ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکې د پخواني صدر د کور نه د ترلاسه شویو دستاوېزاتو فهرست څرګند کړی شو

د اتوو پاڼو په دغه فهرست کې په فلورېډا ریاست کې ټرمپ د کور نه د ترلاسه شویو موادو موضوعات نه دي څرګند کړی شوي خو د انصاف وزارت د دې خبرې تصدیق کوي چې انتهايي خفیه حکومتي دستاوېزات د نورو شیانو سره ګډ د ټرمپ په کور کې ساتل شوي وو، چې ښښي ممکنه دغه ګام د وفاقي قانون خلاف ورزي وي

03.09.2022 ډیوه

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

03.09.2022 امریکا غږ

امریکا په تایوان د ۱.۱ ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

د امریکا متحده ایالاتو جمعه سپټمبر ۲ (وږي۱۱) په تایوان د ۱.۱ ملیارد ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو اعلان پداسې حال کې کړی چې دې ټاپو ته د جګپوړو امریکایي چارواکو د سفر پر سر د چین سره اختلافات ډیر شوي.

03.09.2022 امریکا غږ

د اوکراین د ملي امنیت مشر: د زاپوریژیا اتومي بټۍ نړۍ ته ګواښ ده

د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا مشر ویلي چې حکومت یې لا هم د زاپوریژیا په اتومي بټۍ کې د وضعیت په هکله بشپړ معلومات نلري او نه په احتمالي خطراتو خبر دي.

03.09.2022 امریکا غږ

د متحده قومونو چارواکي: د پاکستان سېلاب ځپلو خلکو ته د امداد رسوولو هلې ځلې دوام لري

په پاکستان کې د ډبلیو اېچ او نماینده پلېدا ماهي پالا وویل د په سېلاب ځپلو سیمو کې د ناروغو د خپرېدو خطر به تر ایند څو میاشتو پورې دوام لري

02.09.2022 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

02.09.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

02.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

02.09.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

02.09.2022 امریکا غږ

ولسمشر پوتین د میخایل ګورباچوف د جنازې په مراسمو کې ګډون نه کوي

واشنګټن – د روس یو وتلي پخواني خبریال رویټرز خبري ادارې ته ویلي، د ولسمشر ویلادیمیر پوتین دا پرېکړه چې د شنبې یا خالي په ورځ به د پخواني شوروي اتحاد د وروستي رهبر میخایل ګورباچوف د جنازې په مراسمو کې ګډون نه کوي، دا څرګند پیغام لېږدوي چې دی نړۍ ته په بل نظر ګوري. د ویلادیمیر پوزنر په اند چې له ګورباچوف سره یې څو ځله مرکې کړي او د روس وتلي سیاستوال ښه پېژني وايي، د پوتین دا پرېکړه چې د ګورباچوف په جنازه کې به ګډون نه کوي یو سنجول شوی کار دی. ۸۸ کلن پوزنر له رویټرز سره په یوې مرکه کې ویلي، "زه فکر کوم چې دا د یو بیان په څېر دی." او زیاتوي، "زه فکر نه کوم چې ښاغلی پوتین دې د ښاغلي ګورباچوف کوم ځانګړی مینوال وي. دا د هغه حق دی چې باید ورنشي.‌ زه فکر کوم چې هغوی نړۍ ته له بېل بېل نظره ګوري." پوتین د شوروي اتحاد د ۱۹۹۱ کال سقوط چې په ناخواسته ډول په ګورباچوف باندې تپل کېږي د شلمې پېړۍ تر ټولو لویه جیوپالیټیکل غمیزه ګڼي او وايي، که چانس ولري دی به یې بېرته بدله کړي. ګورباچوف هم د شوروي اتحاد په سقوط باندې خواشینی شوی وو او د هغې د اصلاحاتو او بېرته ساتلو هیله یې ښودلې وه. د پوتین دا پرېکړه چې دده په وینا کې په اوکراین کې یې ځانګړي پوځي عملیات پیل کړي داسې ښکاري چې د هماغو تېروتنو اصلاح کول دي، لږ تر لږه د سقوط په یوې برخه کې چې ګورباچوف یې په مخنیوي کې ناکامه شوی وو. د اوکراین په جنوب کې سخته جګړه روانه ده: د برتانیې د دفاع وزارت استخبارات وايي، د اوکراین په جنوب کې د جمعې په ورځ درنه جګړه روانه ده،‌ او د ژپوریژیا اټومي بټۍ ته څېرمه په انرهودار سیمه باندې توغندي توغول کېږي. د ملګروملتونو د اټومي څار د نړیوالې ادارې پلټونکو د ژپوریژیا له کارخونې څخه خپله لومړنۍ خوندي لیدنه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ بشپړه کړې که څه هم د روسي او اوکرایني ‌ځواکونو ترمنځ بټۍ ته نېږدې جګړه روانه وه. دغه پوهان به د جمعې په ورځ هم خپل کار ته دوام ورکړي. د امریکا د جګړې د مطالعې انسټیټیوټ په وروستیو معلوماتو کې ویلي، روسي ځواکونو په سلووینسک، بخموت او ډونیڅک ښارونو کې ځمکني بریدونه پیل کړي. دوی زیاتوي د روس دریمه قول اردو ډانباس سیمې ته د لېږلو لپاره سره راټولېږي. روسان وايي،‌ اوکرایني ځواکونه د لویدیځ خرسان پر لور له څلورو لوریو څخه جګړه کوي. د جګړې تر څنګ د ګډو عملیاتو د همغږۍ مرکز اتو نورو کښتیو ته اجازه ورکړې چې د جمعې په ورځ له اوکراین څخه ۱۵۸۰۰۰ میټریک ډله غله وباسي.

