د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ویب پاڼې

خبري څانګه 26.07.2012 21:44

دنړۍ پېژندنې ارزښتمنه هڅه
  دا د ښاغلى صيام الدېن پسرلي راټول کړى او لېکلې کتاب دی، چې په پښتو ژبه مونږ ته دافغانستان او نړۍ مهمې او مشهورې انټرنټې پاڼې يا وېب سايټونه را پېژنې لېکوال هڅه کړې، چې په دغه کتاب کې تر ډيره هغه انټرنټي پاڼي راوپېژنې چې افغانانانو پورې تړاو لري او يا يې لوستنه او اړيکه د افغاني ځوانانو لپاره مهمه او په زړه پورې ده.
انټرنټ د اوسني وخت تر ټولو مهمه اړتياده اوس نړۍ د دغه جال په مرسته پخپلو کې سره وصل ده او که موږ او پر تېره زموږ ځوانان له دغه نړۍ نه ناخبره پاتې شې، بويه چې له نیمایي ارزښتمن ژوندانه نه محروم دي، ځکه نو د انټرنيټ پيژندنه او په هغو کې بيا د خپل ذوق مطابق د مطالعي لپاره موندنه ډيره ضروري ده او ددې لپاره بيا د انټرنيټې پاڼو پيژندل د اوسني وخت د پرمختلونکي نړۍ اساسې ضرورت دی، د صيام الدين پسرلي ښې موضوع ته پام شوي، چې هم ځوانانو ته لارښودې ارزښت لري او هم دافغانستان پيژندنې او نړۍ پيژندنې يوه ابتداېې، خو اغیزمنه هڅه ده موږ ټول بايد کمپيوټر  انټرنيټ او پر مختلونکې نړۍ وپيژنو او د خپل ځان او هيواد لپاره ېې په کارکړو .ددغې ورځنيو مهمو موضوعاتو کتابې کول ذوق او پوهه غواړي او يقيناً چې ښاغلې ليکوال دغو دواړو ته لاس رسی لري.
دليکوالي په  ډګر کې دا دښاغلي ليکوال لومړنۍ هڅې دې او که نيمګړتياوي لري، نو په راتلونکي وخت کې به ېې ورته پام شې او اصلاح به ېې کړې.
زما په فکر مهمه داده، چې دا کتاب موږ ته د مهمو انټرنيټي پاڼو نښي پتې په لاس راکوي او همداېې تر ټولو اغيزمنه ده ،که نور ځوانان هم دغې اړتيا وړ موضوعاتو ته لاسونه ور وغځوې، نو نيمګړتياوې به لږې شې او زموږ د ځوريدلې او بې وزله ملت مخته به درڼا او خپلواکۍ کړکۍ پرانستل شي
په اسلام او پښتونوالۍ مين
محمد داود وفا
جلال آباد
1389 (دليندۍ )30 م