روسیې په ملګرو ملتونو کې د اټومي بې وسلې کولو د متن د تصویب مخنیوی وکړ
روسیې د جمعې په ورځ اګست ۲۶ (وږې څلورمه) د اټومي بې وسلې کولو د یوې معاهدې په اړه په ملګرو ملتونو کې د څلورو اوونیو کنفرانس په پای کې د یو مشترک متن مخنیوی وکړ او د یاد متن "سیاسي" اړخونه یې وغندل.
له پاکستان څخه سلګونه نور افغان کډوال کاناډا ته انتقال شول
د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې یا (IRCC) له پاکستان څخه هغه هیواد ته د ۳۲۴ نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی دی.
محمد نبي: کوښښ کوو تیرې غلطۍ تکرار نکړو
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شلو شلو اورونو د لوبو کپتان محمد نبي د د سري لانکا سره د آسیا جام په لومړنۍ لوبې کې د مخامخ کیدو څخه وړاندې ویلي چې ځینې یې داسې لوبې یې بایللې چې د ګټې تله د افغانستان لور ته درنه وه او زیاتوي چې کوښښ کوي پخواني اشتباهات تکرار نکړي.
د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو قربانیان د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو اخیستو مستحق ندي، امریکایي قاضي
د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک په ایالت کې یوې قاضۍ وړاندیز کړی چې د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو قربانیانو ته باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان بانک ملیاردونه ډالره کنګل شوې شتمني پدې خاطر ضبط کړي چې د طالبانو په خلاف په محکمې کې د تر لاشه فیصلې قناعت تر لاسه کړي.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د اسرائیل د دفاع وزیر سره د ایران په اتومي موافقې غږیدلی
د اسرائیل د دفاع وزیر بیني ګاټز جمعه اګست ۲۶ (وږي۴) د متحده ایالاتو د ملي امنیت د سلاکار جیک سلیوان سره لیدنې کې یو ځل بیا د ایران د اتومي موافقې د بیرته احیا کولو سره مخالفت څرګند کړی.
د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د پور ورکولو په هکله پریکړه کوي
ټاکل شوې چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق (آی ایم ایف) اجرائیوي هیت را روانه دوشنبه (اګست۲۸) غونډه وکړي او پریکړه وکړي چې آیا پاکستان ته څه باندې ۱ ملیارد ډالر پور ورکړي او که نه.
د تخلیې پر مهال دیارلسو وژل شویو امریکایي سرتیرو یاد
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه ۲۶ اګست (۴ وږدي) د هغو دیارلسو امریکایي سرتیرو په یاد کې اعلامیه خپره کړې چې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د داعش په یو برید کې وژل شوي و. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا ځواکونه اتل بللي او ویلي یې دي چې دغه سرتیري د سرښندنې او د خلکو د لیږد تاریخي او ځانګړي ماموریت کې خپله اتلولي ثابته کړه. بلینکن زیاته کړې چې د دغو ځواکونو د سرښندونو له برکته مونږ وکولی شول چې ۱۲۴ زره افغانې کورنۍ امریکا ته ولیږدوو او ددوي خوبونه مو په ریښتا بدل کړل. بلینکن په دغې اعلامیې کې ویلي چې مونږ د دوي په مړینه خپه یو او په راتلونکي کې باید د دوي یاد ژوندی وساتو. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه نیټه د داعش په برید کې ۱۷۰ افغانان هم وژل شوي و. د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې کې ویل شويچې مونږ د هغو ۱۷۰ افغانانو په مړینه هم خپه یو، دا یوه غمیزه ګڼو او د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوو. بلینکن زیاتوي چې د امریکا متحده ایالات به ټول هغه بریدګر او د برید عاملینو ته سزا ورکړي او په عدالت به یې ورسوي چې په د امریکایي سرتیرو په وژلو کې یې لاس درلود. د داعش خراسان ډلې د دغې پیښې مسولیت په خپله غاړه اخیستی و. دغې ډله په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنیدو سره خپل فعالیت ډیر کړی او په تیر کال کې ګڼ شمیر ولسي خلک په ورته بریدونو کې وژلي دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.