BBC
 شاته

د پښتون مبارز عبدالرحیم مندوخیل مړینه

مندوخېل د انځور حقوق FB
Image caption عبدالرحيم مندوخېل یوشمېر کتابونه لیکلي او د پښتنو په تاریخ او سیاست پوه سړی و.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرستيال مشر او د پښتون قوم لوی مبارز عبدالرحيم مندوخېل مړی د ږوب اومږه مړسینزي کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی د تېرې جمعې په ورځ تر لنډې ناروغۍ وروسته د ۸۱ کلونو په عمر د کوټې یوه روغتون کې ومړ.

د خدای بښلي مندوخېل جنازې ته ګڼ سیاستوال، لیکوالان، ادیبان او د هغه مینه وال ورغلي وو.

پښتون ژورنالست او لیکوال غلام محمد زرملوال ومړ

د پښتو ژبې وتلی شاعر او لیکوال صدیق پسرلی ومړ

افغان لیکوال محمد اسمعیل اکبر ومړ

په کوټه کې د افغان کونسلګرۍ یوه استازي د ارواښاد مندوخېل پر مړینه د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله د غمرازۍ پېغام واوراوه.

د پښتنو د ملتپال پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د نوموړي مړينه په اوس وخت کې د پښتنو افغانانو لپاره ستره ضايع وګڼله او ويې ویل، تشه به يې تر ډېره ډکه نه شي.

د پښتنو د یوه بل ملتپال عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان ایالتي مشر اصغر خان اڅکزي د ارواښاد مندوخېل د جنازې په مراسمو کې په خپله وینا کې نوموړی د پښتونخوا هغه سیاستوال وباله، چې د ده په خبره کله هم له خپلې مبارزې پر شا نه شو.

د عبدالرحيم مندوخېل پر مړینې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین او لومړي وزیر نواز شریف هم خواشیني ښودلې او دا یې د هېواد لپاره یوه ضایعه بللې ده.

د انځور حقوق .
Image caption ''افغان او افغانستان" د عبدالرحیم مندوخیل هغه وروستی اثر دی، چې په ۲۰۱۵ کال کې چاپ شو.

عبدالرحيم مندوخېل یو شمېر کتابونه لیکلي او د پښتنو په تاریخ او سیاست پوه سړی و.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د عبدالرحیم مندوخېل د مړینې له کبله درې ورځې ملي ویر اعلان کړی دی.

نوموړي د پښتنو د بیدارۍ لپاره ګڼې مبارزې کړې دي.

عبدالرحيم مندوخېل په ۱۹۳۷ کال د ږوب په اومږه مندوخېل کې د عبدالرحمن په کور کې سترګې غړولې وې.

لومړنۍ زده کړې یې پخپل کلي کې کړې او بیا یې پېښور پوهنتون کې قانون لوستی و.

خدای بښلی مندوخېل یو څه موده سیاسي استازی هم و، دوه ځلې د پاکستان د مشرانو او یو ځل د بلوچستان د صوبايي اسمبلۍ غړی پاتې شوی او د افغانستان په سیاسي حالاتو ښه پوهېده او په اړه یې لیکنې هم کړې دي.

''افغان او افغانستان" د عبدالرحیم مندوخېل هغه وروستی اثر دی، چې په ۲۰۱۵ کال کې چاپ شو. "انګریزي استعمار او افغانستان" د عبدالرحیم مندوخېل بل اثر دی.

نوموړي د "واحد افغان" ملت لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.