د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان امريکا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه (د نمرو بشپړ جدول)

الهام ياسيني 07.09.2009 19:28

د ۱۹ کالو څخه د کم عمر لوبغاړو د نړیوال جام د غوراوي په سيالۍ افغانستان نن څلورمه لوبه هم وګټله. افغانستان د امريکا د متحده ايالاتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغانستان پچه وګټله او لومړي بيټنګ کول یې غوره وګڼل. افغانانو په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۱ منډې جوړې کړې. د افغانستان اقبال مالکي ۷۲ منډې جوړې کړې.

امريکا ونشو کړای د افغانانو له خوا ټاکلی هدف پوره کړي او ټول لوبغاړي یې په ۴۹ اورونو کې په ۲۰۵ منډو وسوځېدل. ايمل وفا د امريکا ۴ لوبغاړي وسوځول.

افغانستان په دې ترتيب امريکا ته په ۳۶ منډو ماتې ورکړه او په دې سيالۍ کې یې خپلې نمرې ۸ ته ورسولې. افغانستان که یوه بله لوبه وګټي نو نمرې به یې ۱۰ شي چې په د ۱۹ کالو څخه کم عمره لوبغاړو په نړيوال جام کې به د برخې اخيستو جوګه شي.

په ننۍ لوبه کې د افغان لوبغاړو ستره کمزوري د ډېرو اضافي منډو ورکول وو. نن افغانانو ۲۳ اضافي منډې ورکړې چې د توپ اچونکو په نه ډسپليڼ یې دلالت کاوه.

د افغانستان راتلونکې لوبه سبا د سه شنبې په ورځ د یوګانډا سره ده چې د کابل په وخت ماښام په ۶:۴۵ بجو پيلېږي.

تر اوسه د سيالۍ د نمرو جدول په دې ډول دی:

هېواد کړې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
ايرلينډ ۶ ۵ ۱ ۱۰ ۰،۸۳ 
افغانستان ۵ ۴ ۱ ۸ ۰،۷۰ 
پاپوانیوګيني ۵ ۴ ۴ ۸ ۰،۵۷
امريکا  ۵  ۴ ۱  ۸ ۰،۵۵ 
کاناډا ۶  ۴  ۲  ۸  ۰،۳۹
هالينډ  ۵  ۳  ۲ ۶ -۰،۲۴ 
هانګ کانګ ۶  ۲ ۴  ۴  -۰،۶۲
یوګانډا ۶ ۲  ۴ ۴ -۰،۷۵ 
واناتو  ۵  ۱ ۴  ۲ -۱،۳۵ 
سيراليون ۹  ۰  ۹  ۰  -

يادونه: سيراليون ونه شو کړای چې په سيالۍ کې برخه واخلي. د سيراليون ټولې لوبې بايللې اعلان کړای شوې او له دې کبله هر هېواد ته دوه نمرې ورکړل شوې.

وروستی حال:

هېواد منډې سوځېدلي اورونه
امريکا ۲۰۵ ۱۰ ۴۹م
افغانستان  ۲۴۱  ۹

۵۰

-د لوبې مخامخ حال د کرکټ د نړيوالې شورا له ويبپاڼې هم په دې پته لاس ته رواړی شﺉ.

- ۱۰ م لوبغاړی هم وسوځېد. افغانستان وګټله.

- ۹م کس هم وسوځېد. دا لوبغاړی له پيله ولاړ وو او ۹۰ منډې یې جوړې کړې.

- ۸م لوبغاړی هم وسوځېد.

- ۱۴ پنډوسې او ۴۵ منډې پاتې دي.

- ۷م لوبغاړی هم وسوځېد.  پر ځای یې چې کوم توپ وهونکی راغی په لومړي توپ یې شپږيزه ووهله.

- ۲۴ پنډوسې او ۵۹ منډې پاتې دي. پاور پلی ختمه شوه.

- د امريکا د اخري پاور پلی اخري اور دی.

- د امريکا شپږم لوبغاړی هم د ايمل وفا په توپ دولتزي کيچ کړ. دا څلورمه ويکټه ده چې ايمل وفا یې اخلي.

- دا منډې داسې تېزې  ځکه دي چې امريکايانو پاور پلی اخيستي ده. پاور پلی یې په ۴۶ م اور کې پای ته رسي.

