بل کلنټن: هیلري کلنټن زړه وره او تغیر راوستونکې ښځه ده
د ډیموکراتانو د ملي کنوانسیون په دویمه ورځ بل کلنټن وینا وکړه او خپله میرمن هیلري یې جمهوريریاست ته مناسبه کاندیده وبلله.
ډیموکراتانو هیلري رسمآ د امریکا جمهوري ریاست ته کاندیده کړه
د امریکا په فلادلفیا کې د ډیموکرات ملي کنوانسیون د جمهوري ریاست لپاره هیلري کلنټن خپله رسميکاندیدنه اعلان کړه.
امریکایي مسلمانان په انتخاباتو کې گډون ته هڅول شوي
مسلمان مشران وایی چې په مشیگن، ورجینیا، مني سوټا او د کیلي فورنیا په ایالتونو کې د مسلمانانو رایي مهم نقش لرلې شي.
د عکسونو البوم: د کمبودیا ساحلونو کې د کب نیونکو ټولنه
اته کاله مخکې د کمبودیا کامپوت ایالت د ساحلي کليو خلکو ټولنې له کمبودیا حکومت نه د کب نیولو حق بېرته تر لاسه کړ اوس د ټولنې هر غړی کب نیونکی کولای شي تر شپږو ډالرو پورې عاید هره ورځ ومومي.
افغانستان د معلولینو کرېکټ سیالۍ اتلولي وګټله
د افغانستان د معلولینو کرېکټ ملي لوبډلې له خپلې سیالې هندۍ لوبډلې سره د دریو ۲۰ اوریزو لوبو اتلولي خپله کړه. افغان لوبډلې له هندي ځواکمنې لوبډلې سره سختې سیالۍ وکړې او ګټل یې دومره اسانه هم نه وو.
نړۍ په ٦٠ ثانیو کې
نړۍ په ٦٠ ثانیو کې
د ماشومانو پر روغتیا د زیات تلویزیون کتلو اغیز
هغه ماشومان چې زیات وخت د تلویزیوني خپرونو په لیدلو تیروي، ښایي د هډوکو کوچنۍ کتله ولري او په زړښت کې تر ډیره د هډوکو د پوچوالي له درکه له خطر سره مخامخ شي.
په جرمني کې کډوال تر سخت څار لاندې دي
په یوه اونۍ کې د څلورو خونړیو بریدونو نه وروسته چې دوه یې د داعش کسانو وکړل، د جرمني چارواکو نن د سه شنبې په ورځ د امنیت د لا ټینگولو او د پناه غوښتونکو د لا ډیر څارلو ژمنه وکړه. په دې ناڅاپي بریدونو کې ټول لس کسان ووژل شول او لسگونه نور ټپیان شول. اوس هغو اندیښنو یو ځل بیا زور اخیستی چې جرمني ته په تیر کال کې ننوتي یو میلیون پناه غوښتونکې کیدای شی ددې هیواد لپاره امنیتي سرخوږی جوړ کړي. د بواریا د ایالت امنیتي چارواکی جاشیم هرمن وايي "د اسلامي دولت ډلې (داعش) له موږ سره ډیره ظالمانه جگړه پیل کړې ده." وروستی برید د سوریې یو پناه غوښتونکي وکړ. د هغه د پناه غوښتنلیک رد شوی وو او دیته انتظار وه چې بیرته له جرمني وویستل شي. د موسیقي د فیستوال څخه د باندې یې ځانمرگی وکړ او پنځلس تنه یې کړل. تر دې وړاندې یوه ١٧ کلن افغان پناه غوښتونکي په یو ریل گاډي کې پرخلکو د چاقو بریدونه وکړل او پنځه کسان یې سخت ژوبل کړل. دی هم د پولیسو لخوا په ډزو ووژل شو. تر ټولو خونړی برید ایران الاصله جرمني د مونیخ په یو بازار کې وکړ چې نهه کسان یې ووژل او لسگونه نور یې ټپیان کړل. چارواکې وایي چې برید کوونکی رواني ناروغ وو او له ترهگرو