په دولتي اداروکې له فساد سره دمبارزې په ضد مبارزه
27.12.2011 10:50(دوهمه برخه)
بانکونه :
له بده مرغه چې ولس مشر کرزي په خپلې ادارې کې دهیواد دمرکزي بانک په شمول دولتي اوشخصي بانکونه داسې خلګوته وسپارل چې هغوئ په نړیواله کچه قماربازان او دډیرې فاسدې مالې سابقې څښتنان ول.
دافغانستان بانک مشر قدیرفطرت ، دعزیزي بانک مشر میرویس عزیزي،دکابل بانک مشر شیرخان فرنود ټول هغه منحط او په فسادککړاشخاص دي چې له هیوادنه بهرهم په ډیرو مالي اواخلاقي فسادونوکې ښکیل دي،خو ښاغلي کرزي همدغه مفسدین دمتخصصینو په نوم افغانستان ته راوغوښتل او دلته یې ورته دهیواد ترټولو لوړه مالي مؤسسه دافغانستان بانک او نور شخصي بانکونه وسپارل ،چې هغوئ هم دخپل ذاتي عادت له مخې په ښه سړه سینه تري په ملینونو ډالرغلا او بیرته هغو هیوادونوته ستانه شول چیري چې یې دغلااو فساد تخصص ترلاسه کړی وه .
دغوښاغلیو په یواځیتوب دغه فساد او غلا نه دی کړې بلکې له هغوئ سره دولس مشر کرزي اودهغه دمرستیال قسیم (بهیم) وروڼه هریو محمود کرزی او حسین فهیم عملاسهیم ول .
دښکاره اسنادو له مخې دکابل بانک دمالي بحران اصلي لامل هم همدغه قرضونه ول چې په غیرقانوني توګه دولسمشرورور محمود کرزي اودهغه دمرستیال ورور حسین فهیم له نوموړي بانک څخه په غیر قانوني توګه ترلاسه کړي . له دغو غیرقانوني پورونوڅخه دفهیم ورور حسین فهیم ۹۲ ملیون ډالره او دولسمشر کرزي ورور محمود کرزي ۲۲ ملیون ډالره اخیستي رسیږي چې له امله یې کابل بانک دمالي بحران ښکارشو
ددغو حرفوي غلو اودښاغلي کرزي دمتخصصینو دغلاګانو اودرغلیو په اړه برتانوۍ ګارډين ورځپاڼې تیرکال په سپتمبرکې یومفصل رپوټ خپورکړ اوپه هغه کې یې دکابل بانک ۹۰۰ مليونه غلاشوي ډالر چې د کابل بانک مشر او ځيني نور دولتي چارواکوپه ګډه سره غلاکړي ول د ټول بشريت په تاريخ کې بي ساری اختلاس وباله . دګارډين په دغه رپوټ کې لیکل شوي ول چې د افغانستان کورنی اقتصاد ټول ټال ( Gross domestic product GDP دولس بليونه امريکايي ډالر دی چې کابو يو بليون یې یواځې په دغه یوه بانک کې دچارواکو لخوا غلاشوي ، چې په دې اساس د نړۍ په هيڅ ځای کې هيڅکله هم د کورني اقتصاد بيې ته په کتو دومره ستره غلا نه ده شوې. . مأخذ: www.surgar.net
دحج او اوقافو وزارت :
د حج او اوقافو وزارت چې خالص دمذهبي چارو اوپه تیره دحج دمبارکې فریضې دچارو سرته رسولو په نوم ایجاد شوی او معمولا یې په سرکې مذهبي اشخاص قرارلري د ټول حکومت په کچه ترټولو فاسد ترین وزارت دی .
له تیرولسو کلونو راهیسې پکي په مسلسله توګه مالي فساد(غلا) او مکې مکرمې ته دتلونکو حاجیانو دپیسو لوټل دوام لري اوهرکال له دې امله افغان حاجیان دریاض اوجدي په هوايي ډګرونو کې افغانستان ته دبیرته راتلو په مهال له سلګونوستونزو سره لاس اوګریوان وي ، تردې چې اکثره یې دپیسو دنیستۍ له امله په ګدايي لاس پوري کړي ، ښاغلی کرزی تر اوسه نه دی توانیدلی یا یې نه دې غوښتي چې په دغه مذهبي وزارت کې دغلا مخه ونیسي .یواځې داچې کال په کال دنوموړي وزارت لپاره داصلاح په نیت نوی وزیر ټاکي خو هغه داسې څوک وي چې حاجیان د مخکني وزیر دعاګوی کړی.
