانیو ناخلفو بچیانو په مرسته او د ساده زړیو مسلمانانو د افکارو او باور په لاسته راوړلو تر یوه بریده خپلو موخو ته ورسیږي. هغوی د اسلامي هیوادونو د لاندې کولو په لړ کې په افغانستان کې هم خپلې ریښې وزغلولې او دلته ېې کورنیو جګړو ته د لمن وهلو تر څنګ د طالبیزم په نوم د یوه بل خوځښت بنسټ کیښود تر څو په دې توګه روسانو ته ورته له وخته مخکې د جګړو ډګر ته ورکښته نه شي او د طالبانو په مرسته په خپل مخکې پراته خنډونه له یوې مخې لرې کړي. له پښتني ولسونو څخه د وسلې ټولونه ددې کړنو ښه څرګنويي کوي.
هغوی د خپلو هڅو په لړ کې د یونیکال او بریډاس نفتي- استخباراتي کړیو په مرسته د نفت او ګازو د لیږد په بهانه په افغانستان کې د امریکايي هډو لپاره د ځایونو ښه ارزونه او سروې وکړه او په دې کمپنیو کې ېې د افغاني سیاستوالو په ګمارلو د هغوی لپاره د کړنو د ډول او څرنګوالي ښه ترکیب رامنځته کړ. د دې کسانو له ډلې څخه په حامد کرزي، اشرف غني احمدزي، علي احمد جلالي، انوارالحق احدي، زلمي خلیلزاد او حاجي عبدالحق له ارموینو تیرولو ورسته نور هم کار وشو او په پای کې حامد کرزی د لوی پلي کوونکي په توګه بریالی اوغوره شو.
حامد کرزي د لوبې وروستۍ برخه ښه مخته بوتله او په لسو کلونو کې ېې د افغان ولس په غولونه او د هغوی په سترګو کې په خاورو اچولو هغه څه تر سره کړل چې تر اوسه ېې د نادودو ساری نشته. په تیرو لسو کلونو کې د زرګونه میلیونه ډالرو په راچلیدو یوازې د ښاغلي کرزي او د هغه د شاوخوا کړۍ د کورنیو د غړو جیبونه ډک شول او یا هم د مافیايي کړیو او نړیوالو غلو ښه پرې وشوه. له دې سره د ګران افغانستان د کانونو او تاریخي آثارو لوټ تالان ښه په درز روان دی او داسې سیمه نشته چې هلته دې دې نړیوالو لوټمارانو خپلې ناولې منګولې نه وي خښې کړې.
په تیرو لسو کلونو کې د هیواد کړییز سړک ونه تړل شو.
د هیواد زرګونه ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري.
لا هم سلګونه ښوونځي تړلي پاته دي.
د پښتون ولس زرګونه بچیان لا هم ښوونځیو ته تګ نشي کولای.
لا مو هم د کور د څراغ د روښانولو او بندولو تڼۍ په بهر کې ده.
لا مو د هیواد میلیونونه ځوانان بیکاره دي.
لا مو خویندې او میندې کونډې او بورې کیږي.
لا مو ډاکټر او انجینر وژل کیږي.
لا مو کورونه او مسجدونه د پردیو راکټونو ښکار کیږي.
لا مو پر کورونو د شپې له خوا فوځیان راخیژي.
داسې یو بې سر او پایه حالت ولې؟ دا حالت چا راووست؟ په دې لسو کلونو کې زموږ لاسته راوړنې څه دي؟ آیا هماغه د هوټلونو ځلیدونکې ودانۍ او څو پارکونه د بیا رغونې نښه کیدلای شي؟
آیا د ټلویزیونونو، راډیوګانو، سندرغاړو، ډولکیانو او ربابیانو بې کچې ډیرښت زموږ د خلکو رنځ ته درمل کیدلای شي؟
آیا همدا د پردیو په ټوک نیمه موړ پوځ به سبا په نس موړ کړای شو؟
له ښارونو پرته د هیواد نوي په سلو کې کلیو او بانډو ته مو څه کړي دي؟
آیا هغه څو پلچکونه او یا ډیزلي جنراتورونه چې اوس ویجاړ پراته دي، د خلکو درد دوا کولی شي؟
ښاغلي کرزي خپل استخباراتي کردار ښه ادا کړ او په دې توګه ېې د خپلو بادرانو هیلې ښې پوره کړې.
په تیرو څو کلونو کې ېې خلکو ته داسې ذهنیت ورکړ چې له امریکا پرته به مو ګاونډیان ژوندي له ستوني تیر کړي. په داسې حال کې چې د ګاونډیانو کړنې په خپله د همدې ناولو د لوبې یوه برخه جوړوي او ټول په ګډه زموږ پر خلکو د خپلو شومو ارادو د تپلو هڅه کوي.
دا دی اوس ښاغلي کرزي د مصنوعي لوېې جرګې په راوستلو سره د خپلو خلکو او نړیوالو په سترګو کې په خاورو شیندلو سره یو ځل بیا د افغان ولس له ارمانونو سره جفا وکړه.
د لوېې جرګې ګډون کوونکي څوک وو؟
د ښاغلي کرزي او د هغه د کابینې د غړو دوه یا درې، درې وروڼه، والیان، ولسوالان او د هغوی د کورنیو غړي، څو غولول شوي او پلورل شوي قومي مشران او ځینې نور هغه لنډه غر چې په دا ډول غونډو کې ېې موخه یوازې پلو خوړل وي او بس. په څلورو ورځو کې د سل میلیونه ډالرو لګښت له اټکل څخه وتلی او کیدای شوای په دې سره د څه ناڅه دوه سوه ښوونځیو په رغولو د سل زره ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره شوې وای.
د ستراتیژیک تړون په منلو سره هغوی داسې څرګنده کړله چې ګواکي دوی د افغانستان د ولس په استازیتوب د امریکايي هډو تړلو ته تیار دي، په داسې حال کې چې د افغانستان ډیر وګړي پر خپله خاوره د پردیو شتون نه مني او دا کار د تلپاتې غلامۍ په مانا انګیري. د جرګې د ګډون کوونکو نومونه به د تاریخ په تورو پاڼو کې لیکل کیږي او د تل لپاره به ېې مخ تور وي.
دې کسانو خپل ماشومانه شرطونه هم وړاندې کړل خو دا ېې ونه ویل چې دا شرطونه به د تړون له لاسلیک څخه د مخه عملي کیږي. ځکه نو امریکایان د یو برلاسي ځواک په توګه هیڅ کله ځان له دې شرطونو سره تړلی نه ګڼي او دا خبرې یوازې د خلکو د تیر ایستلو لپاره د هغوی او د هغوی د مامور ښاغلي کرزي ګډ پلان دی.
امریکایان به په لسو نورو کلونو کې د خپلو ناولو ځالو لپاره پراخ ګامونه پورته کړي او افغان ولس او دولت به د تل لپاره خپلو پاته شونو ته اړ وساتي. دوی به د دومره سترو ځاني او مالي قربانیو په ورکولو سره دا سیمه هیڅ کله هم له لاسه ورنه کړي، بلکې په خپلو هډو کې به په خوندي توګه د آسیا په محور کې د اغیزمنتیا هڅه کوي.
افغان ولس او په تیره بیا ځوان کهول ته په کار ده چې په دې اړه خپل غږ رسا اوچت کړي او نور پرینږدي چې د څوکۍ او پیسو لیونیان ېې په برخلیک لوبې وکړي.
د یو خپلواک سوکاله او سرلوړي لوی افغانستان په هیله.