پاکستان کې کرونا وايرس نور 64 تنه مړه کړي، حکومت په بندېزونو کې نرمي کوي
په پاکستان کې د تيرو دوه ورځو راهسې د کرونا څخه د مړو شمېره په داسې حال کې سېوا شوې چې په ملک کې تعليمي ادارې ټولې پرانستل شوي او حکومت وايي د 15 مارچ څخه د روزګار ځايونو ته د ټولو خلک تګ، سنېماګانې او نور بند کړی شوي ځايونه پرانيزي.
پاکستان سپرليګ شپږم د کرونا له امله ودرول شو
د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړو چې د پاکستان سپر ليګ شپږم سيالۍ د کرونا وبا له امله ودرول شوې ځکه چې د لوبغاړو په ګډون اووه تنه په کرونا وايرس اخته شوي دي.
ننګرهار کې وسله والو د فابریکې اوه کارګران وژلي
د سرخرود ولسوال حاجي معراج تایید کړې چې دغه اوه کسان تېره شپه وسله والو د سرخرود ولسوالۍ په مارغونډۍ سیمه کې وژلي.
خليلزاد: افغان حکومت او طالبان دې سياسي جوړ جاړي او ډزبندۍ ته لار ولټوي
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، "بايد د افغانستان حکومت او طالبان دې د سياسي جوړ جاړي او تلپاتې کوټلې ډزبندۍ ته لار ولټوي".
خلیلزاد: افغان چارواکو سره په نورو بدیلو لارو غږېدلی یم
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په پای کې ویلي چې له افغان چارواکو سره یې د سولې د بهیر ګړندي کېدو او نورو بدیلو لارو باندې خبرې کړې دي.
د حقاني په وېنا کې د طالبانو خپلمنځي شخړې څرګنديږي
د افغان طالبانو د حقاني ډلې مرستیال مشر سراج الدين حقاني يوه ويډيو خپره شوې چې پکې ليدل کيږي هغه پلويانو ته خبرې کوي او پکې د طالب جنګيالو خپلمنځي شخړو، د امادګۍ نشتوالی او انتظامي مسلو خبرې کوي.
د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
د غلام خان بندر له لارې پاکستان ته د تاجکستان د مالونو لیږد
د منځنۍ آسيا هېوادونو لومړنۍ سوداګريزه محموله نن خوست ته ورسېده او د غلام خان بندر له لارې د پاکستان سوداګريز مرکز کراچۍ ته روانه شوه.
د میانمار خونړۍ مظاهرې: پولیسو ۱۳ کسان په ډزو وژلي
د میانمار امنیتي ځواکونو د پوځي کودتا ضد مظاهره کوونکو باندې ډزې وکړې، لږ تر لږه ۱۳تنه یې ووژل او په سلګونو نور يې ټپیان کړل.
اېنتني بلېنکن: د امریکې او چین تعلقات دنیا د سیاسي چارو تر ټولو لوی امتحان دی
د چین نه علاوه پخواني صدر د کرونا وایرس په سر د ملګرو ملتونو د صحت اداره ورلډ هېلت ارګناېزېشن کې د امریکې غړېتوب ختم کړی و، د چاپیریال د تحفظ نړیوالې لوظنامې پېرې اېګریمڼت نه امریکا وېستلي وه او هم دغه رنګ د نېټو سره هم د ډانلډ ټرمپ د صدارت په وخت د امریکې تعلقات د تاوتریخوالي سره مخامخ شوي وو
دسینیټ ټاکنو کې واکمن ګوند ته سخته ضربه،داسلام اباد مهمه څوکۍ ترې اپوزیشن وګټله
پاکستان کې دسینیټ په ۳۷څوکیو ترسره شوؤ ټاکنو کې واکمن ګوند تحریک انصاف ته سخته ضربه رسېدلې اؤ دحکومت دپاره تر ټولو مهمه داسلام اباد څوکۍ دمخالفو ګوندونو دائتلاف پي ډي ایم کاندید یوسف رضا ګیلاني ګټلې ده .
بایډن: تر می میاشتې به ټولو بالغو امریکایانو ته واکسین ورسیږي
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، ویلي دي چې د روان کال د می میاشتې تر پایه به د کروناویروس ضد دومره واکسین ولرو چې ټول بالغ امریکایان واکسین شي.
د پولیو کارکوونکو په کار د بحالۍ دپاره احتجاج شروع کړی
احتجاج کونکي وايي ماشومانو ته د پوليو څاڅکو رسولو او د دغه وايرس مخنيوي په لار کې یي يو شمېر کارکوؤنکو ژوند هم ورکړی دی، د پوليو کېمپين په دوران يي په زرګونو هغه خلک یې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکو په ورکولو قانع کړي دي چې مخکې انکاریان وو
د اېف بي آی مشر: په کانګرس کې د جنوري د شپږمې نېټې بلوا، داخلي ترهګري وه
د اېف بي آی مشر کرېسټفر رې وایِي د جنوري په ۶مه چې د ټرمپ پلویانو د امریکا په کانګرس یرغل کړی و او غوښتل یې په انتخاباتو کې د جو بایډن د کامیابۍ د تصدیق مخه ونیسي، هغه داخلي ترهګري وه.
عراق کې د ایتلافي ځواکونو پر اډه د توغندیو برید شوی
په عراق کې د امریکا پر مشرۍ پوځي ایتلاف د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳ (کب ۱۳) وویل چې د عراق په یوې پوځي اډې چې ایتلافي ځواکونه په کې دیره دي، د توغندیو برید شوی.