د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

(زېړ مازيګرى په پېښور كښې دى) چاپ شو.

لمر مومند 17.05.2011 17:38

زېړ مازيګرى په پېښور کې دى د پښتونخوا د تکړه شاعر او خوږ ژبي نطاق محمد اسرار اتل د شعرونو لومړنۍ ټولګه ده، چې اوس اوس له چاپه راوتې ده.

نوموړى ټولګه په ١٧٠ مخونو کې، په ښکلي صحافت او ښه کاغذ د يونيورسټي پبلشرز له خوا د ٢٠٠٠ ټوکو په شمېر خپره شوې ده.

په نوموړې ټولګې باندې  لرې او برې پښتونخوا نامتو ليکوالانو، شاعرانو او د ادب  له نورو شعبو سره اړه لرونکو ، لکه: اکرام الله ګران،  ښاغلي راج ولي شاه خټک، اباسين يوسفزي، پروفيسر اظهار الله اظهار، پير محمد کاروان، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، فيصل فاران او روښان يوسفزي سريزې کښلي دي.

د يادونې وړ ده، چې په کتاب کې د ارواښاد اجمل بابا  ليک هم چاپ شوى دى، چې تر مړينې مخکې يې د ښاغلي اتل پر شاعرۍ باندې ليکلى وو. همداراز د شاهين بونيزي له خوا د اتل پر شاعرۍ او شخصيت  په انګيسي ژبه هم يو مخ ليکل کړي دي.

د  اسرار اتل کتاب (زېړ مازيګرى په پېښور کښې دى) د پښتو شعر د مينه والو له تود هرکلي سره مخ شو. همداراز د پښتونخوا د بېلابېلو ادبي ټولنو له خوا د اسرار اتل د كتاب د مختکتنې تابياوې نيول شوي، چې په نږدې راتلونکيو ورځو کې به د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې ترسره شي.

له بلې خوا په يو شمېر رسنيو کې هم د کتاب په اړه  د پښتو ژبې ډېرو شاعرانو خپلې مثبتې رايې وړاندې کړي دي.

مينه وال کولاى شي، چې نوموړې ټولګه د لرې او برې پښتونخوا له هر يو کتابپلورنځي څخه ترلاسه کړي.