سره یې اړیکې نه لرلې. او د یکشنبې په ورځ یوه سوري کډوال په جنوبي ښار کې یوه ښځه په چاقو ووژله او د پولیسو لخوا ونیول شو. پولیس وایي برید کوونکی د ترهگرې ډلې غړی نه وو. امنیتي چارواکې وایي د اروپایي اتحادیې په یو لړ قوانینو کې د تعدیلونو اړتیا شته، چې موږ وکولای شو رد شوي پناه غوښتونکې ژر له هیواد څخه وباسو. دی زیاته وي چې ددې ترڅنگ کورنۍ امنیتي ادارې باید دا وڅیړی چې برید کوونکي محمد دلیل څنگه وکولای شول چې پر خپل کور کې یې دوه خونړي بمونه جوړ کړي وو. خو د جرمني د کورنیو چارو وزیر له خلکو غوښتي چې له زغمه کار واخلي او ټولو کډوالو ته د امنیتي گواښ په سترگه ونه گوري. د کورنیو چارو وزیر تامس دي میزیري زیاته وي "سمه ده چې په ځانگړو پیښو کې کډوال لاس لري او هره یوه قضیه تر څیړنو لاندې ده، خو موږ باید ټولو کډوالو ته د شک په سترگه ونه گورو". په جرمني کې دا مهال د ترهگرو ډلو سره د کډوالو د لاس درلودلو ٥٩ قضیې تر څیړنو لاندې دي.
ولی د هیلري کلنټن د میړه وینا مهمه بلل کیږي
ټاکل شوې چې د ډیموکرات ګوند د ملي کنوانسیون په دویمه شپه د امریکا مخکنی ولسمشر بل کلنټن خبرې وکړي.
په کراچۍ کې په نظامیانو خونړی برید شوی
په کراچۍ ښار کې پولیس لاهم د پیښې تحقیق کوي چې برید به چا کړې وي؟
امریکا او چین د تروریزم ضد مبارزې کې همکاري زیاتوي
د امریکا متحده ایالات او چین پدې کار کوي چې څنګه د ترویزم سره په مبارزې کې د دواړو هیوادونو تر منځ همکاري زیاته کړي.
د پاکستاني جنرالانو یو پلاوی د خبرو لپاره کابل ته تللی
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پاکستاني جنرالانو یو پلاوی افغانستان ته ورغلی چې د دواړو هېوادونو تر منځ پر پوځي ستونزو خبرې وکړي دوی وايي، د دواړو خواوو جنرالانو د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د عملیاتي اطلاعاتو په شریکولو او نورو موضوعاتو خبرې کړې.
یوه الوتکه د لمر د انرژۍ نه په استفادې د نړۍ چاپیره وگرځیده
سویسۍ الوتکې د لمر د انرژۍ نه په استفادې د نړۍ چاپیره سفر بشپړ کړ.
د اشنا تلویزیون د سه شنبې د ورځې خپرونه
د امریکا غږ اشنا تلویزیون د ٢٠٠٦م کال په سپتمبر کې خپرونې پیل کړې. دغه پروگرام په اونۍ کې شپږ ورځې، له جمعې پرته، له واشنگټن ډي سي نه په مستقیمه توگه خپریږي. په خپرونه کې د افغانستان او نړۍ د تازه خبرونو او رپوټونو برسیره، سیاسي، علمي، روغتیايي او تفریحي موضوعگانې ځای په ځای شوي دي.
د وزیرستان بې ځایه شويو پېښور کې مظاهره کړې
د شمالې وزيرستان لسګونو بې کوره شویو خلکو د خیبر پښتونخوا په مرکزې ښار پېښور کې د خپلوغوښتنو لپاره د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې يا ايف ډي ايم ای دفتر مخې ته احتجاجې مظاهره کړې