د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طمع: لنډه کیسه

شیرین اغا جهانګیر 26.01.2011 21:28

د ژمي سړه شپه وه. نری نری واوره ورېده. پاچا له خپلې ماڼې بهر ووت. کله چې بیرته خپلې ماڼۍ ته راګرځیده، یو سپین ږیری ساتونکی يې ولیده چې له یخنۍ نه لړزېده.
پاچا له سپین ګیري ساتونکي نه پوښتنه وکړه:
- ساړه دې نه کيږي؟
سپین ږیري ساتونکي ځواب ورکړ:
- ولې نه عالي جناب! مګر ګرمې جامې نه لرم، مجبور يم چې ويې زغمم.
پاچا وویل:
- زه اوس ماڼۍ ته ځم، او امر کوم چې زما یوه جوړه ګرمې جامې دې تاته راوړي.
سپین ږیری ساتونکی هیله من شو او له پاچا څخه يې مننه وکړه. مګر کله چې پاچا ماڼۍ ته ننوت، خپله وعده يې هیره کړه.
سبا سهر د ماڼۍ په څنډه کې د یوه سپین ږیري جسد وموندل شو چې یخنۍ وژلی و. د سپین ږیري ترڅنګ يې یو لیک هم ومونده چې په کې يې لیکلي و:
- عالي جناب! ما هره شپه د همدې جامو سره د ژمي سړې شپې زغملې، مګر ستا د ګرمو جامو طمع زه له پښو وغورځولم!

ژباړن: شیرین اغا جهانګیر
۲۶ جنوري ۲۰۱۱
جلالکوټ