د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دجنرال پیټرایوس نوي تکتیکونه !

شاهد غزنیوال 09.07.2010 21:52

وروسته تردې چې جنرال ډیویډ پیټرایوس دایتلافي ځواکونودپخواني قومندان جنرال مکریسټل په عوض دبهرنیو ځواکونوقومانده رسما ترلاسه اودسپینې ماڼۍ له لوري دعراق دجګړې د اتل له نوم اونورو شاټپوونوسره افغانستان ته راولیږل شو ده هم سترګې برګې اودایې وویل چې له خپلوپوځي تجربونه په استفادې سره به په افغانستان کې داوباما داستراتیژي دکامیابي لپاره نوي تکتیکونه وکاروي .
دنوموړي له نویوتکتیکونوڅخه یوهم داوو چې دده ترقومانده لاندې ځواکونه به دطالبانو خلاف دهوايي بریدونو اودشپې مهالیز عملیاتو لړۍ له سره پیلوي اوپه هره ممکنه طریقه چې وې امریکايي ناکامې استراتیجي ته به دبریالیتو ب لارې لټوي .
دبرګ سترګي جنرال دنویو تکتیکونوسلسله زمونږ له نا ارامه ولایت (غزني )نه پیل شوه چیري چې یې د دې ولایت داندړو ولسوالۍ درشید خیلو په کلي کې دطالبانو دله منځه وړلوپه غرض یوموفقانه !!! تکتیکي برید ترسره چې په نتیجه کې يې (۶)دولتي پولیس مړه اویوشمیر نوریې مرګوني ټپیان کړل .
همدا راز دپرشاټپول شوي جنرال امریکايي ځواکونو دنوموړي دنویو تکتیکونو اولارښو ونوپه رڼاکې دغزني ترخونړۍ پيښې یوه ورځ وروسته دبلخ ولایت په دوهمه ناحیه کې په ورته عملیاتولاس پوري ،اوهالته یې هم دخپلې نویې پوځي استراتیژۍ دکامیابولو په یوه عملیاتي پروګرام کې دشپې مهال دخښتو دبټیو دوه تنه بیوزله ولسي چوکیداران شهیدان او دری تنه نور يې له ځانه سره بوتلل .
دآزادۍ راډیو دسیمه ایز خبریال سمیع الله غوښتون درپوټ په اساس ددغو دوتنو وژل شویو چوکیدارانو له جملې نه د نثار په نامه دیوه تن ورور وویل چې امریکايي ځواکونه دشپې مهال نومړې سیمې ته راغلل اوهالته یې دبټیو دخښتو په کوټوکې زما وروراودهغه بل ملګري شهیدان ،اوسهارچې زه سیمې ته ورغلم خپل چوکیدار ورو ر مي په داسې حالت کې ولید چې په جسد یې د(۱۳) سوځوونکو مرمیو ټپونه خوړلي اوله پژندلو وتلی وو ،دهغه وژونکي امریکایان دهغه سرته ولاړ اوماته یې وویل چې دغه کسان مونږ په خطایي ویشتلي او دخپلې دغې خطايي په عوض کې به تاسوته (۵۰۰۰۰) افغاني درکړو چې مونږته بښنه وکړي.....
{وَلاَ تَحْسَبَنَّ اللّهَ غَافِلاً عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الأَبْصَارُ }إبراهيم42
که ښاغلی جنرال پیټرایوس غواړي چې په افغانستان کې دخپلو مخالفینو دله منځه وړلو لپاره داشاني موفقانه !!! تکتیکونه عملي کړي نو کیدای شي چې ډیر ژر به داوباما ناکامې استراتیژي دکامیابولو لپاره نورهم لا ښه چانسونه برابر کړي !!!.
اصلا دجنرال پیټرایوس دراتلونکي بریالیتوب اوپوځي تکتیک ژوندۍ بیلګه خو څو ورځې مخکې دامریکې دسناجرګې د استماعیه غونډې دمیز په سر هم امریکایانو او هم نورو نړیوالو په خپلو سترګو ولیده خو اوباما هم اوس له ډیرې ناچاره ورځې هغه دپښتنو په دود هسي په بیزوکې پړی اچولی اوغواړي چې دافغانستان بایللی میدان ورباندې وګټي ، خو د ده له ډیره بده مرغه چې تازه نفسه قهرمان جنرال یې دوارخطايۍ له کبله اوس لا په خپلو لومړنیو اجراآتوکې لکه ړنده سپۍ په خپلو کونګریو ..... کول پیل کړل ګوره چې دراتلونکي ۲۰۱۱ کال دجولای ترمیاشتې پوري به دافغانې معرکې دخونړیو صحنو په لیدلوسره څوکرته نورې ترخپلې کږې خولې دبي هوشۍ خړې اوبه ګډې وډې وبهوي .