ایا دنړۍ زورواکان هم دنړیوالو قوانینو منلوته ځان ژمن بولي ؟
02.06.2010 15:57دتیرې دوشنبې په سهار اسراییلي سمندري پوځیانو دازادۍ په هغه کاروان پوځي برید وکړ کوم چې دغزې تړانګې دمحاصرې ماتولو په غرض له ترکیې څخه دغزې په لورخوځیدلی وو.
دآزادۍ داکاروان د دریو بشري ټولنو :اروپایي کمپاین ، دغزې خوځښت اودترکیې دانساني خیرښېګنې موسسې په نوښت داسرایلي ځواکونولخوا دغزې تړانګې دڅلورکلنې کلابندي دله منځه وړلو په غرض دترکي ولسمشر ښاغلي طیب اردوګان په مرسته ترتیب شوی وو.
په دغه کاروان کې د۴۸ اسلامي اوغیراسلامي هیوادونو۷۵۰ تنو سیاسي فعالینو چې دهغوﺉ په منځ کې پارلماني غړي، دیني شخصیتونو، دبشري ټولنو استازي ،استادان ،ډاکتران اودیوشمیر نړیوالو ټلویزوني شبکو ژورنالستان موجودول د مي د میاشتې په ۲۸ په ۶ بیړیوکې دترکیې له انتالیا سمندري بندرنه دفلسطین دغزې تړانګې په لورحرکت وکړ .
ددغه کاروان شپاږو سمندري بیړیو چې شاوخوا لس زره ټنه طبي ،خوراکي اوعمراني توکي په کې بارول دجمعې په سهار خپل حرکت پیل او د دوشنبې ورځې په سها داسراییلوداشدود سمندري بندر په شاوخواکې داسراییلي بحري پوځي ځواکونوله خوا دهغوﺉ دپرمختګ مخنیوی وشو ،خودازادۍ دکاروان ټولو ګډونوالو دهغوﺉ په مخنیوي پروا ونکړه اوهمداسې یې په دغو نړیوالو اوبوکې دمحاصره غزې په لوري خپل حرکت ته دوام ورکړ .
هغه وو چې دصهیونستي رژیم سمندري ځواکونو دغه په انساني مرستو بار بیړۍ اودهغوﺉ ۷۵۰ تنه بیدفاع سورلۍ تر ځمکني او هوایي برید لاندې ونیول اودآزادۍ دکاروان په مخکښې مرمره نومي ترکي بیړۍ یې له هواڅخه دپوځي څرخکیو په وسیله لومړی سخت پیرونه وکړل اوبیایې کماندوزورباندې راشیوه کړل .
صهیونستي کماندوزځواکونو په ډیرې بیرحمۍ او وحشت سره په بیوزلو سوارلیو چې دهغوﺉ په جمله کې تورسرې ، استادان اودپاخه عمرخلګ موجود ول په بي پروا ډول مرمۍ وورولې چې په پایله کې یې ۱۹ تنه سیاسي فعالان ووژل شول اوتر۵۰ زیات پکې ټپیان شول.
داچې په مرمره نومې بیړۍ کې دهمدغو متضامنینو په جمله کې دالجزیره شبکې په شمول د ډیرو نورو تلویزوني شبکو خبریالان هم موجودول هغوﺉ دخپلو لایف نشراتي پروګرامونو له له لارې دغه دوحشت صحنه په ژوندۍ توګه خپلو اړوندو چاینلونوته بروډکاست کوله اوهغوﺉ همداسې په مستقیمه توګه خپروله.
وروسته تردې چې صهیونستي ځواکونو ټوله بیړۍ اودهغې ۷۵۰ تنه سورلۍ ترخپل واک لاندې راوسته بیایې همدغه بیړۍ په جبرسره دغزې له طرف نه داشدود اسرایلي سمندري بندرپه لوري بوتلله اوهالته یې همدغه بیوسلې سورلۍ په ډیروحشت د دو دو تنو پوځیانو په وسیله په تړلو لاسونو له بیړۍ نه راکوزول اوپه همدغه سمندري بندرګاه کې له مخکي نه ترتیب شوې بندیخانې ته لیږدول.
کله چې دنړیوالو خبري رسنیو ژورنالستانو له اسرايیلي پوځي چارواکو څخه دهغوﺉ ددغه پوځي برخورد په اړه پوښتنه وکړه چې تاسو ولي بي وسلې مرستي رسوونکي ولسي کسان ترپوځي برید لاندې ونیول او ولي موهغوﺉ داسې په بیرحمانه توګه ووژل دهغوﺉ ځواب داوو چې همدغو مرستندویانولومړی په مونږ باندې مرګوني ګذارونه وکړل ؛ مقابلتا مونږله خپل ځان څخه ددفاع په منظور په هغوﺉ دفاعي برید وکړ چې په نتیجه کې دغه ۱۹ کسان مړه او۵۲نور ژوبل شول. کله چې ژورنالستانو له هغوﺉ نه وپوښتل چې دبیړۍ ناست کسان خو ټول بي وسلې کسان ول هغوﺉ وسله له کومه کړه دصهیونستي چارواکوځواب داوو چې هغوﺉ زمونږ له کوماندوزوپوځیانو وسله په زورترلاسه اوبیایې پرمونږ استعمال کړه!!!.
