د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حوصله

شیرین اغا جهانګیر 30.09.2010 23:40

دوه شپې کېدې چې سترګې مې نه وې پټې کړې. سر مې پړسیدلی و، درد راباندې دومره زور کړی و چې زړه مې غوښته سر په دیوال ووهم. په موټر سایکل باندې خو هسې هم ګرځېدل له خطرونو ډک وي، مګر کله چې په شپه کې موټر سایکل وچلول شي، دا نو بیا بیخي خطرناک وي. په اوړي کې له نورو خطرونو سره یوه خطره د حشراتو ده. د موټر سایکل د چلولو پرمهال دومره په تېزه د سړي په مخ او ځان لږي، چې د ګټو ګمام پرې کیږي.
د موټر سایکل مخکی ګروپ مې هم چندان کار نکولو. قرار قرار د سړک پر یوې غاړې روان وم. ډارېدم چې کومه ستونزه راپېښه نشي. په سوچونو کې ډوب روان وم. نه پوهېدم چې ولې مې غوصه شېبه په شېبه زیاتېده. خدای خدای مې کاوه چې زر تر زره ورسیږم. خوب راباندې خپلې وزرې غوړولې وې.
له شا خوانه د موټر هارن زه د سوچونو له یو دروند خوبه رابېداره کړم. وډار شوم. ګمان مې وکه چې موټر سایکل رانه د سړک منځ ته ورغلی دی. د سړک د غاړې سپېنې کرښې ته مې وکاته. لا په خپل مسیر روان وم. ښې غاړې ته مې وکاته. ډیره فاصله وه. یوه غټه لارې هم کولای شو چې تېر ه شي.
خپل پام مې بل طرف ته واړولو. سړک دی. دا خو په کې راځي...
زه لا په همدې سوچونو کې وم چې بیا همدا موټر راپسې خپل هارن و ترنګولو. دا ځل مې ګمان وکړ چې ګوندې نشي کولای زما له څنګه تېر شي. له پاخه سړک نه خامې ته شوم. په دې انتظار وم چې موټر زما له څنګه تېر شي. مګر بیا هم موټر زما تر شا روان و. بېرته پاخه سړک ته شوم. یوه سندره مې په شونډو زمزمه کوله. د خوشحالۍ تمثیل مې کاوه. نه کېده. بېرته جدي شوم. بڼه مې بدله شوه. یوې سترګې ته خو مې لا کوم څه غورځېدلی هم وو. سترګه مې سوځېده. یو ځل بیا شاته موټر هارنونه شروع کړه. ګمان مې وکړه چې اور مې په وجود پورې شو. خپلې دواړې ژامې مې سره یوړلې. شونډې مې له غوصې نه وچیچلې. بېرته د پاخه سړک نه خامې ته شوم، مګر هارنونه همغسې راپسې کېدې.
په برېک مې پښه راټېنګه کړه. موټر سایکل مې ځای پرځای ودرواه. غوښتل مې چې شاته د موټر پسې مخ واړوم چې په دې وخت کې مې موټر څنګ ته راورسېده. د موټر د منځ ګروپ روښانه و. څلور تنه ځوانان پکې ناست ول. وړاندې تردې چې هغوي راته څه ووايي، ما خوله پرې ور پرانیسته:
- لیوني شوي یاست او که نشه یاست؟ که په سړک درته موټر چلول خوند نه درکوي نو واولوزئ!
موټر چې ترڅو بریک اخستلو، له مانه مخکې شو. د لسو مترو په اندازه زما مخې ته په سړک ودرېده. کله چې زه د موټر څنګ ته ورسېدم، ډرېور راته مسکي مسکي وکتل او په ډیره نرمه لهجه يې راته وویل:
- وروره وبخښه!، د موټر هارن تورو شوی دی!!!

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر
۸ میزان ۱۳۸۹
۳۰ سپټمبر ۲۰۱۰
د صفا راډیو اداره، جلال آباد