افغان خبریال سمیع یوسفزي دکال غوره جایزه وګټله
02.07.2010 20:32افغان خبریال سمیع یوسفزی د ۲۰۱۰ کال د غوره څیړنیز ژورنالیست جایزه وګټله.د سمیع یوسفزي تحقیقي راپورونه چې دافغانستان او پاکستان پر حالاتو بحث کوي د مشهورې مجلې نیوز ویک له لارې خپریږي.
سمیع یوسفزی له هغې وروسته دغې جایزې ته ونومول شو چې ده د طالبانو په اړه یو راپور خپور کړ چې نوم یې وو ( طالبان ددوی پخپله ژبه) .
دی د تیرو څو کلونو راهیسې له داسې یو ځای څخه راپورونه ورکوي چې خبریالان پکې د راپور ورکولو پر مهال سخت وخت زغمي.
هلته چې هم جګړه ده او هم د وینا خپلواکي محدوده ده ، دی په هغه ځای کې د رښتیاو د پیداکولو لپاره لالهانده دی.
هغه اعلامېه چې سمیع یوسفزی دغوره څیړنیز خبریال په توګه اعلانوي لیکي چې هغه د خبریالۍ نادوده بڼه په وچت معیار کې وړاندې کړې .
دغه جایزه سمیع یوسفزي ته د رسنیو یوې امریکا میشتې ټولنې سوپا ورکړې ده . دې ټولنې په یو شمیر نورو هیوادونو لکه عراق او تایلنډ کې هم غوره خبریالان نومولي دي او د جایزې ګټونکي یې بللي دي.
سمیع یوسفزی نژدې له یوې نیمې لسیزې راهیسې خبریالي کوي او د اروپا او امریکا په رسنیو کې یې راپورنه خورا نوم لري.
ده د خبریالۍ کار د ۱۹۹۰ کلونو په نیمايي کې له بی بی سی رادیو سره پیل کړ. وروسته یې بیا نورو سیمه ییزو رسنیو سره هم کار وکړ.
د روانې لسیزې په پیل کې یې د ازادۍ رادیو سره هم د یو څه وخت لپاره همکاري درلودله خو د څو وروستیو کلونو راهیسې په امریکا کې خپریدونکې مشهورې مجلې نیوز ویک سره کار کوي.
ښاغلي یوسفزي په سیمه کې ناسپړل شوي او د بندو دروازو تر شا خبرې راپورته کړي او د نړیوالو تر غوږونو یې رسولي دي.
ده په جګړه ځپلې سیمه کې هغه حقایق په ډاګه کړي چې ډیری خبریالان یې د راپورته کولو لارې ګودرې نلري.
دی د خپل کار په لړ کې څو ځلې تر برید لاندې راغلی خو ژوند ورسره یاري کړې . سمیع د رښتیاو د پلټولو په لار کې بندي شوی هم دی او سختې ورځې یې لیدلي دي .
د تیر کال په پیل کې د ښاغلي یوسفزي د سپرلۍ پر ګاډي د پیښور په زړه کې برید وشو چې سخت یې ټپي کړ خو ددغو ګواښونو سره سره یې د رښتیاو پلټل پرنښودل.