ددغو وزیرانو(غلو) له جملې نه یوهم ښاغلی صدیق چکری دی چې دحاجیانو دحج دپیسو له برکته یې دمکې په ځای لندن خوښ شوی او غواړي نور خپل پاتي ژوند همالته دعیش ونوش په چکرو تیرکړي.
تعلیمي اوتحصیلاتي مؤسسې :
دهیواد تعلیمي او تحصلي ادارې چې دهیواد حال او استقبال ټول ورپوري تړلی هم له فساده خوندې نه دی اوهرسړی کولای شي دډالرو په وسیله داسې تعلیمي شهادت نامه او تحصلي سند ترلاسه کړي چې زړه يې غواړي .
دلوړو چاروپه وزارت کې دکابل اونورو پوهنتونونو هرې پوهنځي ته دشمولیت قیمت مخکې ترمخکې ټاکل شوی .
په کابل کې دخصوصي تعلیمي ادارو ،پوهنتونو او لوړوتحصیلي مراکزو له حده زیات ډیروالی بل هغه څه دي چې دمعارف او عالي تحصیلاتو وزارتونو چارواکوته دپیسو ترلاسه کولو ترټولو غوره منبع کرځیدلې .
دپیسو په مقابل کې دهیواد دتحصیلي لوړو مؤسسو تحصیلي اسنادو ترلاسه کول په یادو اداروکې دحرفوي جعلکارانو په برکت ډیر آسانه کار دی ، تر دې چې دګاونډیو هیوادنو وګړي اوس دکابل پوهنتون دطب، اوانجنري پوهنځیو دیپلومونه په ډیر نازل قیمت ترلاسه کوي . دولسمشر له دفتره نیولې بیا دوزارت دفاع ،خارجه ،تحصیلات عالي ،معارف سترې محکمې اونورو ټولو مهمو دولتي ارګانونوکې پوري جعلکاران ښه په خلاص مټ ددغو ادارودچارواکوله لاسلیکونه او دهغوئ له اداري مهرونه څخه په هرڅه کې عجیبې اوغریبې استفادې کوي.
په دولتي اداروکې دحرفوي جعلکارانو دشتون په اړه ددیسمبر په ۲۲ طلوع نیوز اونورو رسنیو هم خبر ورکړ چې ددغو جعلکارانو یوه دري کسیزه ډله ۴۸ جعلي ټاپو (مهرونو) سره په کابل کې نیول شوې.
ماخذ http://tolonews.com
دعامي روغتیا وزارت اړوند روغتونونه او صحي مراکز.
داداري فساد له شتون څخه دهیواد صحي مراکز او روغتونونه هم خوندي نه دې پاتې او یواځې دوزیرمحمد اکبرخان په روغتون کې له فساد سره دمبارزې دکمیسیون مشر ډاکټر لودین په وینا ٤٢ميليون ډالروپه اندازه اختلاس شوی چې دده په قول یې دوسیه لويې څارنوالې ته لیږل شوې .
مأخذ دازادي راډیو .azadiradio.org 04.10.1389
دغه ۴۲میلیون ډالره د دفاع وزارت دصحي چارودمشر جنرال یفتلي لخوا په کال ۲۰۱۰ کې حیف ومیل شوي خوددې په ځاي چې عدلي مقامات نوموړی جنرال ددغه اختلاس په تور محاکمه کړي ،هغه يې یواځې له خپلې دندې ګوښه کړ اوبس.
ګمرکونه او اودهیواد نورې عائداتي ادارې .
ګمرکونو او دماليي اوسوداګري وزارتونو اړوندې عائداتې ادارې داداري فساد ترټولو ښکاره مرکزونه دي چې دنوموړو وزارتونو دلوړرتبه چاروکو په شمول یې ټول اداري کارکوونکي پکې ښکیل دي .
