روسانو ښه راغلاست:افغانان په مینه سترګې په لار دي
01.11.2010 03:23لیکوال: حنان حبیبزی
سرچینه : اوپینین میکر
نیټه:۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۳۰
پښتو بڼه او لنډیز: پخپله لیکوال
د شوروي پخوانی مشر میخایل ګورباچوف په دې ډیر ښه پوهیږي چې افغانان څومره له روسيي عسکرو څخه کرکه کوي، ددغې پوهې له مخې هغه هڅه وکړه چې د روسیې مشرتابه ته سلا ورکړي چې په افغانستان کې د ناټو د ملاتړ لپاره ځان په خطر کې ونه غورځوي.
دا ځکه د روسانو لپاره یو خطر دی چې دوی یو ځل په افغانستان کې غاښ ماتونکې ماتې خوړلې او روسان لا هم د افغانانو په لاس د خوړل شوې ماتې بدې پایلې زغمي . له بلې خوا بې شمیره افغانان د روسانو د یرغل په نتیجه کې ووژل شول او زیات شمیر نور افغانان یې شل او معیوب کړل ، یایې دافغان کورنیو ډوډۍ راوړونکي له منځه یوړل.
کله چې دغه خبر ما واوریده چې روسان یو ځل بیا خپل پوځی ځواکونه افغانستان ته لیږي ، زه په بیړه تیر وخت ته ستون شوم. دې خبرې ماته هغه ظلمونه او تیري را په زړه کړل چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د روسانو د یرغل پر مهال زما کورنۍ وزغمل.
زما یو شمیر خپلوانو د شوروي د ځواکونو په لاس خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ،هغوی چې له هغو ظلمونو ژوندي ووتل لا هم جسمي او روحي کړاوو زغمي . دوی د شوروي ځواکونو هغه بې رحمانه چلند کټ مټ په زړه دی. د ګڼو دلایلو له مخې هیڅ یو افغان دې ته چمتو نه دی چې د روسيي عسکرو بیا راستنیدنه ومني.
دوی په بشپړ ډول له دغه ډول یوې مفکورې کرکه لري. زه پخپلو خپلوانو کې یتمان ( چې اوس ځوانان دي) ، کونډې او معیوبین لرم، همدغسې پخپل کلي کې.
ددې لپاره ګورباچوف پر هغه کرکه پوهیږي چې روسیې ځواکونه به په افغانستان کې ورسره مخامخ شي ، که دوی یوځل بیا افغانستان ته ورننوځيي .
( په افغانستان کې پوځي بریالیتوب ناشونی دی ، ګورباچوف وویل ، د امریکا متحد ایالات بله لاره نلري خو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ویستل ،که غواړي چې له بل ویتنام څخه ځان وساتي.)
ګورباچوف دغه خبرې تیره اونۍ له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړي دي. یو ویشت کاله وړاندې د شوروي اتحاد د وروستي مشر په توګه ګورباچوف مجبور شو چې له لس کلنې جګړې وروسته خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.
اوسنۍ روسیې هوکړه کړې چې د لویدیځو هیواونو په غوښتنه ( چې یو ویشت کاله وړاندې یې له هغو مجاهدینو سره مرسته کوله چې شوروي اتحاد ته یې په افغانستان کې ماتې ورکړه) د افغانستان جګړې ته بیا ورستنه شي.
د انډیپنډنټ ورځپاڼې له مخې مسکو د افغان پوځ په روزنه او د نشي موادو پخلاف د افغان ځانګړو ځواکونو په روزنه بوخت دی ،او په اصل کې یې دا هوکړه کړې چې دناټو ځواکونو ته به پوځي چورلکې ورکړي چې په جګړه کې ترې کار واخیستل شي.
دا یوازې زما خپل خپلوان او قبیله نه ده ، سلګونو زره افغانان به راوړاندې شي او د روسي د پوځونو د دوم یرغل په وړاندې به سخت غبرګون وښيي. لکه د کندهار ولایت حمیدالله چې خپل غبرګون راسره د ټلیفون له لارې شریک کړ :
( له هغې راهیسې چې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ ،زموږ هیواد په دغه کړاوو کې دی. دا بل څه نه دي بلکې افغانانو ته د سخت وخت ور په زړه کول دي. په افغانستان کې د روسانو د ځواکونو شته والی به لا نور افغانان د طالبانو ملاتړ ته وهڅوي او دا به له روسانو څخه د غچ اخیستلو نوې موقع وګڼل شي. دهغو خلکو زامن چې د شورویانو په لاس په ۱۹۸۰ کلونو کې وژل شوي دي ، اوس ټوپک ګرځولی او جنګیدلی شي.)
د شورویانو له یرغل وروسته د افغانستان حالات پر تاوتریخوالي بدل شول:
د شورویانو جګړه په افغانستان کې لس کاله اوږده شوه او دا جګړه ددې لپاره کیده چې په دغه هیواد کې د وخت له مارکسیست حکومت څخه دفاع وکړي.
د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷ نیټه دافغان ځواکونو په جامو کې شاوخوا ۷۰۰ شوروي عسکر چې استخباراتي او ځانګړي ځواکونه د الف ډلې او د زینت ډلې په نامه پکې وو افغانستان ته ننوتل.
دا یو بشپړ لړزونکی او ټکان ورکونکی عمل وو چې ژر یې افغانان په ټول هیواد کې وخوځول. په چټکۍ سره خلک له دې یرغل خبر شول، او هیواد په بیلا بیلو برخو کې پاڅونونه راپورته شول.
مجاهدین او ازادي غوښتونکي د هیواد په بیلا بیلو برخو کې خواره واره وو خو ژر منظم شول. دوی له یو شمیر هیوادونو لکه دامریکا متحد ایالات ، برتانیا ، سعودي عربستان، پاکستان ،مصر او له یو شمیر نورو اسلامي هغو څخه دسړې جګړې په لړ کې مرستې ترلاسه کړې.
د شورویانو څلویښتم لمبر قول اردو د بریژنیف په لارښونه په افغانستان کې ځای په ځای شو چې په پای کې یې نژدې پنځلس زره ځواکونه په په دې هیواد کې ووژل شول .
د شورویانو یرغل دافغانستان بنسټونه ویجاړ کړل:
پر افغانستان د شورویانو یرغل دغه هیواد ویجاړ کړ خو په بد ډول وځپل شول او د خلکو د مرستې په تر لاسه کولو کې پاتې راغلل.دغه جګړه د شورویانو په مشرۍ دداسې خلکو پخلاف کیده چې تش لاسي وو او د نوو وسلو په اړه یې روزنه نه درلوده.
خو د لوړې ارادې او د ټینګ هوډ له مخې چې د خپل هیواد ددفاع لپاره یې درلوده ، د روسانو پخلاف راپورته شول، خو لکه په اټومي بم ځپل شوو سیمو هیروشیما او نګاسکي ،افغانستان هم د جګړو په خونړیو زخمونو او پرهارونو کې ډوب پاتې شو.
دا پرهارونه لا جوړ شوي نه وو چې امریکایان له درندو بمونو سره راغلل ،دغه جګړه هم پر موږ وتپل شوه او بیا د لویدیځ د پټو موخو د رامنځته کولو لپاره د رسنیو موضوع شوه .
افغانان خپله وینه نه بخښي: