د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغان زلمو تاريخ جوړ او د ۲۰۱۰ ز کال نړيوال جام ته یې لاره وموندله

الهام ياسيني 08.09.2009 19:20

یوګانډا ته په ماتې ورکولو افغانانو په ۲۰۱۰ ز کال کې د کرکټ د ۱۹ کلونو څخه د ټيټ عمر ځوانانو نړيوال جام ته لاره پيدا کړه او په تاريخ کې یې یو بل ستر بری ثبت کړ.

په ننۍ لوبه کې یوګانډا پچه وګټله او بيټنګ کول یې غوره کړل. يوګانډا په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې وکړې.

په ځواب کې یې افغان لوبډلې په ۴۳ اورونو کې د ۷ کسانو په سوځېدو ۱۸۳ منډې وکړې او لوبه یې وګټله. په دې ترتيب په دې سيالۍ کې د افغانستان نمرې ۱۰ شوې چې په نيوزيلاند کې یې د ۲۰۱۰ زکال د ۱۹ کلونو څخه د ټيټ عمر لوبغاړو په نړيوال جام کې د برخه اخيستو جوګه کړ.

د افغانستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې کومه لوبډله یې د کرکټ په نړيوال جام کې برخه اخلي.

په سيالۍ کې نن ايرلينډ، پاپوا نيوګيني او امريکا هم په نړيوال جام کې ځايونه جر کړل. اوس دوه نور څوکۍ پاتې دي چې پاتې پاتې لوبډلې به یې د جر کولو هڅې کوي.

افغانستان په سيالۍ کې درې نورې لوبې لري، چې ګټل به یې د دې لپاره مهم وي چې افغانان د سيالۍ اتل هم شي.

د افغانستان راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ د هالينډ سره ده. لوبه به د کابل په وخت ماښام ۶:۴۵ بجې پيل کېږي.

تر اوسه د سيالۍ د نمرو جدول په دې ډول دی:

هېواد کړې لوبې ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
ايرلينډ ۷ ۶ ۱ ۱۲  
افغانستان ۶ ۵ ۱ ۱۰  
پاپوانیوګيني ۶ ۵ ۱ ۱۰  
امريکا ۶ ۵ ۱ ۱۰  
کاناډا ۶  ۴  ۲  ۸  ۰،۳۹
هالينډ  ۷  ۳ ۳ ۶  
هانګ کانګ ۷  ۲ ۵  ۴  
یوګانډا ۷ ۲ ۵ ۴  
واناتو ۶  ۱ ۵  ۲  
سيراليون ۹  ۰  ۹  ۰  -

يادونه: سيراليون ونه شو کړای چې په سيالۍ کې برخه واخلي. د سيراليون ټولې لوبې بايللې اعلان کړای شوې او له دې کبله هر هېواد ته دوه نمرې ورکړل شوې.

دا لاندې د امريکا سره د افغان لوبډلې د پرونۍ لوبې انځورونه دي چې افغانانو وګټله: