کورونا وېروس: د نړۍ په کچه د مړينو شمېر له لس زرو واوښت
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وېروس له امله له لسو زرو زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د شمېرو له مخې ټولټال ۲۵۰ زره کسان په دې وېروس اخته دي چې وېل کېږي ۸۰ زره خلک ترې روغ شوي دي.
د کرونا وایرس عقیده نه پیژني، انسان هدف کوي، ډاکټران وايي
ډاکټر ديدار هغه خلکو ته په ځواب کې چې دعوه کوي دا وايرس د خدای لخوا په کافرو نازل کړی شوی عذاب دی او مسلمان ته به هيڅ زيان وانه ړوي وايي د مرض هدف کومه عقيده نه بلکې انسان وي او انسانان ټول يو شان وجود لري
په بلخ کې د مېرمنو او ځوانانو ادبي هلې ځلې
د افغانستان په شمال کې سیمه ایز چارواکي وايي په دې وروستیو کلونو کې د دې ولایت په جګړه ځپلو سیمو کې د مېرمنو تر منځ ادبي بهیرونه زیات شوي. اوس مهال په بلخ کې د دري او پښتو ژبو ۱۵ ادبي او فرهنګي ټولنې فعالیت لري، چې ډېری غړيتوب یې مېرمنې جوړوي.
اېلس وېلز غږ کړی چې په افغانستان کې دې سیاسي کړکیچ ختم کړی شي
مېرمن اېلس وېلز په افغانستان کې د سیاسي تاوتریخوالي د کمولو خبره د جمعې په ورځ په داسې حال کې وکړه چې د افغان امینتي ځواکونو په صفونو کې دننه شویو مشکوک طالب وسله والو په زابل ولایت کې د حکومتي امنیتي عسکرو لږ تر لږه ۳۷ غړي ووژل
افغانستان کې د کورونا دوه نوې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس دوې نورې مثبتې پېښې هم په افغانستان کې ثبت شوې دي. دا دواړه پېښي د ایران سره پر پوله په لوېدیځ ولایت هرات کې دي. د چارواکو په وينا دواړه کسان له ایرانه راغلي دي.
د "طالبانو وحشیانه بریدونه" د سولې فرصت خطر سره مخامخ کوي- غني
ولسمشر غني په زابل کې د افغان ځواکونو په پوستو د طالبانو بریدونه غندلي دي او هغه یې وحشیانه او تروریستي بللي دي.
د کروناویروس اوج او د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو ترېنګلتیا
بیجنګ د جمعې په ورځ ( د مارچ۲۰) وویل چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ هڅه کوي چین د کرونا ویروس په مخنیوي کې ناکام وښيي.
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
افغان حکومت په زابل کې پر امنيتي ځواکونو برید غندلی
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په زابل کې پر افغان امنيتي ځواکونو بريد غندلی دی. د افغانستان سوېل زابل کې د جمعې سهار د (مارچ ۲۰) د افغان پولیسو او پوځ پر پوسته برید کې ۲۴ افغان سرتېري وژل شوي وو. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کرونا په ایران کې ۱۴۹ نور کسان هم مړه کړل
په ایران کې چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ (مارچ۲۰) لږ تر لږه ۱۴۹ نور کسان هم د کرونا له کبله مړه شوي دي.
هند کې څلور تنه پر یوې نجلۍ د جنسي تیري په تور اعدام شول
د هند حکومت د جمعې په ورځ (مارچ۲۰) څلور تنه پر یوې نجلۍ د جنسي تېري او د هغې د قتل په تور اعدام کړل.
په رويو کې بدلون مو د کرونا وايرس څخه ژغورلی شي، طبي پوهان
په پېښور کې د نفسيانو او دماغي ناروغيو پوهان ډاکټر ميا افتخار حسين وايي "د ټولنيز ژوند په رويو او عادتونو کې په بدلون باندې مونږ خپل ځان او نور خلک د کرونا وايرس نه ژغورلی شو"
هند کې د جنسي تېري او وژلو له امله څلور کسان اعدام شول
د هند پلازمېنه ډېلي کې هغه څلور مجرمان اعدام شول چې پر ۲۰۱۲ کال یې پر یوه زدکوونکې ډله ییز جنسي تېری کړی او بیا وژلې وه. ډېلي کې یوې محکمې پر ۲۰۱۳ کال دې مجرمانو ته د مرګ سزا اورولې وه. د وژل شوې نربهیا مور وايي، بالاخره یې له لور سره انصاف وشو.
چارواکي: چمن – سپین بولدک بندر د سوداګرو پرمخ پرانیستل شو
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې پاکستان افغانستان سره د چمن – سپین بولدک بندر نن د جمعې په ورځ ( حمل اول) د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو پرمخ پرانیستی دی.
امریکا د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره پاکستان ته يو ملين ډالره مرستې ورکوي
امریکا ويلي د پاکستان د حکومت سره په همکارۍ د کرونا وايرس پرضد مبارزه کوي، او په دغه لړ کې امریکا د کرونا وايرس د مخنيوي دپاره پاکستان ته په ابتدايي توګه يو ملين ډالره مرستې ورکوي.