د جمعې په ورځ کرکټ
15.08.2010 08:36یو لوبغاړي به د هرې جمعې په ورځ لوبه کوله خو د ميرمن یې دا کار نه خوښېدو. بله ورځ يې ميرمن د کلي له ملا امام څخه پوښتنه وکړه:
- ملا صيب: د جمعې په ورځ کرکټ کول ګناه ده؟
ملا صيب ورته وويل:
- نه هيڅکله نه. د جمعې په ورځ لوبه کول وبال نه دی خو دا چې څه ډول لوبه کوي یو ستر جرم دی.