مقابله
23.08.2010 12:20د دوه ولايتي لوبډلو سخته مقابله روانه وه، ډېر نږدې سره روان وو او توپونه هم لکه د مرمۍ په کې ورېدل. څو کسان په کي ټپيان هم شول.
له لوبې وروسته يو توپ وهونکی په ځغاستځای (پيچ) کله يو سر کله بل سر ته تللو. د لوبغالي باغوان ترې پوښتنه وکړه:
- لکه چې بېرته د لوبې صحنې ځان سره تکراروې که څنګه؟
لوبغاړي ورته وويل:
- نه زه مې د غاښونه پسې ګرځم.