زموږ اتلانو ، دافغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته
01.12.2010 19:31افغانان اوس په دې ډاډه دي چې ملي لوبډله به یې په راتلونکو څو کلونو کې ددې جوګه شي چې خپل جګړه ځپلي هیواد ته بیلا بیلې نړیوالې اتلولۍ راوړي.
دوی په اسیايی لوبو کې ثابته کړه چې دا کار ورته ډیر سخت نه دی. د بیلګې په توګه ،ما هیڅکله داسې فکر نه وو کړی چې کله به زموږ هیواد د کرکټ د دومره پیاوړې لوبډلې خاوند شي.
ستاسې به په یاد وي ، په ۱۹۸۷ کال کې د کرکټ نړیوالې لوبې وې. د پاکستان د کرکټ کپتان اوسنی سیاستوال عمران خان وو.
عمران خان پخپل هیواد کې د هرچا په خوله وو. ان د افغان کډوالو په کمپونو او د جهادي تنظیمونو په دفترونو کې د هغه نوم په ویاړ سره اخیستل کیده.
په افغانستان کې شورویان وو او په میلیونو افغانان مجبور شوي وو چې ګاونډیو هیوادونو ته پنا وروړي. زما کورنۍ هم په پاکستان کې دافغان کډوالو په یو کمپ کې اوسیدله.
کله چې به د کرکټ سیالي پیل شوه نو موږ به لیدل چې بازارونه بند شوي دي ،په دولتي ادارو کې به د کار په شدت کې لږوالی راغی.هټیوالو به د پاکستان جنډې پخپلو هټیو وځړولې . ټول ښارونه به په جنډو رنګین شول.
دغه ورځ به دولتي ادارو مراجعین هم نه درلودل ،هرڅوک په کور کې پاتې کیدل چې پر ټلویزون د کرکټ د لوبو د مخامخ بهیر ننداره وکړي. خلکو د زړه له کومي له کرکټ سره مینه درلوده. ددې سره سره چې پاکستان هغه نړیواله سیالي وبایلله خو بیا هم د خلکو په احساساتو کې بدلون رانغی. ځکه چې د کرکټ مینه وال هیله من وو، اتلانو یې دوی ته ډیرې هیلې ورکړې وې.
همدې ټکي زما پام کرکټ ته واړاوو ،او له دې په زړه پورې لوبې سره یې اشنا کړم. د لومړي ځل لپاره مې د قلم او کتابچې په پلمه له کوره اخیستل شوې پیسې په بیټ او وکټو ورکړې. نور ملګرې هم زما په څیر د کرکټ لیواله وو. یوه لوبډله مو جوړه کړه ، د کرکټ څو نورې ډلې هم د کډوالو په دغه کمپ کې جوړې شوې.
موږ به هر وخت سیالۍ جوړولې او جایزې مو پکې ټاکلې. د کرکټ په اړه مو ډیر مالومات درلودل. په هماغه ماشومتوب کې مو د کرکټ ټول قوانین زده کړي وو خو کله چې به ټولګي ته لاړو د ښونکي د ښونې سره سره به مو د ښونځي سبق نه وو زده یا به مو سختۍ سره د ښونکي پوښتنو ته کره ځواب ورکاوو. خو د کرکټ توکي مو له یاده نه وتل.
ورځ تر بلې مو دنړۍ مشهور لوبغاړي پیژندل او د هغوی په اړه به مو زړې زړې مجلې چیرته په لیلامیو کې پیدا کولې او هڅه به مو کوله چې په منځپانګه یې ځان پوهه کړو.
رچرډسن ، ګراهم ګوچ ، ایین بوتم ،ظهيرخان دا ټول موږ پیژندل . ان د هغوی له شخصي ژونده به هم خبر وو. له کرکټ سره نور زموږ ورځينۍ بوختیاوې او ذهنونه تړل شوي وو.
ښونځي کې به مو پر پردیو لوبغاړو بحثونه کول. موږ به ان له دې خبر وو چې سبا د اوول په لوبغالي کې د ویسټ انډیز او انګلنډ میچ دی. ارومرو مو ځان د نړیوال کرکټ له ورځینو پرمختګونو خبراوو. کله کله به مو یوه راډیو راپیدا کړه او د کرکټ د نړیوالو سیالو مخامخ بهیر به مو پکې اوریده چې ډیری به په انګریزي وو.
هغه وخت ان دا هم موږ ته کومه حیرانونکې خبره نه وه چې یوه ښځه د کرکټ د روانې سیالۍ حال په ژوندۍ بڼه وړاندې کړي. په ۱۹۹۲ کال کې د اسټرالیا او انګلڼد لوبې وې نو یوې ښځې د کرکټ د سیالۍ بهیر مخامخ وړاندې کاوو، په اصطلاح [ کمنټیټره] وه.
موږ له کرکټ سره بیسارې مینه درلوده خو د ورځې په پای کې چې خپلو کورونو ته راتلو نو بیا
به ډیر خپه وو ، ارمان به مو لا په زړه پاتې وو. یو بل ته به مو وویل ،د هغه چا لپاره چې موږ په ښونځي کې بحثونه کوو یايي ستاینه کوو ،هغوی خو زموږ اتلان نه دي؟ موږ خو افغانان یو او دا بهرنیان دي ،نو ژر به بیرته کیناستو او لاسونه به مو زنې ته ونیول.
سهار به په دې نیت ښونځي ته روان شولو چې نور به پر پردیو خلکو بحثونه نه کوو، خو کله چې به ټولګي ته ننوتلو،لکه د افغانستان د سیاست بحثونه، بیا به د کرکټ بحث پیل شو او زموږ به هغه پخواني چورتونه هیر وو.
دا ارمان مو د زړه پر سر لکه سره تڼاکه داسې وو چې کله به زموږ خپل هیواد ګران افغانستان د کرکټ د لوبډلې څښتن شي ؟ هغه وخت به کله راشي چې موږ خپله ملي لوبډله د ټلویزون پر هنداره وګورو؟ خو الله پاک زموږ دا ارمان پوره کړ.
موږ ولیدل چې زموږ ملي لوبډله د ټلویزون پر هنداره په داسې حال کې راڅرګنده شوه چې د نړۍ د لویو لوبډلوپه ضد لوبیده، هغه لوبډلې چې موږ به یې په ښونځي کې د لوبغاړو ستاینې کولې .
موږ ولیدل چې د افغانستان په رسنیو کې د کرکټ له لوبې وروسته پرتیرې شوې لوبې بحثونه جوړیږي ،د خپلو لوبغاړو او د سیالو ډلو د لوبغاړو کړنې تر څیړنې لاندې نیول کیږي.موږ ولیدل چې نور کرکټ په افغانستان کې [ د ملي لوبډلې د بریاوو او لاسته راوړنو له امله] پر یوه ملي لوبډله بدله شوې ده او کرکټ د تنکیو ځوانانو اصلي بوختیا ده.
دا ددې لپاره چې موږ اوس خپل اتلان لرو اوکمکیان یې ترې زده کوي. هغوی داسې اتلان دي چې له پردیو سره د پردیو پر ډګرونو سیالي ته وردانګي. هغوی چې زموږ جنډه او زموږ شمله د خپلو سیالانو په میدانونو کې پورته کوي. دوی د هغه پوځ په څیر دي چې د خپل ولس د نیک مرغۍ لپاره جنګیږي ، نه دخپل ولس د بربادۍ لپاره. موږ په تاسې ویاړو.