بارانونو او سیلابونو په تانزانیا کې ۱۵۵ تنه مړه کړي
په ختیځې افریقا کې د تانزانیا صدراعظم قاسم ماجاليوا د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (حمل شپږمه) پارلمان ته وویل چې ورستیو بارانونو او سیلابونو یې په هېواد کې ۱۵۵ تنه مړه کړي او ۲۳۶ تنه نور یې ژوبل کړي دي.
امریکا اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې اخلي- مقامات
یو امریکایي چارواکي د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (حمل شپږمه) وویل چې واشنګټن به اوکراین ته د شپږ میلیارد ډالرو په ارزښت د نویو وسلو د اخیستلو اعلان وکړي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د اندونیزیا د ښځو کرکټ یوې لوبغاړې نړیوال ریکارډ جوړ کړ
د اندونیزیا د ښځو د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړې روحمالیا روحمالیا د شلو اورونو په نړیوال کرکټ کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.
د ملاریا نړیواله ورځ؛ نوي واکسینونو د خلکو د ژوند ژغورلو هيلې ټوکولي
د اپرېل ۲۵مه (د غوايي پنځمه) د ملاریا له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په نړۍ کې هر کال نږدې ۲۵۰ میلیونه کسان په ملاریا اخته کېږي او شاوخوا ۶۰۰زره کسان بیا ددغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د افغانستان او پاکستان اړیکې - سپینې خبرې
پاکستان وايي د افغانستان مسئلې ورته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي. پاکستان ولې اوس ځان زیانمن ګڼي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې موضوع بحث شوی.
حماس دې یرغمل شوي کسان خوشې کړي - د ۱۸ هېوادونو د مشرانو ګډه اعلامیه
د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا، فرانسې او د لسګونو نورو هیوادونو مشرانو د پنجشنبې په ورځ، اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) په یوه ګډه اعلامیه کې د حماس څخه وغوښتل چې ددغه ډلې لخوا یرغمل شوي کسان خوشي کړي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
طالبانو د سیمې هېوادونه د داعش په ملاتړ تورن کړي - اشنا
په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ د ګواښ په اړه اندېښنې، د اوکراین، اسرائیل او تایوان دپاره د امریکا مرسته، پاکستان کې د ملاریا ناروغي، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا په خبري ټولګه کې وګورئ.
د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه زندانیانو وضعیت - اتصال
د اتصال په خپرونه کې د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه زندانیانو د وضعیت او په افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت او د بخښنې نړیوال سازمان د تازه راپورونو په اړه بحث شوی دی.
کیف: د پوځي خدمت جوګه بهر میشتو نارینه اوکراینیانو ته پاسپورټونه نه ورکول کیږي
د اوکراین حکومت د پوځي پرسونل کمښت موضوع ته د حل لارې موندلو په موخه د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۲۴(غوايي شپږمه) یو لړ داسې قوانین تصویب کړل چې له امله یې هغه اوکرایني نارینه چې په بهر کې ژوند کوي په موقتي توګه نشي کولای ددغه هېواد پاسپورټ ترلاسه کړي.
د هند په یو هوټل کې د اورلګېدو له کبله لسګونه تنه مړه او ټپیان شوي
د هند ختیځ په یو هوټل او رستورانت کې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي ۶) د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه شپږ تنه مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.