د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

باراک اوباما او هولبروک غواړي په باچا خان جوړ شوی فيلم وويني

الهام ياسيني 15.10.2009 12:24

ټول افغان، ابوظبي:

د امريکا هېوادمشر باراک اوباما او افغانستان - پاکستان ته د د دې هېواد ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک د خان عبدالغفار خان په ژوند او اند د جوړ شوي مستند فيلم ډايرکټرې ته ويلي دي چې غواړي د سولييز فکر د دغه علمبردار په اړه جوړ شوی فيلم وويني.

داسې ښکاري چې د امريکا هېوادمشر غواړي د افغانانو د دې ستر مشر له ژوند او اند څخه خبر شي او د پښتنو د سايکالوجۍ د پېژندنې هڅه کوي ځکه په فيلم کې د باچا خان د (NON-VOILANCE) یا سولييز فکر او پروګرام ډېره رڼا اچول شوې ده.

د ويلو ده چې دا فيلم (د سرحد ګاندي: باچا خان، د سولې مشال) نومېږي او کاناډايي ډايرکټرې  ټيري ماکلوهان د خان عبدالغفار خان (چې افغانان یې په باچا خان او فخر افغان هم پېژني) په ژوند د ۲۱ کالو خوارۍ په پايله کې جوړ کړی دی. فيلم ۹۲ دقيقې دی، په پښتو، اردو او انګليسو ژبو په کې خبرې کېږي. په فيلم کې افغان هېواد مشر حامد کرزي او پخواني پاکستاني هېواد مشر پروېز مشرف هم د باچا خان په اړه اندونه ويلي دي.

فيلم دا مهال د عربي متحده اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د یو فيلمي فيستوال په ترڅ کې ښودل کېږي چې د ټول افغان.کام خبريال الهام ياسيني ليدلی دی او په منځپانګه به یې په همدې ويبپاڼه ډېر زر تفصيلي رپوټ خپور کړي.