د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مسلمان ملت او کفري قانون

شیرین اغا جهانګیر 24.07.2011 14:27

د اسلام مبارک دین مونږ ځکه منلی دی چې دا د بشریت د نیکمرغۍ او هوساینې لپاره تر هر بل دین بشپړ الاهي قانون دی . په اسلام کې الله د انساني ژوند د هرې برخې لپاره حدود ټاکلي دي. دا سې یوه مسئله نشته چې د هغه لپاره قران او سنت لارښوونې ونه لري. کله چې مونږ د اسلام مبارک دین ته غاړه ږدو، په دې معنی چې مونږ د اسلام هر حکم منو او هر هغه څه چې الله او د هغه رسول ویلي، عمل پرې کوو.
افغانان تل دا دعوا کوي چې دوي په مسلمانانو کې تر ټولو مننونکي او غاړه ایښودونکي دي. مګر له بده مرغه چې زمونږ په ټولنه کې ځني داسې مسائل شته چې مونږ يې سرته رسوو او هغه ته شرعي بڼه هم ورکوو. مګر په حقیقت کې زمونږ همدا عملونه د اسلام له مبارک دین سره په بشپړ ډول په مخالفت کې قرار لري او د شریعت سره په ټکر کې دی. یو له دغو مسایل څخه د ولور مسئله ده. ولور په افغاني ټولنه کې د ښځې قیمت دی. د اسلام له منلو تر اوسه پورې زمونږ خلک دغه ناوړه عمل سرته رسوي او ویاړ پرې کوي.
ځني قومونه د ولور نه اخیستل شرم ګڼي او ګمان کوي چې دا ددوي د خور او لور عزت او درناوی له منځه وړي. مګر په حقیقت کې داسې نه ده. دا یواځې ددوي غلت خیال دی. او سبب يې دادی چې دوي په بشپړ ډول د الله له دین نه بې خبره دي.
په همدې اونۍ کې د پکتیکا کې قومي مشرانو او د پکتیکا اصلاحي ټولنې د ولور لپاره معیار وټاکلو. که له یوې خوا دا د ډیر لوړ ولور په مقابل کې یو نیک اقدام و، نو له بلې خوا د الله د قانون په خلاف یو بل وضعي او انساني قانون رامنځ ته کول و. بې له شکه چې دغه خلک د الله له دین نه بې خبره دي او کوښښ کوي چې په لوی لاس د خدای په دین کې لاس وهنه وکړي.
دغه قومي او اصلاحي شورا په ډېرې بې شرمۍ او سپین سترګۍ د ښځو لپاره معیاري ولور وټاکه او پریکړه يې وکړه چې نور به څوک ونه شي کولای چې له ټاکلي نرخ نه خپل خور او لور په لوړ قیمت خرڅ کړي. د شرم ځای دی چې داسې یو قوم دا پریکړه کوي چې تل د مسلمانې دعوا کوي او د ننګ په نامه يې په خپل خور او لور ظلم او ستم کړی او هغوي یې خرڅ کړي دي.
د پکتیکا د یوسف خېلو ولسوالۍ یو قومي مشر حاجي محمد اکرم اکرم رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې نه یوازې لوړ ولور په اقتصادي لحاظ زیاتې ستونزې پیدا کړي بلکې ډېرځله ځوانې نجونې له کورونو تښتیدلي چې دا د کورنۍ لپاره لوی شرم بلل کېږي.
حاجي اکرم اقتصادي ستونزو ته اندېښمن دی مګر داچې ده د خپل دې وضعي قانون سره د خدای قانون ته تغیر ورکړی، هیڅ اندېښمن نه دی، بلکه دا یو ستر بری ګڼي او ګمان کوي چې د خپل خور او لور حق يې خوندي کړی دی.
