امریکايي استازي افغان ښځو او سړو ته د طالبانو د ورستیو سزاګانو غندنه کړې
د رینا امیري د عکس العمل نه یوه ورځ مخکې د طالبانو د حکومت سترې محکمې د ټوېټر دلارې وویل چې د يو شمېر ولسواليو عدالتونو 14 تنو ته چې درې زنانه هم پکې شاملې دي د غلا، د جنسي فعل او د نورو مبینه فسادونو په تور د خلکو په موجودګۍ کې سزاګانې ورکړي او په درو وهل شوي دي
انور ابراهیم د ملېشیا د نوي وزیراعظم په حېث سوګند پورته کړو
د ملېشیا باچا په خپل بیان کې د انور ابراهیم نه وغوښتل چې په خاکسارۍ دې حکومت وکړي. باچا د حزب اختلاف د ګوندونو نه وغوښتل چې خپل منځو کې مفاهمت وکړي چې دا ډول باثباته حکومت یقیني او سیاسي اختلافات ختم شي. ای پي وايي د سیاسي اختلافاتو له امله د 2018 راهسې په ملېشیا کې درې وزیراعظمان بدل شوي دي
جنرال عاصم منیر دپاکستان دپوځ نوی مشر وټاکل شو
صدر عارف علوي په سمرۍ دلاسلیک کولو نه وړاندې داسلام اباد څخه لاهور ته هم تللی ؤ اؤ دغلته یې دپخواني وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره د دنوي پوځي مشرانو دټاکنې په اړه د وزیراعظم هاوس نه دشوې سپارښتنې په اړه خبرې اترې کړې وې
مېټا: د امریکا پوځ په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې د انلاین اغېز خپرولو د کمپاین تر شا دی
واشنګټن – د فېسبوک، انسټاګرام او واټس اپ ګډې ادارې مېټا په یو راپور کې چې په دې اونۍ کې خپور شوی ویلي، د امریکا پوځ پورې تړلو خلکو په اوو انټرنېټ سروېسونو باندې جعلي اکاونټونه جوړ کړي چې پرې په منځنۍ اسیا او منځني ختیځ کې د خپل اغیز د خپرولو په عملیاتو کې خلک په هدف کړي. میټا ویلي، که څه هم د دغو عملیاتو تر شا خلکو هڅه کړې چې خپله پېژند ګلو او اړیکې پټې وساتي خو دوی ویلي، چې د دوی په پلټنو کې ددغو کسانو او د امریکا د پوځ ترمنځ اړیکې موندل شوي. د امریکا د دفاع وزارت لا تر اوسه د امریکا غږ لخوا د چهارشنبې یا شورو په ورځ ناوخته په دې اړه د کړې پوښتنې په ځواب کې څه نه دي ویلي. خو د دفاع وزارت بي بي سي ته ویلي، "دوی د مېټا لخوا له خپور شوي راپور څخه خبر دي." دوی بي بي سي ته ویلي، "په دې وخت کې مونږ په دې راپور باندې نوره کومه تبصره نه لرو او نه هم د هغې په وړاندې د کوم ممکنه ګام اخېستلو په اړه چې ښايي د دفاع وزارت لخوا د راپور له امله واخېستل شي." د مېټا راپور دا نظریه نوره هم ځواکمنوي چې د امریکا پوځ د هغو عملیاتو تر شا و کوم چې په لومړي ځل په اګسټ کې د ګرافیکا او سټنفورډ انټرنېټ ابزروټوري لخوا رپوټ شوي وو. د اګسټ په راپور کې په دې رڼا اچول شوې وه چې فېسبوک او ټوېټر د لومړي ځل لپاره د امریکا پلوو عملیاتو د کارولو په اړه راپور ورکړی چې په هغو کې جعلي خلک او تنظیم شوي معلوماتو ځای درلود چې د روس او ایران په څېر هیوادونه یې په امریکا او نورو ځایونو کې د غلطو معلوماتو د خپرولو وسیله بولي. فېسبوک او ټوېټر د لومړي ځل لپاره د اغېز خپرولو امریکا پلوي عملیات لېرې کړي مېټا په خپل راپور کې ویلي، دوی په فېسبوک باندې ۳۹ او انسټاګرام باندې ۲۶ اکاونټونه تړلي دي چې د تنظیم شویو کمپاینونو برخه وه او تمرکز یې په افغانستان، الجزایر، ایران، عراق، قزاقستان، کرغېزستان، روس، سومالیا، سوریه، تاجکستان، ازبکستان او یمن هېوادونو باندې وو. دغه کمپاین نه یواځې د مېټا په فېسبوک او انسټاګرام باندې وو بلکه همدارنګه په یوټیوب، ټېلېګرام، د روس په ټولنیزو رسنیو وېکانتېکتې او اودنوکلاسنېکې باندې چلېده. مېټا وايي، په جعلي اکاونټونو باندې چې په دغو پلټفارمونو باندې چلېدل، په ورزش او کلتوري مسایلو باندې هم پوستونه کېدل، له امریکا سره په همکارۍ باندې پکې ټینګار کېده او په ایران، چین او روس باندې نیوکې. اکثره دغه پوسټونه د امریکا د ختیځ ساحلي برخې په وخت باندې کېدل چې ډیري یې په عربي، فارسي او روسي ژبو وو. دوی د امریکا د پوځ ستاینه کوله او د کورونا په اړه توکي یې خپرول کوم چې مېټا د غلطو معلوماتو د خپرولو له پالیسۍ سره د ټکر له امله لېرې کړي دي. مېټا وايي، د فېسبوک اتومات سیستم ځینې دغه پوستونه وموندل او لېرې یې کړل. واشنګټن پوست لیکلي، چې ددغو عملیاتو په اړه د لومړنیو معلوماتو له خپرېدو سره پنټګان د خپلو دغه ډول پټو سایکولوجېکو عملیاتو د بیا کتنې چارې پیل کړي.