دصهیونستي ځواکونو دغه وحشیانه عمل دټولې نړۍ دخپلواکو بشري ټولنو لخوا په کلکه وغندل شو ،عمرموسی دعربي ټولنې مشر په عاجله توګه عربي سرمشریزه راوغوښته اودټولو ګډونوالو په مطلق اکثریت سره یې دصهیونستانو دغه عمل غیر انساني او غیراخلاقي جنایت وباله ،دترکیې ولس مشر طیب اردوګان په نیویارک کې دملګروملتونو دبیړنۍ ناستې ددایرولو غوښتنه وکړه هماغه وه چې داغونډه هم دایره او هالته هم دغونډې ګډونوالو په غوڅ اکثریت سره داسراییلي پوځیانو دغه عمل دټولو انساني او اخلاقي معیارونو خلاف وباله خوکله چې دغونډې په سبا داسراییلي ځناورو ددغه وحشت اوجنایت په هکله پریکړه لیک صادریدو نو دهغه لهجه بیا دغونډې دګډونوالو دغوښتنې خلاف وه .
داسراییلو ددغه وحشت په هکله هم دامریکې اوهم دملګروملتونو وروستۍ فیصله داسې وشوه چې مونږ (امریکا اوملګري ملتونه ددغه عمل له امله متأسف یو اوکوم عمل چې د۱۹ بیګنا انسانانو دوژل کیدو لامل وګرځیدو په کلکه غندو!!!. داماناچې ددغو ۱۹ کسانو دوژل کیدو مسؤلیت یواځې داسراییلي پوځیانوپه غاړه ندی بلکې دهغوﺉ ترڅنګ خپله داوژل شوي کسان هم په دغه مسؤلیت کې ځکه شریک دي چې هغوﺉ لومړی په اسراییلي پوځیانو برید کړی !!!.
هغه دپښتني متل له مخې چې دزوروراوبه په پيچومي خیزي مخ . داچې اسراییل (دصهیونست غاصب رژیم) دامریکې په مټ دنړۍ ترټولو دوهم بدماش اوزورور هیواد دی نودملګروملتونو عمومي فیصله هم ددوﺉ دخوښې مطابق کیږي ؛دیته نه کتل کیږي چې ولي له څلوروکلونوراهیسي دغزې مظلوم اوسیدونکي تراقتصادي محاصرې لاندې دي؟
ولي په هغوﺉ سپین پاسپورس کاریږي اوماشومان اوسپین ږیري یې په لمبوکې سوځي ؟
په ایران یی ټوله نړۍ رامرش کړې چې هغوﺉ ولي اتومي انرژي فعاله کوي ځکه دابه بیا په احتمالي ډول داسراییلوپه ضدوکارول شي ،خواسراییل چې په عملي توګه په بیوزله محاصره فلسطنیانو په بیالوژیکي وسلو برسیره هره وژونکې وسله کاروي څوک یې مخ ته ګول هم نسي وراچولای.
عراق یې دهمدغه احتمال په توراشغال کړ ، افغانستان ته یې دسبتمبر پیښه پلمه کړه خو داسراییلود ملموسو اویقيني جنایاتوپه اړه حتی دلفظي غندلو جرأت هم نشي کولای .
نپوهیږم دغربي دیموکراسۍ په خم کې ډوب سرمستان دهغو نړیوالو قوانینواوتعهداتو منلوته څومره ځان ژمن بولي کوم چې خپله ددوﺉ له لوري دبیوزله اوکم وسه هیوادونو دمهارولو اوټکولو لپاره وضع شوي ؟
ایا دهغوﺉ دوحشت اوقساوت په قاموس کې هم دقانون اوتعهدپه نوم توري شته دي چې دنه منلو په صورت کې دجزادمحکمي میزته راکش کړل شي.
هو! که دهغوﺉ په جنایتکارانه وضعي قوانینوکې نن دزورورو محاکمه کول محال ګڼلای شي مونږ د داسې ورځې په راتلوهم باورلرو چې دغه ټول زورورخرمستان به دالهي دعدل محکمي ته راکش کیږي اوهالته به بیاورسره دخپلو وحشتونو لازمه معامله کیږي ..... وَيَقُولُونَ مَتَى هُوَ قُلْ عَسَى أَن يَكُونَ قَرِيباً }الإسراء51