په دې کې شک نشته چې حاجي اکرم یو له هغو قومي مشرانو څخه دی چې د خدای له دین څخه په بشپړ ډول بې خبره دی او نه دی خبر چې الله تر دې ډېر هوښیار دی او د خپلو بنده ګانو د هوساینې او نېکمرغۍ لپاره يې ۱۴۰۰ کاله پخوا طلايي قانون رانازل کړی دی.
دا قومي شورا ددې لپاره دا اقدام کړی دی چې ګني په ډیری سیمو کې خلک تر ۱۵ لکو پورې ولور اخلي. یو بل قومي مشر عبدالحی صاحبزاده رسنیو ته ويلي چې ((موږ د ټولو کلیو جوماتونو ته پاڼې ولیږدولې او د خلکو نظر مو وغوښت. بالاخره د ټولو جوماتونو را استول شویو ځوابونو لپاره مو یو کمیسون جوړکړ چې د خلکو نظرونه وارزوي. نو په نتیجه کې، د یوځوان لپاره چې واده یې نه وي کړی ، درې لکه کلدارې، د چا چې ښځه مړه شوي وي ۴ لکه کلدارې اوپه بله ښځه ۶ لکه کلدارې وټاکل شوې، اوپه ودونوکې پر نورو اضافي لګښتونو هم بندیزونه ولګول شول.))
ډېر د شرم او افسوس ځای دی چې له دوي سره د جومات ملا امامانو هم خپل نظر شریک کړی او یاد نرخونه يې د ښځو د خرڅ لپاره قیمت ټاکلی دی.
په اسلام کې یواځې مهر دی، له مهر پرته بل کوم قیمت د ښځې لپاره نشته. ددوي د دې وضعي قانون خلاف د اسلام مبارک دین د ښځو په مهر کې د ښځې مهر د هغوي د سیالانو له مهر سره سم ټاکي، مګر دې قومي شورا د اسلامي قانون خلاف دا نوي قیمتونه سړو ته په کتو سره ټاکلي دي.
پخواني دینونه الله ددې لپاره منسوخ کړ او ددې دینونو پېروان يې په سخت عذاب ګرفتاره کړ چې هغوي د الله په قانون کې لاس وهنې وکړې او هغه يې د خپلې ګټې لپاره وکارو. دادی زمونږ هېوادوال هم ځان چا ته کم را نه وسته او ځان يې د یهودو او نصارو سره سیال کړ او د الله په قانون کې يې د خپلې خوښې مطابق بدلون راوسته.
څه فکر کوئ چې الله به مونږ هم د نورو دینونو د پېروانو غوندې چې د الله په دین کې يې بدلون راوستی و، غرق نه کړي؟ آیا دا اقدام به د نورو وضعي قوانینو د رامنځ ته کولو لپاره لاره هواره نه کړي؟ آیا دا زمونږ د مسلمان ولس او دیني عالمانو ته د شرم ځای نه دی چې په داسې یوه اسلامي ټولنه کې ځني خود غرضه خلک د خدای په قانون کې بدلون راولي او په خپله ګټه يې بدلوي؟
زه دا نه وایم چې د ولور کمول بد کار دی، بلکه زه دا وایم چې د شریعت په شتون کې او په داسې حال کې چې د اسلام مبارک دین په دې هکله بشپړ صراحت لري، نو دداسې یوې پرېکړې کول د الله په دین کې بدلون راوستل دي او د الله قانون د ځان په ګټه کارول دي.
زما د ټول افغان مسلمان ملت او د دیني عالمانو څخه دا هیله ده چې زر تر زره ددې ناوړه اقدام په مقابل کې پورته شي او له منځه یې یوسي. او ددې پر ځای چې دا ناوړه وضعي قانون عملي شي، باید د الهي قانون د عملي کولو لپاره شوراګانې او جرګې جوړي شي او د مهر الهي قانون دې عملي شي.


۲۴-۰۷-۲۰۱۱
۲ اسد ۱۳۹۰
جلالکوټ