د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تښتول شوي امريكايي پوځي ويډيو خپره شوه.

لمر مومند 08.04.2010 17:14

 

تېر كال د طالب جنګياليو له خوا د تښول شوي امريكايي پوځي ويډيو خپره شوه.

طالب جنګيالو نوموړى امريكايي پوځي تېر كال جون كې تښتولى و، چې اوس يې ورته ويډيو پر نېټ خپره كړې ده.

په ويډيو كې نوموړى پوځي Bowe Bergdhal له خپلې كورنۍ څخه د خپل ژوند د ژغورلو غوښتنه كوي.

Bowe وايي چې جنګ د افغانستان او امريكا دواړو لپاره ګټور نه دى  او د ګوانتانو او باګرام په څېر محبسونو كې له انساني ژوند سره لوبې كېږي، بايد چې له نوموړو محبسونو څخه بنديان راخوشې كړاى شي.