- ۳۶ پنډوسې او ۷۲ منډې پاتې دي.

- افغان توپ اچونکي ترګرده اضافي منډې ورکوي. ډېر بې ډسپلينه توپ اچوي. بله اضافي منډه یې هم ورکړه چې ټولې اضافي منډې ۲۳ ته ورسېدې.

- ۴۳م اور شو. اوس ټول ۶ اورونه یا ۴۸ توپه او ۸۴ منډې پاتې دي.

- د امريکا تکړه بيټسمين اظهرالدين دوه سر په سر څلوريزې ووهلې.

- د امريکا اخري پاور پلی پاتې ده.

- امريکا ته پوره سل منډې پاتې شوې چې بايد په ۹ اورونو او ۳ توپونو کې یې وکړي. په اوسط ډول ورته په هر اور کې له ۱۰ ډېرې منډې په کار دي.

- پنځم لوبغاړی په منډه ايان احمدزي وسوځاوه او لس اورونه پاتې شول.

- افغانانو تر اوسه ۲۰ وړيا منډې ورکړي چې روښانه دليل دی چې افغانان په توپ اچونه کې دسپلين ته اړتيا لري.

- امريکايي توپ وهونکو اوس کش ورکړ. منډو ته یې ملا وتړله. دا مهال ورسره ۱۲ اورونه او ۶ ويکټې شته دی.

- د امريکا کپتان د ايمل وفا په توپ والوت.

- درېم کس هم وسوځېد.

- افغان لوبغاړي اضافي منډې ډېرې ورکوي. تر اوسه یې ۱۰ اضافي منډې ورکړي په داسې حال کې چې د امريکا لوبغاړو په ټوله لوبه کې ۳ اضافې منډې ورکړې وې.

- د امريکا دویم لوبغاړی هم وسوځېد. ايمل وفا یې پنډوسه کيج کړه.

- د امريکا لومړی لوبغاړی د کپتان اصغر حسین له خوا په منډه وسوځول شو. د يآدونې وړ ده چې کپتان شېر شېرزی نن په لوبه کې نشته او د هغه پر ځای اصغر حسين د لوبډلې مشري کوي.

-د تېرې لوبې ځينې انځورونه لاندې ليدلای شﺉ. 

- ذکي الله ذکي  بله څلوريزه ووهله.

- ذکي الله ذکي څلوريزه ووهله.

- اخري ۶ پنډوسې پاتې دي.

- ذکي الله ذکي شپږيزه ووهله.

- خوشال رسولي هم وسوځېد. اوس یوه ويکټه او ۸ پنډوسې پاتې دي.

- ۸م لوبغاړی ايان امينزی وسوځېد.

- ۱۸ پڼدوسې پاتې شوې.

- ايان امينزي شپږيزه ووهله.

- پاور پلی شوه.

 - اخري ۶ اورونه دي. یو اور وروسته پاور پلی ده چې یواځې دوه لوبغاړي به په باونډري ودرېږي. افغان لوبغاړو ته کلکو ګوذارونو د وهلو موقع ده.

- اخري لس اورونه پاتې شول او افغانستان سره یواځې ۳ ويکټې پاتې دي.

- د افغانستان ۷م لوبغاړی اقبال مالکي هم وسوځېد. اقبال مالکي په ۷۲منډو وسوځېد.

- د افغانستان ۶م لوبغاړی زرد علي هم وسوځېد. خوشال رسولي راميدان ته شو.

- د امريکا لوبډلې تر اوسه یوه لوبه هم نه ده بايلودې او دسيالۍ تر ټولو پياوړې لوبډله ثابته شوې ده.

-- زرد علي هم لوبې ته راغی.

 پنځم لوبغاړی اصغر حسین هم وسوځېد.

- د افغانستان څلورم لوبغاړی نورالحق هم وسوڅېد.

افغانستان: ۳ سوځېدلي، ۱۱۰ منډې، ۲۴ اورونه.

افغانستان پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل.

د ځوانانو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې د افغانستان دا پنځمه لوبه ده. افغانستان په دې سياليو کې ټولې ۹ لوبې کوي. تر اوسه یې یوه لوبه بايلودې او درې  یې ګټلي دي. افغانستان بايد دوه نورو لوبډلو ته ماتې ورکړي تر څو په نړيوال جام کې ځای جر کړي.