02.09.2022 ډیوه

د مجیب الرحمان انصاري وژل کیدو ته د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غبرګونونه 

د هرات د یو دیني عالم مجیب الرحمن انصاري په وژل کېدلو چې څرګندونې یې تل د جنجالي وې، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

02.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

02.09.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

02.09.2022 امریکا غږ

کابل کې یوناما او معترضو مېرمنو د 'الهې' د قضیې څېړنه وغوښته

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما  او یو شمېر معترضو مېرمنو د طالبانو حکومت د یو پخواني چارواکي له خوا د الهې په نوم یوې نجلۍ سره د جبري واده او له هغې نه د ناوړې ګټنې په تړاو اندېښنه څرګنده او د دې قضیې د څېړلو غوښتنه یې وکړه. په کابل کې یو  شمېر مېرمنو په سرپټي ځای کې د الهې لپاره د عدالت غږ پورته کړ. دوی وايي، که طالبان د حاکم نظام مسوولان باید د الهې نومې نجلۍ په برخه کې عدالت ټینګ کړي. د افغانستان د پیاوړو مېرمنو خوځښت مسوولې مونسې مبارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې نړیوال بنسټونه باید په دې برخه کې خپله چوپتیا ماته کړي. مبارز وویل: "د دې اعتراض هدف د الهې لپاره د حق غوښتنې ترڅنګ نړیوالو سازمانونو، اروپايي ټولنې او بشري حقونو بنسټونو ته واضح پیغام و چې الهې د برخلیک په تړاو چوپتیا ننګ او شرم دی." د افغانستان د پیاوړو مېرمنو خوځښت یوه بله غړې ذکیه سعادت وايي، اړتیا ده چې د تاوتریخوالي له قربانیانو سره اوږه په اوږه ودرېږو. نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "زموږ دغه اعتراضیه ناسته په یو سرپټي ځای کې وه او موخه مو دا وه چې د طالبانو له خوا یوه مېرمن برمته شوې او په هغې د دې لپاره تور پورې شوی چې یوه ازاده مېرمنه وه او ازاده فکر یې درلود. موږ له یوې درد لیدلې افغان مېرمنې سره ولاړ یو."   درې ورځې وړاندې په ټولنیزو پاڼو کې یوه ویډو خپره شوه چې په هغې کې د الهې په نوم یوې نجلۍ د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند سعید خوستي باندې تور پورې کړی چې ۷ میاشتې وړاندې یې جبر واده ته مجبوره کړې او جنسي تېری پرې کړی. سعید خوستي په خپل ټوېټر پاڼه له دغې نجلۍ سره واده تایید کړی او ویلي چې اوس له هغې جلا شوی دی. نوموړې همداراز ویلي چې الهه یې نه ده وهلې. د دغې ویډیو خپرېدو په دننه او له افغانستانه بهر تند غبرګونونه له ځان سره درلودل. تازه د جمعې په ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د یو پخواني طالب چارواکي له خوا له یوې نجلې سره د جبري واده او له هغې د سوي استفادې په اړه د شویو ادعاګانو په تړاو اندېښنه ښودلې. یوناما په یو ټویټ کې د طالبانو حکومت نه غوښتنه کړې چې د مېرمنو د حقونو د نقض په برخه کې ټولې شوې ادعاګانې په شفافه بڼه وڅېړي. د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د مېرمنو د اعتراض او همدا شان د یوناما د څرګندونو په اړه د طالبانو حکومت نظر واخلي، خو د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد اړیکې ځواب نه کړې. له بلې خوا بیا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې وړاندې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې ویډیو خپرېدل د قاري سعید خوستي پر وړاندې یوه دسیسه یاده کړې وه.  

02.09.2022 ازادي راډیو

د حایل اونیزه خپرونه

جنرال سید نذیر مومند د امریکاغږ «حایل» خپرونې ته ویلي چې د شوروي د یرغل وروسته د افغانستان ګاوڼدیانو او لویدیځې نړۍ د پاکستان په همکارۍ په افغانستان کې د شوروي پلوي حکومت پر ضد د جهاد صفونه جوړ کړل. پدې تلویزیوني بحث کې د افغانستان د حکومت یو پخواني سفیر عبدالغفور لیوال وویل، پاکستان د ترهګرو او افراطي ډلو روزنه او پالنه کړې.

02.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more