د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پېښور: پر امنيتي پوستې ځانمرګي بريد، 10 تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

لمر مومند 28.04.2010 08:55

پېښور:  نن سهار د پېښور په پير بالا نومي سيمه كې پر امنيتي پوستې ځانمرګي بريد 4 تنه پوليس مړه  او 6 ټپيان كړل.

د لوړ پوړو امنيتي چارواكيو په وينا، په نوموړې پوستې كې نږدې 12 پوليس په دنده بوخت ول، چې له بارودو ډك موټر كې ناستو نامعلومو كسانو پوستې ته نږدې ځان والوزاوه، چې له لامله يې 4 تنه پوليس مړه او 6 ټپيان شول.

نوموړى وايي، چې موټر غوښتل ښار ته ننوځي، چې د پوليسو له خوا وپېژندل شو او د ودرېدو اشاره ورته وشوه، خو موټر كې ناست نامعلومو كسانو لومړى پر پوليسو  ډزې وكړې او بيا يې ځان والوزاوه.

 

همداراز تېره شپه د پېښور اړونده تهكال سيمه كې له نامعلوم ځايه توغول شوى راكټ پر يوه كور ولګېد. 

د سيمې د اوسېدونكيو په وينا، په  دې پېښه كې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د سيمې اوسېدونكي يې سخت وېرولي او له هغوى سره  يو ځل بيا د امنيتي وضعې په اړه اندېښنه پيدا شوې ده.