کيچونه
15.08.2010 08:47يو فيلډر (توپ راغونډونکي) د يو توپ اچونکي لس کيچونه وغوروزل او ويې نشو کړای چې ويې نيسي. له لوبې وروسته یې د هماغه توپ اچونکي سره خبرې کولې چې د لاس ساعت ته یې په وارخطايۍ وکتل:
- اوه، زه بايد زر ولاړ شم. که ناوخته شو بيا د لين ګاډی نه شم نيولی، راڅخه به ولاړ شي.
توپ اچونکې ورته په غوصه وکتل:
- د کيچونو په نيولو کې خو دې هاغه کانې وکړې، زه به دعا درته کوم چې د ګاډي په نيولو کې دې قسمت ښه وي.