د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لغمان چارواکي:په ګړوچ مو کورني او بهرني طالبان وژلي!

خبري څانګه 10.08.2010 15:14

په ختيزولايت لغمان کې  چارواکو د يو شمير بهرنيو او کورنيو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړ.

چارواکي وايي دمخالفينو پټنځايونه يې د هوا له لارې تر بريد لاندې راوستې خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دلغمان دوالي وياند ګل الرحمن همدرد دسې شنبې په ورځ په يو تليفونې تماس کې  ټول افغان ته وويل نن سهار افغان  او بهرنيوځواکونو د لغمان ولايت مرکز اړوند د ګړوچ او بادپخت په سيمه کې دوسله والو طالبانو پر خلاف تازه عمليات پيل کړي چې پکې دمخالفينو پټن ځايونه دهوايي ګوزارونو لاندې راغلي دي.

دوالي وياند وويل دوې ته درسيدلو مالوماتو له مخې تر دامهاله  دڅوارلسو تنو کورنيو او بهرنيو وسله والو طالبانو دوژل کيدو خبر ورکړل شويدى. ده  وويل په وژل شويو کې پاکستاني او دچيچنيا يي  وګړي شامل دي. د نوموړي په وينا د افغان ځواکونو څلور تنه بهرني طالبان چې ده يې دهويت په اړه څه ونه ويل ژوند نيولي دي.

ګل رحمان همدرد وويل په عملياتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دې رسيدلې ،ده دا هم وويل چې دغه عمليات به دمخالفينونه دسيمې دپاکولو پورې دوام وکړي.

دافغانستان ددفاع وزارت هم  منلې چې دلغمان دبادپخت او ګړوچ په سيمه کې يې دعملياتو پرمهال څوارلس تنه وسله وال طالبان وژلي دي. خو دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تر اوسه دافغان امنيتي چارواکو ددې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دلغمان دګړوچ او بادپخت سيمه چې ددغه ولايت دمرکز مهترلام سهيل په اويا کيلو مترۍ پرته ده خواوشاه يوه اونۍ وړاندې هم دافغان ځواکونو له لورې چاڼيزعمليات پيل شوي و چې دواړو لوريو ته پکې دسر او مال درانه زيانونه وراوختي و.