افغانستان کې د کرونا په تازه پېښو کې لږ تر لږه لس تنه مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۱۳ مثبتوپېښو ثبتېدو او ۱۰ ناروغانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
دکرونا ضد سپارښتنو عملي کولو دپاره دپاکستان بیلابیلو سیمو کې پوځ پرځائ شوی
پاکستان کې کرونا وایرس نه دخلکو خوندي ساتلو په غرض دشوؤ سپارښتنو عملي کولو دپاره دپلازمینې اسلام اباد په ګډون یو شمیر سیمو کې پوځ پرځائ کړل شوی اؤ دپولیسو اؤ انتظامیې سره په ګډه پوځ دګڼې ګوڼې سیمو کې خلکو ته په ایس او پیژ یا سپارښتنو دعمل وینا کوي.
د سري لنکا د بده مت مذهبي مشران د تخت بايي د لرغونو اثارو ليدو له ورغلي
د سري لنکا سره تعلق لرونکي د بده مت مذهب منونکو 12 مذهبي مشرانو (راهبانو) د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې په تخت بايي کې خپل پخواني مذهبي مرکز ته ورغلي دغه زرګونه کاله پخواني لرغوني اثار يې کتلي او مذهبي رسومات يې ادا کړي دي.
"هند او پاکستان په وسلو په اربونو ډالره لګولي، خو په صحت او تعليم يې نه دي مصرف کړي"
په پاکستان کې په ټولنيزو رسنیو د هند سره د خواخوږۍ دپاره ټرېنډ چلېدلی خو ځينې کسانو ویلي، "هند او پاکستان د وسلو او ايټم بمونو په جوړولو په اربونو ډالره مصرف کړي خو د بده مرغه په صحت او تعليم یې نه دي لګولي".
د شاه او عروس د اوبو بند ولې نه پرانیستل کیږي؟
که څه هم د افغانستان حکومت له دې مخکې ژمنه کړې وه چې د روان کال په وري میاشت کې د شاه او عروس د اوبو بند د اوبه زېرمه کولو چارې پیل شي خو لا هم دغه بند ګټې اخیستنې ته نه دی سپار شوی.
پاکستان کې کرونا نور 157 کسان مړه کړي، حکومت بندېزونه نور سخت کړي
په پاکستان کې په کرونا وايرس اخته نور 157 کسان مړه شوي او نور 5908 کسان په کرونا اخته شوي دي. بل لور ته حکومت د کرونا د مخنيوي په لړ کې بندېزونه نور سخت کړي دي پوځ ته ویل شوي د کرونا اېس او پيز دې عملي کړي.
پېنګان: افغانستان نه د ستنېدونکو امریکايي ځواکونو د تحفظ دپاره ګامونه اخیستل شوي دي
پېنټګان وویل د امریکې د فاع وزیر اسټن لوایډ "بېړې ډوایټ ایزن هاور" نومې سمندري بېړې ته د اینده څه وخت دپاره په سیمه کې د پاتې کېدو امر کړی دی. د دې ترڅنګ د امریکې د هوايي پوځ بي فېفټي ټو نومې جنګي جهازونه هم په سیمه کې دي او د اوږدې فاصلې پورې تلونکي بمبار الوتکې هم سېمې ته روانې شوي دي
مطبوعات: پېښور یونېورسټې د داخلې په فېسونو کې بیا د اضافې فېصله کړې
زدکوونکو د یونېورسټۍ د فېصلې مخالفت کړی او د د دې پرضد یې د احتجاجونوشروع کولو خبره کړې ده
د الجزایر عدالت د اسلامي علومو ماهر ته د اسلام د سپکاوي په الزام درې کاله د قېد سزا ورکړه
ای پي په خپل رپورټ کې وايي سعېد جاب الخېر په سوشل میډیا فعاله دی او د اسلام په ځینو عقیدو پوښتنې د راپورته کولو دپاره مشهور دی. رپورټ وايي هغه د ښځو د سر پټولو مخالف دی او وايي دا مذهبي فریضه نه ده او د قران او سنت نه یې هم تصدیق نه کېږي
په فرانس کې حمله کونکي د چاقو په ګزارونو پولیس افسره ووژله
د فرانس صدر اېمېنول مېکران په ټوېټر پېغام کې وویل چې قوم د وژل شوې پولیس افسر، د هغې کورنۍ او د هغې د پولیس همکارانو ترڅنګ ولاړ دی. هغه وویل د "اسلامي ترهګرۍ" خلاف جنګ کې به ماتی نه مني
کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
کرونا ویروس د نړۍ تر ټولو لوړ غره ته ورسید
د ناروې یو غر ختونکی د ایوریسټ د غره په یو کمپ کې د کرونا په ویروس اخته شوی.
بایډن د ولسمشر په توګه په لومړي ځل بهرنی سفر کوي
سپینه ماڼۍ وايي جوبایډن به د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه د روان کال د جون په میاشت کې خپل بهرني سفرونه پیلوي او اروپا ته به ځي.
د افغانستان، پاکستان او ترکیې په غونډه کې په سملاسې اوربند ټېنګارشوی
د افغانستان، پاکستان او د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په ګډې اعلامیې کې د سوله ایز، خودمختار، خپلواک، دیموکراتیک او یو موټي افغانستان سره په ملاتړ ټینګار شوی.
روسیې د اوکراین سره د ګډې پولې نه خپل عسکر وایستل
د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د اوکراین سره په ګډې پولې کې تازه میشتو شویو عسکرو ایستل نن جمعه، اپریل ۲۳ (وري ۳) پیل شوي.