ترک پوځ د امریکايي ځواکونو د مرکز سره نژدې د کرد وسله والو خلاف عملیات کړي دي
یو امریکايي پوځي چارواکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ ناوخته وي او ای ته وویل د ترکي د هوايي بمبارۍ په وخت امریکايي عسکر د خپل مرکز نه د 300 میټرو په فاصله کې وو. د امریکايي ځواکونو دغه مرکز د الحسکه ښار سره نژدی دی
د متحده قومونو چارواکي په ایران غږ کړی چې په احتجاج کونکو دې زور زیاتی نه کوي
د یو اېن هیومن رایټس کاونسل غونډې ته په جنیوا کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ تقریر کې ټرک وویل چې دا مهال ایران د انساني حقونو په بحران کې ښکیل دی
دمشرقي پاکستان دبېلیدو په هکله دجنرال باجوه وینا ته په ټولنیزو رسنیو سخت غبرګون ښودل شوې
په پاکستان کې له اوږدې مودې راهسې په پاکستان پوځ نیوکې کیږي چې دوی په ملکي سیاست کې لاس وهنه کوي اؤ تېره ورځ دپوځ مشر جنرال قمرباجوه خپل الوداعي خطاب کې پخپله هم نه یوازې دپوځي مداخلې اعتراف کړی ؤ بلکې دا یې غیراییني عمل هم بللی و خو ویلي یې وؤ داپریل دمیاشتې نه پوځ سیاست کې لاسوهنه پرېښودې ده
اوکرایني چارواکي: په غیر پوځي هدفونو د حملو په سر دې نړۍ د روس خلاف ګامونه پورته کړي
د اوکراین صدر ولادمیر زېلېنسکي د اقوم امتحده سېکیورټي کاونسل ته د وډیو په زریعه خپل تقریر کې وویل چې روسي مزایل هسپتالونه، سکولونه، د امد او رفت هدفونه او رهایشي علاقې وولي
عمران خان ولې په هرقیمت مرکز کې اقتدار ترلاسه کولو پسې نښتې دی؟
په هېواد کې د پنجاب او پښتونخوا ايالاتونه او د ازاد جمو کشمېر او د ګلګت بلتستان انتظامي حکومتونه دا وخت د تحريک انصاف په لاس کې دي خو څېړونکي وايي چې که دومره ايالتي حکومتونه د نورو غټو ګوندونو په برخه رسیدلي وؤ نو هغوئ به دومره زړه بدي نه وؤ
ایي ایم ایف:مالي مرستو لپاره اړینه ده چې پاکستان دبحالۍ منصوبې ته په وخت غوڅه بڼه ورکړي
رويټر خبري اژانس د پاکستان لپاره د ايي اېم ایف د نماینده له قوله لیکي چې د سېلاب څخه په وخت د بحالۍ منصوبې ته د حتمي بڼې ورکولو سره سره د ګڼ اړخيزه او دوه اړخیزه شراکت دارانو له لوري مالي همکاري جارى ساتل هم اړين دي
د تحریک انصاف لاريون ته د ترهګرۍ ګواښ دی، رپورټ
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د ګواښ يو خط جاري کړی چې د پاکستان تحریک انصاف مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان او د هغه د ګوند په لاريون ته د ترهګرۍ د بريد خطره ده دغه د ګواښ خط په 22 نومبر جاري شوی دی.
جنوبي وزيرستان: چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی، بل تن ټپي
د خېبرپښتونخوا په کوزه جنوبي وزیرستان ضلعې کې په ځمکه کې ښځ بم چاودنه شوې پکې یو ماشوم وژل شوی او یو بل تن ژوبل شوی دی. پولیس وایي د چاودنې مبينه هدف د پاکستان او افغانستان ترمینځ په انګور اډه پوله په عارضي توګه د څار په ډيوټۍ په ځاي کړی شوې مېرمن وه خو هغه پکې بچ شوې ده.
پاکستان: د لفټننټ جنرل عاصم منير د پوځ د نوي سرلښکر جوړولو پرېکړه وشوه
د پاکستان حکومت پرېکړه اعلان کړه چې لفټننټ جنرل عاصم منير به د پوځ مشر [ارمي چيف] او لفټننټ جنرل ساحر شمشاد مرزا به چيرمېن جواينټ چيفس اف سټاف وي.
اسلام اباد: د نوي پوځي مشر ګمارلو وړاندې اتحادي حکومت غونډه کړې
په اسلام اباد کې د حکومتي اتحادي ګوند مشرانو په داسې حال کې ليدلي چې په ملک کې د پوځ د نوي مشر ګمارنه کيږي او حکومتي چارواکي وايي دغه عمل پېل شوی دی.
لوګر: طالبانو د درېو ښځو په ګډون 14 کسانو ته په لوی مېدان سزاګانې ورکړي په درو يې وهلي
په افغانستان واکمنو طالبانو په لوګر ولايت کې درېو ښځو او 11 نارينه و ته په يو لوی مېدان کې سزاګانې ورکړي او په درو يې وهلي دي. د لوګر د طالبانو يو چاوراکي منلي چې دغو کسانو په غلا او اخلاقي جرمونو کې سزاګانې ورکړی شوي دي.