ډاکټرعزیزالله لودین وایې چې زمونږ دهغه تفتیشي هیأت چې دسترې محکمې اولويي څارنوالي هیأت هم پکې شتون درلود دلاسته راوړیو معلوماتو له مخې یواځې دتورخم په ګمرک کې دروان ۱۳۹۰کال له درکه ۸۳۰ ملیونه افغانۍ ورکې دې ، دایواځې دتورخم دکمرګ حساب ده دهرات ،کندهار،تورغونډۍ ،مزارشریف ،حیرتان اونوروګمرکونومحاسبه خو همداسې لاحسابه پاتې ده .
ماخذ http://tolonews.com
والیان اودولایتونو امنیه قومندانان :
دوزارت داخله ،وزارت عدلیه ،سترې محکمې ښاروالۍ ،وزارت مالیه اوګمرکاتو هراداري پوست (منصب) په مرکزاو ولایتونوکې خپل معین ډالري قیمت لري چې د هرمنصب اودهغه دځای په تناسب يې اندازه ټاکل شوې.
هرڅوک چې وغواړي چیرته والي ،امنیه قومندان ،قاضي ،څارنوال ،ښاروال اویا دګمرک رئیس شي هغه باید مخکې ترمخکې په نوموړو وزارتونوکې له معینو اداري (مافیایي ) چارواکو(غلو) سره وګوري او هغوئ ته خپل مطلوبه منصب او دهغه ځای مشخص کړي ،کله چې دامراحل طی شي اوطرفین دخپل معین منصب دقیمت اوځای په اړه توافق ته ورسیږي بیا هغه لوړو مقاماتو ته پیشنهاد کیږي او منظوري یې اخیستل کیږي .
دغه والي ، دڅارندوي قومندان ،ښاروال،څارنوال.... چې کله اشغال دوظیفې کوي نو ترهرڅه لومړی دخپل اخیستل کړل شوي منصب دډالري قیمت دپلاس راوړلو غمه خوري ،ترهغه وروسته بیا ددې په اړه فکرکوي چې څومره نورې ډیرې پیسې غلاکړي چې تردغه مقام یوبل لوړ منصب چې زیات عائد ولري ترلاسه کړي.
داتعامل نن په ټول دولتي سیسټم کې مروج او دپیسوپه راکړه ورکړه کې دولسمشر کرزي له دفتره نیولي دهروزارت او لوي ریاست د دفتر تر سکرتر پوري ټول چارواکي ښکیل دي . دغه دلتي مناصب له دولکو ډالرو نیولې تر یوملیون خواشا پوري پلورل کیږي . دولتي منصبونو دخرڅلاوړ په اړه دپژواک خبري اژانس د دیسمبر په ۲۱ د سوداګرۍ او صنايعو خونې دوهم مرستيال خان جان الکوزي له خولې رپوټ ورکړ چې هغه په ټولو دولتي ادارو په تیره دسوداګري اوصنائعو په خونې کې ددولتي پوستونو دخرڅولو په اړه بشپړ جزئیات دنوموړي اژانس خبریال ته ویلي دي .
پژواک دخان جان الکوزي له خولې لیکلې چې په دولتي ارګانو کې اداري فساد دومره زيات شوى چې د ګمرکونو څوکۍ په پيسو پلورل کیږي. د هغه په وينا، په يادو شويو څانګو کې د هر اړوند وزارت د کورني تفتيش، د جمهوري رياست د شکايتونو د اورېدو، له اداري فساد سره د مبارزې، څارنوالۍ، امنيت او نورو ارګانونو څانګې هم شاملې دي.
پژواک دالکوزي له خولې داهم لیکي چې ددغو ارګانونوچارواکي وايي چې (خداى دې وکړي چې بمونه راوړئ،واسکټونه راوړئ، په دې ملک چې هره څه کوئ؛ خو ماته پيسې راکړه، ما دا څوکۍ په ٢٠زره ډالره اخيستې ده)!!؟ ماخذ: Dec 21, 2011 www.pajhwok.com

